احمد شرع: وسله والې ډلې به منحل شي، اسرائیلو هم په سوریه کې بې سارې بمبارۍ کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
احمد شرع چې عملا یې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د حکومت واک په لاس کې دی، اعلان کړی، په نوي حکومت کې به ټولې وسله والې ډلې منحل شي.
احمد شرع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی، خبریالانو ته وویل، په نوي حکومت کې به یوازې پوځ ته د وسلو د لېږد اجازه وي.
د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو نیمه خپلواکې ادارې تر دې مخکې د دمشق له نویو واکمنانو سره د شخړو د پای ته رسولو او د "هر اړخیزو ملي خبرو" د پیل غوښتنه کړې وه.
په همدې حال کې د سوریې له واکه لېرې کړای شوي ولسمشر بشارالاسد له دمشق تر وتلو وروسته په لومړي ځل په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، سوریه اوس د "ترهګرۍ" په واک کې ده.
د "هیئت تحریر الشام" مشر احمد شرع د یکشنبې په ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګیر پیډرسن سره هم کتلي دي.
بل پلو اسرائیلي ځواکونو په بې ساري برید کې د سوریې د طرطوس په بندر کې ځینې سیمې په نښه کړې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې په سوریه کې د پرمختګونو څارنه کوي، د طرطوس برید په تېره یوه لسیزه کې په سیمه کې د اسرائیلو تر ټولو سخت برید بللی دی.
ويل کېږي، د دغو بريدونو موخه د هوايي دفاع تاسيسات او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغنديو ډيپوګانې وې.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تېره شپه پر اېکس يوه ټويټ کې ليکلي، "موږ په اصل کې منځني ختيځ بدلوو. سوریه اوس هغه سوریه نه ده، او لبنان، غزه اوس هغه غزه نه ده، او د شرارت د محور مشر، ایراني رژیم اوس د پخوا په څېر نه دی او زموږ د اوسپنیز ځواک خوند یې څکلی دی."

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
یوه اونۍ وروسته له هغه چې سوریه کې د بشار الاسد واکمني ړنګه شوه، ګڼو هېوادونو، چې په لومړي سر کې یې له احتیاطه کار اخیست، د سوریې له نوي حکومت سره د اړیکو پرانیستلو د لارو چارو موندلو هڅې دوه برابره کړې دي.
د سوریې لپاره د ایران سفیر حسین اکبري هیله ښوولې چې دمشق کې به د ایران سفارت او کونسلګري ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. دا خبر د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران رسمي خبري اژانس "اېرنا" خپور کړی.
د اکبري په وینا، د سوریې انتقالي حکومت د ایران سفارت او نورو فعالیتونو ته "اړین امنیتي ضمانتونه" برابر کړي دي.
اکبري زیاته کړه، تهران د سوریې د سرپرست حکومت له خوا ډاډ ترلاسه کړی چې نه به ایرانیانو ته زیان رسېږي او نه به د سوریې په خاوره کې د شیعه ګانو زیارتونه په نښه کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقجي د سوریې لپاره د ایران له سفیر سره لیدلي او په سوریه کې د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات ورکړل شوي.
وزارت زیاته کړې، عراقچي سفیر ته سپارښتنې وکړې، د سوریې حالات له نژدې وڅاري چې د "ایران ملي ګټې او امنیت پکې خوندي وساتي، د سوریې ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي او سیمهییز امنیت او ثبات وساتي."
روسیې د سوریې له پلازمېنې دمشقه د خپلو دیپلوماتیکو مامورینو یو شمېر کارکوونکي د حمیمیم هوايي اډې له لارې ایستلي دي. دا خبر د روسیې دولتي خبري اژانس "تاس" خپور کړی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د تخلیې بهیر کې د بېلاروس، شمالي کوریا او د ګرجستان د ابخازیا سیمې کارکوونکي هم شامل وو. روسیه او سوریه ابخازیا د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژني.
وزارت زیاته کړې چې روسیې د خپلو هوايي ځواکونو په مرسته ځانګړې الوتنه چمتو کړه او د تخلیې عملیات یې بشپړ کړل. خو وزارت ټینګار کړی چې په سوریه کې د روسیې سفارت خپلو چارو ته دوام ورکوي.
د کرملین ویاند هم وویل چې لا تر اوسه په سوریه کې د روسیې د پوځي اډو د راتلونکې په اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. نوموړي زیاته کړه، مسکو له هغو اړخونو سره چې په سوریه کې واکمن دي اړیکه لري.

د عکس سرچینه، Ministry of Defence of the Russian Federation/Handout via Reuters
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې کایا کالاس نن دوشنبه اعلان وکړ چې د سوریې لپاره د اروپايي ټولنې استازی به د دې هېواد له نوي مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره دمشق ته سفر وکړي.
کالاس د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وړاندې خبریالانو ته وویل: "زموږ لوړپوړی دیپلومات به نن دمشق ته ولاړ شي. موږ به هلته اړیکې ټینګوو."
د دې پوښتنې په اړه چې ایا د سوریې د اپوزیسیون ډلې به د اروپايي ټولنې د ترهګرو له نوملړه لېرې شي، کالاس وویل، ټولنه به د سوریې د نویو مشرانو کړنې له نژدې وڅاري او د راتلونکو ګامونو په اړه به بحث وکړي.
کردۍ کورواکه اداره، چې د سوریې په شمال ختیځ کې د سیمو اداره پر غاړه لري، دې هېواد کې د "ټولو جګړو پای ته رسولو" غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي، دوی دمشق کې نوې مشرتابه ته خپل لاس ور اوږد کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
کردۍ ادارې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دوی په ټوله سوریه کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو پر اهمیت ټینګار کوي چې "ټولشموله او رغوونکې ملي خبرې" پیل شي.
د سوریې د نوې ادارې لخوا د ټیلیګرام په یوه پیغام کې راغلي، په دمشق کې د "هیئت تحریر الشام" مشر احمد الشرَع، چې سوریه کې یې ډله د سوریې نوي حکومت کې واکمنه ده، د یکشنبې په ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له استازي ګیر پیډرسن سره وکتل.
په بیان کې راغلي، د لیدنې پر مهال "د ۲۲۵۴ پرېکړې د بیا کتنې او د سیاسي بدلونونو په رڼا کې د هغې د تازه کولو پر اړتیا بحث وشو، ځکه دا بدلونونه له نوي واقعیت سره د سمون لپاره د پرېکړې د نوي کولو اړتیا رامنځته کوي."
دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې پرېکړې ته اشاره ده چې په سوریه کې د اوربند او سیاسي حل لارې د موندلو لپاره جوړه شوې وه.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې الشرع "د سوریې د خاورې پر یووالي، بیا رغونې او اقتصادي پرمختګ ته پر پاملرنې کولو" ټینګار کړی. همدارنګه د "کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره د خوندي چاپېریال برابرولو او د دې هدف لپاره د اقتصادي او سیاسي ملاتړ د اهمیت" پر موضوع هم خبرې وشوې.
له بلې خوا د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي دفتر ویلي، پیډرسن د "هیئت تحریر الشام" له مشر احمد الشرع او د لنډمهاله حکومت له مشر محمد البشیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ملګري ملتونه د سوریې له خلکو سره هر ډول مرستو رسولو ته ژمن دي.
د اسد د رژیم ړنګېدو هرکلی او له نوې ادارې سره محتاطانه چلند

د عکس سرچینه، EPA
یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د اسد د رژیم د ړنګېدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې له نوې مشرتابه سره به د تعامل په اړه محتاط وي او د هېواد د اداره کولو په برخه کې د هغوی کړنلاره او له لږکیو او ښځو سره د چلن طریقه به وڅاري.
ځینو هېوادونو د سوریې له نویو مشرانو سره د اړیکو د جوړولو اعلان کړی دی. له واشنګټن وروسته، چې د دیسمبر ۱۴مه، د شنبې په ورځ یې اړیکې اعلان کړې، د یکشنبې په ورځ د بریتانیا حکومت هم اعلان وکړ چې له هیئت تحریر الشام سره "دیپلوماتیک تماسونه" لري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي د یکشنبې په ورځ بریتانوي رسنیو ته وویل، هیئت تحریر الشام "لا هم په (بریتانیا) کې د ترهګرې ډلې په توګه ممنوعه ډله ده، خو موږ کولای شو دیپلوماتیک تماسونه ولرو."
د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او یو شمېر نور هېوادونه هیئت تحریر الشام یوه ترهګره ډله ګڼي.
فرانسې هم اعلان کړی چې له ۱۲ کلونو وروسته به د سې شنبې په ورځ دمشق ته یوه دیپلوماتیکه ډله واستوي. دا خبره د یکشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان نوېل بارو د "فرانس انټر" راډیو ته وکړه.
د قطر حکومت هم اعلان وکړ چې یو قطری پلاوی سوریې ته رسېدلی او د هېواد د انتقالي حکومت له چارواکو سره یې لیدلي دي. قطر همدارنګه اعلان وکړ، د سې شنبې له ورځې به په سوریه کې خپل سفارت بیا پرانېزي.
د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، انقره له نویو سوري واکمنۍ سره، که وغواړي، پوځي ملاتړ برابرولو ته چمتو ده. هغه ټینګار وکړ، باید نوې ادارې ته د کار کولو فرصت ورکړل شي.
ګولر وویل نوې ادارې ژمنه کړې چې د "نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو درناوي" ته به ژمنه پاتې شي او د کیمیاوي وسلو په اړه به هر ډول معلومات د کیمیاوي وسلو د بندیز نړیوال سازمان ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په "ابو محمد الجولاني" مشهور د احمد الشرع په مشرۍ هیئت تحریر الشام په ۲۰۱۶ کال کې له القاعدې سره خپل تړاو پرې کړ.
نوې واکمني هڅه کوي نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي.
د سوریې د انتقالي حکومت مشر محمد البشیر تایید کړې چې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د وسلهوالو مخالفینو اېتلاف به د ټولو مذهبونو او ډلو حقونه خوندي کړي، هغه له میلیونونو هغو سوریانو چې بهر ته کډه شوي غوښتي چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
اسرائيل په جولان کې د مېشتېدنې پراخولو پلان لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائيلو حکومت د جولان په لوړو کې د مېشتېدنې د پراخولو هڅو لپاره پلان تصويب کړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزير بنیامين نتنياهو ويلي، دا ګام ځکه اړین دی چې له سوريې سره د اسرائیلو پر پوله د اسلامپالو یاغيانو په مشرۍ د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته "نوی جبهه" پرانيستل شوې ده.
نتنياهو ويلي، غواړي د جولان په لوړو کې شتون دوه برابره کړي. دا سیمه په ۱۹۶۷ کې له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته اسرائيلو نيولې چې د نړيوالو قوانينو له مخې غير قانوني اشغال بلل کېږي.
اسرائيلي ځواکونه د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو څو ورځې وروسته حايلې سیمې ته چې سوريه او اسرائیل سره بېلوي ننوتل. دوی وايي په دمشق کې د ولکي له بدلون سره د اوربند هوکړې له "منځه تللې" دي.
الشرع د اسرائیلو بمبارۍ وغندلې: سوریه نوره له جګړې ستړې شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د هیئت تحریر الشام مشر د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل او دا یې په سیمه کې "د نه توجیه کېدونکي تاوتریخوالي زیاتوالی" وباله. ابو محمد جولاني وویل، سوریه نوره له جګړې "ستړې" ده او د بلې نښتې توان نه لري.
د بشار اسد له سقوط وروسته، اسرائیل د بېساري نظامي کمپاین په ترڅ کې د سوریې د پوځ اډې او نظامي وسلې په بېوقفې ډول په بېلابېلو برخو کې بمبار کړي دي. اسرائیل وایي دغه بریدونه د دې لپاره کېږي چې د "توندلارو" ځواکونو د ستراتیژیکو وسلو ترلاسه کولو مخه ونیسي.
اوس احمد شرع، چې پخوا د ابو محمد جولاني په مستعار نوم پېژندل کېده، له یوه تلویزیون سره په مرکه کې د اسرائیلو د دغو بریدونو دلیلونه "ناروا پلمه" بللي دي.
د سوریې د بشري حقونو څار، چې په بریتانیا کې مېشت دی، راپور ورکړی چې اسرائیل د شنبې په ماښام د لږ تر لږه پنځو ساعتونو په اوږدو کې د سوریې پر بېلابېلو اهدافو ۶۱ توغندي ویشتلي دي. د اسرائیلو بریدونه له یوې اونۍ راهیسې په پرلهپسې ډول روان دي.
اټکل دی چې د بشار اسد له سقوط راهیسې اسرائیلو په ټوله سوریه کې نژدې ۸۰۰ هوايي بریدونه کړي دي.
پرون د سوریې دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې امنیت شورا ته په یوه لیک کې د اسرائیلو پرلهپسې بریدونه او ځمکني یرغلونه، چې د بشار اسد د حکومت تر سقوط وروسته ترسره کېږي، وغندل. د سوریې دایمي استازي قصي ضحاک په خپل لیک کې امنیت شورا ته لیکلي چې د اسرائیلو بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې سوریه "یو نوي پړاو" ته ننوتې ده.
ملګرو ملتونو او د سیمې یو شمېر عربي هېوادونو د اسرائیلو دغه اقدامات په کلکه غندلي دي.
سوریې او اسرائیلو د منځني ختیځ په جګړو کې (د ۱۹۴۸، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو په جګړو کې) یو بل سره جګړې کړې دي. هغوی په رسمي ډول یو بل خپل دښمن ګڼي.
اسرائیل په وروستیو کلونو کې او د بشار اسد له سقوط وړاندې، په سلګونو ځله پر سوریه بریدونه کړي وو، خو ډېر لږ یې په ښکاره توګه اعتراف کاوه. په هغه وخت کې اسرائیلو څو ځله ویلي و، د سوریې پر ضد د بریدونو هدف یې له ایران او د هغه له متحدو ډلو سره مقابله ده.
امریکا وايي په سوريه کې يې له ياغیانو سره "مخامخ اړیکه" نيولې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي هېواد يې د هئيت تحرير الشام له ډلې سره چې په سوريه کې يې د بشار الاسد حکومت د نسکورولو د عملياتو مشری پر غاړه لرله "مخامخ اړیکه" نیولې ده.
دا لومړی ځل دی چې امریکا له يادې ډلې سره چې وړاندې يې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې وه د مخامخ اړیکې نيولو پخلی کړی دی.
ښاغلي بلېنکن دغه څرګندونې د سوريې د راتلونکې په اړه د څو عربي هېوادونو، ترکيې او اروپا له استازو سره په خبرو کې له ګډون وروسته کړې دي.
په ناسته کې ګډونوالو هوکړه کړې چې په سوریه کې به د سوله ييز بهير ملاتړ کوي. د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفدي ويلي، سيمه ييز قدرتونه نه غواړي چې سوريه د ګډوډۍ خوا ته ولاړه شي.
د غونډې د ګډې اعلاميې له مخې په سوریه کې د ټولګډوني حکومت غوښتنه شوې چې د لږکيو حقونه په کې خوندي او دغه هېواد بيا د "ترهګرو ډلو" پر مرکز بدل نه شي.
ښاغلي صفدي ويلي، سیمه ييز لوبغاړي نه غواړي چې د سوريې حالت د ليبیا په څېر شي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکا فيدان ويلي، په سوریه کې دې شته بنسټونه بيا اصلاح او وساتل شي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې فيدان زياته کړې، "هېڅکله اجازه مه ورکوي چې ترهګري له انتقالي دورې ګټه پورته کړي. موږ بايد خپلې هڅې همغږې کړو او له پخوانيو تېروتنو زدکړه وکړو. "











