د طالبانو حکومت: د قیمتي ډبرو په قانوني صادرېدو کار کوو

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي یو شمېر شرکتونو ته یې جواز ورکړی چې تر صادرلو وړاندې، قیمتي ډبرې پروسس کړي.

ملت ته د طالبانو حکومت د حساب ورکولو په بهیر کې پرون د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو وویل، یو شمېر شرکتونو ته به سندونه ورکړي چې له دې وروسته د افغانستان قیمتي ډبرې رسماً بهر ته صادر کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور په خبرې ناستې کې وویل چې داسې یو میکانیزم یې جوړ کړی چې نور د افغانستان قیمتي ډبرې بهر ته قاچاق او د نورو هېوادونو په نامه یادې نه شي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه که د افغانستان د قیمتي ډبرو مارکېټ ښه مدیریت شي د صادراتو ګټه به یې تر یو میلیارډ ډالرو وي.

افغانستان قیمي ډبرې ډېرې لري خو د لسیزو جګړو له امله ناقانونه کیندل کېدلې او شخصي صادرېدلې.

ښاغلي دلاور د حساب ورکولو په ناستې کې پر رونټیا او افغانانو ته د کاري فرصتونو او قراردادونو پر ورکولو ټینګار وکړ.

ده د خپل وزارت د لاسته راوړنو او پلانونو په وړاندې کولو وویل چې ګڼ کورني او بهرني پانګوال چې په هغو کې د ده په وینا اروپايي شرکتونه هم شته، غواړي د افغانستان پر معدنونو پانګونه وکړي او قراردادونه ترلاسه کړي.

د معدنونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په ناسته کې وویل په یو شمېر ولایتونو کې ۱۰۸ کوچني کانونه چې مرمر، رخام، ګچ، تراورتین، فلورایت او داسې نور مواد شامل دي کورنیو پانګوالو ته ورکړي چې له دې درکه شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي په تېر یوه کال کې یې کابو ۵۰۰ نوې معدني ساحې سروې کړي دي، او دمګړۍ د ځینو معدنونو له ګټې او د ټولګټو وزارت په همغږۍ د کابل هرات د لویې لارې ځینې برخې جوړوي.

ښاغلي دلاور په لوګر کې له چینايي شرکت سره د مسک عینک د قرارداد د څرنګوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی د پخواني نظام قرارداد کې تعدیل راوست ځکه دغلته لرغوني آثار راوتلي او دا د افغانستان شتمني ده او د خوندي لېږد پر لارو چارو یې کار کوي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د یو شمېر ادارو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې خو د کانونو سرپرست وزیر وایي دوی څوک نه دي لېرې کړي، ښځینه کارکوونکو ته هم معاشونه ور رسېږي او شاوخوا ۱۰۰ کسانو سره چې په مسلکي برخه کې ماسترۍ کوي وار له مخه د وظیفي ژمنه شوې ده.

د وړاندې شویو معلومات له مخې له ناقانونه کیندنو او قاچاق د مخنیوي لپاره په ۲۴ ولایتونو کې له نهو ارګانونو د ساتنې او څارنې کمېټه جوړه شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، د دوی د اوسني عاید لویه برخه د جمهوریت له خوا له پیل شویو پروژو ده چې د دوی په وینا اوس بهتره مدیریت کېږي.