د افغانستان او تاجکستان تر منځ د برېښنا لېږد تړون تمدید لاسلیک شو

د عکس سرچینه، dabs
په افغانستان کې د برېښنا ملي شرکت مسوولین وايي، د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره یې له ګاونډي هېواد تاجکستان سره د برېښنا اخیستو تړون د تمدید هوکړه لاسلیک کړې ده.
د برېښنا پېرلو تړون تمدید هوکړه لیک په ترکیه کې د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو حکومت ګومارل شوي مشر محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برېښنا سهامي شرکت مشر محمد عمر عیسی زاده لاسلیک کړه.
د برېښنا شرکت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د تړون تمدید لاسلیک په دې غونډه کې د ۵۰۰ کیلوواټ برېښنا لېږد لائن تمدید پر موضوع هم خبرې شوې او د اعلامیې په ټکیو تاجکستان چارواکو دې موضوع ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې برېښنا شرکت مسوولینو ''د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بیا پیلولو لپاره د همغږۍ او عملي کېدو په موخه''له تاجکستانه د همکارۍ غوښتنه هم کړې.
کاسا ۱۰۰۰ نومې پروژه د تاجکستان او قرغیزستان صادراتي برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدولو په موخه ۲۰۱۷ کال کې لاسلیک شوې وه، او د هغه مهال چارواکو په وینا له مخې به له شیرخان بندره تر تورخم پورې د دې مزیو د مسیر په اوږدو کې پرتې ۱۵۲ افغان سیمې هم له دې وارداتي برېښنا برخمنې شي.
په ترکیه کې له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا واردولو دې تړون تمدید د لاسلیک په هکله څه نه دي ویل شوي، خو له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوی تاجکستان یوازینی ګاونډی هېواد و، چې له افغانستان سره یې تعامل نه درلود او د طالبانو د یو شمېر مخالفینو کوربتوب کوي.
د افغانستان برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه پوره کېږي او په دا وروستیو کې له دې سره هم د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډېری ښارونو کې هره ورځ تر ساعتونو پورې د برېښنا پرچاوي معمول چاره ده.
د افغانستان برېښنا شرکت له دې مخکې تېره اونۍ له یوه بل ګاونډي ازبکستان سره هم د برېښنا واردولو قرارداد تمدید خبره کړې وه.











