ولې یو ناڅاپه بریتانیا کې ملي بیرغونه پورته کېږي؟

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, فیبي هاپسون اړ اندرو وېب
- دنده, بي بي سي
په وروستیو اونیو کې، د بریتانیا په لویو او کوچنیو ښارونو او کلیو کې ګڼ شمېر بیرغونه پورته شوي دي. خو دلیل یې څه دی؟
هغو ډلو چې بیرغونه یې پورته کړي بي بي سي ته ویلي، موخه یې ملي ویاړ او وطن پالنه ده.
خو نور بیا پر دې باور دي چې په داسې وخت کې چې د کډوالۍ موضوع او په ځانګړي ډول د کډوالو په اړه د اندېښنو کچه لوړه شوې کېدی شي دې ته د پارونې په سترګه وکتل شي.
خو کوم ډول بیرغونه پورته شوي دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانیا له څلورو هېوادونو جوړه شوې: انګلنډ، سکاټلنډ، شمالي ایرلنډ او وېلز.
په دې وروستیو اوونیو کې، دوه مهم بیرغونه پورته شوي دي:
- د بریتانیا بیرغ، چې په سپین رنګ د سور صلیب نښه لري او د "سېنټ جورج صلیب" په نوم پېژندل کېږي.
- د اتحادیې بیرغ یا "یونین جک" چې د ټولې بریتانیا د بیرغ په نامه پېژندل کېږي او د څلورو هېوادونو د بیرغونو ترکیب دی چې سور، سپین او اسماني رنګونونه لري.
په وروستیو اوونیو کې په ټوله بریتانیا کې د څراغونو پر ستنو، انګړونو، باغونو او پلونو کې بیرغونه پورته شوي دي.
خو کیسه له کومه ځایه پیل شوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په جولای میاشت کې، د اروپا اتلولۍ سیالیو پر وخت د ښځو د ملي فوټبال لوبډلې د ملاتړ لپاره په ټوله بریتانیا کې د سېنټ جورج صلیب لرونکي بیرغونه پورته شوي وو.
د بریتانیا د ښځو لوبډلې بیا ټورنمنټ وګاټه او د بریا پرېډ یې بیا لندن کې ترسره کړ.
د سېنټ جورج صلیب لرونکو بیرغونو د بریا د جشن لاره پوښلې وه.

د عکس سرچینه، PA Media
څو اوونۍ وروسته، د مرکزي بریتانیا په برمنګهم ښار کې د څو سړکونو په اوږدو کې د څراغونو پر ستنو د سېنټ جورج صلیب لرونکي او د یونین جک بیرغونه ځړول شوي وو.
د استوګنې کوڅو او د کلیو لارو او سړکونو په اوږدو کې د بیرغونو ځړېدنې په ټولنیزو رسنیو کې له تود هرکلي سره مخ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د "ویلي جنګیالیو" په نوم یوې ډلې چې د برمنګهم د ویلي کسل په نامه سیمې له نومه یې الهام اخیستی و د دې د پروژې مسولیت پر غاړه واخیست.
دا ډله ځان "د ویاړلې بریتانیا د نارینه وو د یوې داسې ډله په توګه خلکو ته ورپېژني چې غواړي وښيي دوی د برمنګهم او ټول هېواد پر تاریخ، ازادیو او لاسته راوړنو څومره ویاړي."
له هغه وروسته بیا نورو هم د برمنګهم له دې ګامه الهام واخیست اوورسره په ټول هېواد کې د څراغونو پر ستنو بیرغونه را ښکاره شول.
نو ولې لانجې رابرسېره شوې؟

د عکس سرچینه، Reuters
دا بیرغونه داسې مهال پورته شوي چې د کډوالۍ موضوع پر سر اندېښنې زیاتې شوې دي.
تېره میاشت، د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د هوټلونو د کارولو په اړه د دواړو خواوو لخوا یو لړ لاریونونه وشول.
د بریتانیا په جنوب ختیځ کې د اېپېنګ سیمه ییزو چارواکو په محکمه کې له یوه هوټله د کډوالو د اېستلو قضیه وګټله. خو دا پرېکړه بیا د بریتانیا د حکومت له بریالیتوب سره په استینافي محکمه کې لغوه شوه.

د عکس سرچینه، Jordan Pettitt / PA Wire
له کلونو راهیسې دواړه بیرغونه د سخت دریځو ښي اړخو سیاسي غورځنګونو د نښوپه توګه کارول کېږي. د برمنګهم ځینې اوسېدونکي اوس د ویلي جنګیالیو ډلې د ملاتړو د موخو په اړه اندېښمن دي.
ځینو خلکو په ټولنیزو رسنیو او راډیويي خپرونو کې ویلي چې بیرغونه د دې لامل شوي چې دوی اوس داسې احساسوي چې په بریتانیا کې ځای نلري.
د بریتانیا په شمال لویدیځ ښار لیورپول کې پر یو اسلامي مرکز د یونین جک بیرغ ځړول شوی و.
دې اسلامي مرکز پرېکړه وکړه چې بیرغ له کړکۍ بهر وځړوي، او ویې ویل دا کار د دې لپاره کوي چې وښيي پر خپلو غړو ویاړي چې بریتانویان شوي دي.

د ویرال مذهب له مرکزه د ابراهیم سید په نوم یو کس بیا بيبيسي ته وویل چې د جومات مخې ته بیرغ "د سپکاوي په موخه" ځړول شوی و.
خو هغه وویل د دې پر ځای چې لیرې شي او ایسته وغورځول شي د مرکز مسولانو احساس وکړ چې دا یې له دې هېواد سره د خپلې وفادارۍ ښودلو لپاره یوه ښه موکه ده.

بیرغپوه مالکوم فارو وویل، دلته ځینې خلک ملي بیرغونه له ښي اړخو ډلو سره تړي او دا ځکه چې بریتانیا داسې هېواد نه دی چې په عام ډول دې ډېر بیرغونه په کې وځړول شي.
هغه بيبيسي ته وویل، همدا د دې لامل شوی چې "له سیمې بهر توند لاري" دا بیرغونه د خپلو موخو د نښو په توګه وکاروي.
د بریتانیا بیرغ بڼه له کومه ځایه سرچینه اخلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د سېنټ جورج صلیب بیرغ یو پېچلی تاریخ لري.
کله چې اروپایي واکمنانو عیسویت مذهب غوره کړ، دوی د صلیب نښه د مذهبي نښې په توګه غوره کړه.
ګڼ شمېر تاریخ پوهان پر دې باور دي چې انګرېزانو په لومړي ځل په منځنۍ پېړیو کې هغه مهال چې صلیبي جګړو کې یې برخه اخیستې وه په خپلو بیرغونو او نظامي جامو کې یې پر سپین رنګ د سور رنګ لرونکي صلیب نښه کارولې وه.
صلیبي جګړې د لویدیځې اروپا د عیسویانو د پوځي یرغل یوه داسې لړۍ وه چې په یوولسمه پېړۍ کې د دې لپاره پیل شوې وه چې له مسلمانو واکمنانو "سپېڅلې ځمکې" ازادې کړي.
هغوی په ځانګړي ډول غوښتل چې د بیت المقدس او شاوخوا سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه اړخیز لاریونونه
د شنبې په ورځ، د کډوالۍ ضد نږدې ۵۰ لاریون کوونکو چې د انګلنډ او بریتانیا بیرغونه یې لېږدول د بریتانیا د سویل لویدیز ښار برسټل مرکز کې لاریون وکړ.

خو د مخالفینو له لا لوی لاریون سره مخ شول.

د عکس سرچینه، Tamzyn Long
په برسټل کې د توکم پالنې او نابرابرۍ په وړاندې دریځ خیریه بنسټ ویاند وویل، که څه هم ټول بیرغونه د "توکمیز جلاوالي په موخه" نه دي پورته شوي خو "دا د دې لامل کېږی چې لږکۍ ډلې د ناامنۍ احساس وکړي".

نه یوازې بیرغونه
پر لارو او کوڅو کې هم د سېنټ جورج صلیب بیرغونه نقاشي شوي دي.

یوې ښځې چې د برمنګهم د کېنګز هیث په نوم یو نقاشي شوي واټ ته څېرمه کې ژوند کوي بيبيسي ته وویل، دا "ښکاره ورانکاري او بې معنی کار" و.
یو سړی چې همدې سیمې ته نږدې ژوند کوي وايي، دا "وطنپالنه نه وه، دا یوازې د بهرنیانو د ځپلو لپاره یوه بانه وه".

د عکس سرچینه، Reuters
ځایی چارواکو ویلي، چې دوی د بیرغ پورته کولو د حق ملاتړ کوي، خو پر بنسټیزو ودانیو په رنګونو نقاشي شوي صلیبونه او هغه بیرغونه چې لارو او سړکونو ته نږدې ځړول شوي به د امنیتي دلایلو لپاره لیرې شي.
په داسې حال کې چې څو اوونۍ مخکې د فوټبال مینه والو د بریتانیا د ښځینه و ملي لوبډلې د خوښۍ لپاره د سېنټ جورج صلیب وښود، اوس د انګلنډ او بریتانیا د ملي بیرغونو پورته کول یوه بله معنی لري

د عکس سرچینه، PA Media











