سپين بولدک کې د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښتې شوې: مجاهد وايي ۱۲ ملکیان وژل شوي ۱۰۰ نور ټپیان دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په جنوب د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځيانو او د طالبانو حکومت د ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، "سهار وختي يو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې پر افغانستان د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل."
نوموړی زياتوي د پاکستان په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زيات ټپيان دي.
مجاهد ادعا کوي چې، په ځوابي بريدونو کې ګڼ پاکستاني پوځيان وژل شوي او د پوځي تاسيساتو د ړنګېدو تر څنګ وسلې او ټانکونه ترې نيول شوې دي.
مجاهد وايي، په ځايي وخت سهار اته بجې د دوی له خوا جګړه بېرته کنټرول شوې د، خو وايي د خپلې خاورې، حریم او د خلکو دفاع ته چمتو دي.
د مړو شمېر د سپین بولدک د ولسوالۍ د روغتون یوه چارواکي عبدالجان بارک د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته تائید کړی، هغه ویلي چې له ۸۰ ډېرې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند او ملي رادیو تلوېزیون پر خپلو اېکس پاڼو ځینې وېډیوګانې خپرې کړې دي چې ووايي د وژل شویو پاکستاني پوځیانو دي.
پر خواله رسنیو هم ګڼو کارنو ځینې وېډیوګانې خپرې کړې دي، چې وايي د تازه نښتې دي او د پاکستاني پوځيانو مړي پکې لیدل کېږي.
د طالبانو د حکومت ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند نذیر شکیب ملي راډیو تلویزیون ته ویلي چې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د فرضي کرښې پر اوږدو د افغان ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته د پاکستاني سرتېرو څو مړي لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.
پر خواله رسنیو او د طالبانو اړوندو خبري رسنیو کې د طالبانو د یوه قومندان غږیز پیغام خپور شوی، چې ظاهرا له پاکستاني لوري سره غږېږي او ورته وايي تر هغه یې خپل مړي او ټپیان نه شي راغونډولی چې د طالبانو مشرتابه اجازه نه ويورکړې
دغه طالب قومندان پاکستانی لوری په خیانت او اوربند ماتولو تورنوي.
د پاکستاني پوځ غبرګون او ادعا
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، تېره شپه افغان طالبانو د بلوچستان سپین بولدک په څلورو ځایونو کې بزدلانه بریدونه وکړل، چې په وینا یې د پاکستاني ځواکونو لخوا په اغېزناک ډول شا ته وتمبول شول.
پوځ د اکتوبر پر ۱۵مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، له بده مرغه "بریدونه د سیمې په وېشل شویو کلیو هم شوي چې عامو خلکو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. افغان طالبانو هم د خپل اړخ هغه د پاکستان-افغان د ملګرتیا دروازه ویجاړه کړې چې په ښکاره ډول د وېشلو قبایلو د متقابلې سوداګرۍ او اسانتیاوو په اړه د هغوی د ذهنیت څرګندونه کوي".
د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې د بریدونو پرمهال شاوخوا ۱۵–۲۰ افغان طالبان وژل شوي او ګڼ کسان ټپیان شوي دي. وضعیت لا هم په پرمختګ کې دی.
د پاکستان پوځ پر هغو راپورونو وېره ښودلې چې وايي د "فتنه الخوارج" او افغان طالبانو د چمتووالي مرکزونو کې نور ځواکونه راټولېږي.
پوځ مني چې طالبانو کورمه کې پر پاکستاني سرحدي پوستو بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي، اته پوستې چې پکې شپږ ټانکونه وو ویجاړې شوې دي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د اټکل له مخې ۲۵–۳۰ افغان طالبان او ورسره مل نور "اورپکي" جنګیالي وژل شوي دي.
خو د پاکستان دا ادعا تر اوسه افغان طالبانو نه ده تایید کړې او نه یې هم پوځ ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړی.

د عکس سرچینه، ذریعہEPA
د سپین بولدک اوسېدونکي صادق د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، جګړه د سهار شاوخوا څلور بجې پیل شوه: "پر کورونو ډزې وشوې، زما د تره زوی پر کور ډزې وشوې، د هغه زوی او مېرمن ووژل شول او څلور ماشومان یې ټپیان شول."
د پژواک خبري اژانس د سپين بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو د امر علي محمد حقمل له خولې وايي، په نښته کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شويو ويډیوګانو کې هم د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
ويل کېږي، خلک د سپين بولدک د وېش له بازار څخه د وتلو په حال کې دي او موټر پلورنکي خپل موټر وباسي.
ځايي رسنيو ته په سپين بولدک کې روغتیايي کارکوونکو د لسګونو کسانو د ټپي کېدو او څو تنو د وژل کېدو ويلي دي.
په ورته وخت کې، د بي بي سي خبریال عزیزالله خان ته د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر کرښه د وروستیو پېښو په تړاو د لویې کرمې د "وليچینه" کلي عنایتخان ویلي د سهشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې ناڅاپه د ډزو او چاودنو غږونه واورېدل شول چې له امله یې په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوه.
د عنایتالله په وینا: "په دې نښته کې د هر ډول وسلو د کارونې غږونه اورېدل کېدل، چې وروسته سیمهییز اوسېدونکي خپلو کورونو ته ننوتل، خو تر اوسه پورې د ملکي خلکو د زیان راپور نهدی ترلاسه شوی."
عنایتخان بي بي سي ته دا هم ویلي چې د ډزو او چاودنو دا لړۍ شاوخوا دوه ساعته روانه وه او وروسته چوپتیا خپره شوه، خو د شپې ناوخته بیا هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
ولې تاوتريخوالی زیات شوی؟

د عکس سرچینه، EPA
د دواړو هېوادونو تر منځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زیات شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې پاکستان یې "هوايي حریم نقض" کړی او د دې تر څنګ یې د افغانستان پر خاوره هوايي بريدونه کړي دي.
وروسته بيا د تېرې شنبې ماخوستن (۱۱ اکټوبر) د طالبانو حکومت د دفاع وزارت له خوا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو د "افغانستان د هوایي حریم د نقضولو" په ځواب کې "غچ اخيستونکي" بريدونه وشول چې په ځواب کې یې پاکستاني لوري د دوی په ټکو د افغان طالبانو پر پوستو بريدونه وکړل.
د دغو بريدونو په سبا د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته وويل چې پاکستاني اړخ ته تر '۲۵' پورې پوستې یې نیولې وې، خو د اقداماتو له درېدو سره یې بېرته پرېښودې.
نوموړي ادعا وکړه چې د دوی معلومات ښيي چې په نښتو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
هغه خپل اړخ ته هم د ۹ کسانو د وژل کېدو او ۱۸ نورو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
بل پلو د پاکستان پوځ د اطلاعاتو او عامه اړیکو دفتر له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د "۲۳ "پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او د "۲۹ " نورو ټپي کېدو پخلی شوی و.
دوی ادعا کړې وه چې د "باوري استخباراتي اټکلونو او د زیانونو د ارزونو" له مخې افغان لوري ته هم له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
اسلام اباد تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوی مخالفو ډلو ته ځای او پناه ورکړې او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه کېږي. خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې په بار بار رد کړې او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
وروستیو پېښو ته د اشرف غني غبرګون او وړاندیز

د عکس سرچینه، Getty Images
د سې شنبې په ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله اېکس پاڼه یوه مطلب کې د افغانستان او پاکستان تېر تاریخ ته په اشاره لیکلي، چې "د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس، لکه د تل غوندې د کلکو ملي احساساتو په ښودلو ځواب ووایه او د خپلو ملي ګټو د خوندیتابه ژمنه یې بیا تازه کړه".
ښاغلي غني لیکلي، " زموږ ګران هېواد افغانستان به په راتلونکو لږ تر لږه ۲۲ کلونو کې د خپل معاصر دولت د بنسټ درې سوه کلنه کلیزه ولمانځي او پاکستان به د خپل تاسیس سلمه کلیزه لمانځي. په دې تړاو اوس اساسي پوښتنه دا ده چې په ۲۰۴۷ زېږدیز کال کې به د افغانستان او پاکستان اړیکې څنګه وي؟ ایا د تېرې نیمې پېړۍ کړاوونه به همداسې دوام وکړي، که به د ۲۱مې پېړۍ د اړتیاوو او امکاناتو په پام کې نیولو سره د ګډو همکاریو لاره ومومو؟".
محمد اشرف غني د ډیورنډ کرښه تر پاکستان ډېره مشره او د بریتانیا میراث بللی دی، خو پر دې کرښې دواړو غاړو ته پرتو پرګنو ته یې ځینې پیغامونه خپاره کړي:
"د ډيورنډ کرښه تر پاکستان ډېره مشره، پخوانۍ او د برتانوي استعمار میراث ده. ما ددغه استعماري میراث د بېلابېلو اړخونو په اړه برتانوي اسناد پراخ څېړلي چې په راتلونکو پودکاستونو کې یې وار په وار له خپل ولس سره شریکوم. خو سملاسي باید د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته درې ټکي روښانه وي:
لومړی - د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ولسونو سره د افغانانو اړیکي ژور دي او احساسات، غم، ښادۍ، ثبات، وده او سوله یېنه بېلېدونکي او سره پېیلې ده.
دویم- له ۵۰ کلو راهیسې پخپله پاکستانیو چارواکو ډيورنډ کرښه نقض کړې او هغې ته یې د خپل میراثي دریځ خلاف د رسمي سرحد په سترګه نه دي کتلي او پرله پسې یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهلی دی. لکه څنګه چې لمر په دوو ګوتو نه پتېږي، همداسې له دوی سره په دې بهیر کې زموږ د ځينو کړیو اړیکي هم د پټېدو نه دي.
درېیم - ډیورنډ کرښه د نولسمې پېړۍ په استعماري لید کې وکښل شوه، خو اوس ورته افغانستان او پاکستان دواړه باید د یوویشتمې پېړۍ منطقي لاره ومومي. دلته دا هم باید روښانه وي چې د دې غوټې پرانیستل د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ولسونو د آزادې جرګې له پرېکړې پرته ممکن نه دي".
ښاغلي غني ویلي، د وژلو ګواښ او ویجاړي د قدرت نښه نه، بلکې د تدبیر د نشتوالي نښه ده چې په خبره یې افغانستان او پاکستان دواړه له جدي ستونزو سره مخامخ دي او هېڅ یو بل اجباري کار ته نه شي اړایستلی، هر ډول تاوتریخوالی په لومړي ګام کې دواړو غاړو ته پراته وګړي کړوي.
هغه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تلپاتې سولې او د یوه مقتدر دولت د راتلو غوښتنه کړې.











