افغانستان ته د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز: ځای به یې کوم هېوادونه ډکوي؟

- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي
د کوم هېواد دوا ده؟ دا په افغانستان کې له درملتونه د نسخه په لاس ناروغانو له مهمو پوښتنو ده او بې ځایه هم نه ښکاري، ځکه له کلونو راهیسې په افغانستان کې خلک د دارو درملو د تولیدوونکي هېواد له مخې قضاوت کوي چې دوا یې ښه ده او که نه.
د افغانستان دارو درملو په بازارونو کې بدلون وروسته له هغه پلی کېږي چې د پاکستانۍ دوا پر صادراتو د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا د بندیز درې میاشتني ضرب الاجل ته دوه میاشتې پاتې دي. څلور اوونۍ وړاندې ښاغلي برادر په خپلې وینا کې له سوداګرو او خلکو وغوښتل چې د پاکستانیو درملو پرځای دې د نورو هېوادونو دارو درمل وارد کړي.
تر دې مخکې د افغانستان د درملو څه نا څه له درېیو دوه برخې له پاکستانه راوړل کېدل. د لارو له تړل کېدو سره، د کابل په ځینو بازارونو کې یو شمېر خلکو بي بي سي ته د درملو له کمښته شکایت کړی او ادعا کوي چې د ځینو مهمو درملو بیې لوړې شوې دي چې په وزلۍ کې یې پېرودل پر دوی اقتصادي فشار راوړي.
د افغانستان د دوا په مارکېټ کې د ګاونډیو هېوادونو او په خپله د افغانستان تولید شوې دوا شته، خو د چارواکو په وینا د مارکېټ تر ۷۰ سلنې ډېره دوا پاکستانۍ ده.
سره له دې چې د بې کیفیت والي تور هم پرې شته، خو ځینې خلک یې بیه او اغېز ښه بولي.
له لسیزو راهیسې له پاکستانۍ دوا سره د ګڼو افغانانو بلدتیا هم یو لامل دی.
نصرالله خالد د کابل پروان هوټل سیمه کې چې د دارو درملو پلور مرکز بلل کېږي، د خپلې مور د نسخې دوا اخیستې وه. ده چې له دوا ډکه کڅوړه یې په لاس کې وه بيبيسي ته وویل "دا د زړه دوا ده او خپلې مور ته مې اخیستې ده. موږ په پاکستان کې له دوا سره بلد و."
د دوا بیه لوړه شوې ده؟

ښاغلي خالد وویل چې درې میاشتې مخکې یې د خپلې مور نسخه "په ۹۰۰ افغانۍ اخیستې وه خو اوس یې په ۱۱۵۰ اخیستې ده." پر ده سربېره نورو کسانو هم ورته شکایت درلود.
خو د درملو او طبي تجهیزاتو توریدي ټولنې مرستیال مشر محمد یعقوب منګل وايي، د دواو نرخونه لا وړاندې پورته شوي ول چې لاملونه یې د اسعارو بیې او په نورو برخو کې سوداګریزې ستونزې وې.
بل لور ته د درملو په برخه کې چارواکي وايي، ځینې درملتونونه په خپل سر دواګانې ګرانې پلوري او داسې شوي چې د یوه درملتون یا روغتون او د بل ترمنځ په بیوو کې کله نا کله دوه برابره توپیر وي.
د دوا ځینې کاروباریان وايي، پر پاکستانۍ دوا له بندیز سره سره، سملاسي دوی له کومې جدي ستونزې سره مخ نه دي.
په کابل کې د درملتون یو کارکوونکی احمد فردوس وايي، "په بازار کې د هغو شرکتونو په ګودامونو کې چې وار له مخه یې د پاکستاني شرکتونو رسمي نماینده ګۍ درلودې، دواګانې وې او تر اوسه پورې له هغه جدي خطر سره چې باید مخامخ شوي وای نه یو مخ شوي."
د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي نژدې دوه اوونۍ وړاندۍ خبرداری ورکړی و چې درمل پلورونکي دې بیې نه لوړوي.
نوموړي دا هم ویلي و، سره له دې چې له پاکستانه د درملو راوړل بند شوي، خو ټینګار کوي چې افغانستان د دواګانو له کمښت سره مخ نه دي.
په کابل کې څو درمل پلورونکو بيبيسي ته ویلي، چې د طالبانو چارواکي په ښار کې د بیو کنټرول لپاره په درملتونونو ګرځي او آن یو شمېر هغه درملتونونه یې تړلي هم چې بیې لوړې کړې وې.
د پاکستاني درملو بدیل له کومو هېوادونو راځي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي وروسته له دې به د پاکستانۍ دوا ځای چینايۍ، هندۍ، بنګالۍ، ایرانۍ او په خپله د افغانستان تولید شوې دوا نیسي.
دوی زیاتوي، پر بدیلو سوداګریزو لارو کار کوي او هند چمتو دی چې افغانستان ته درمل صادر کړي او په ګډه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هممهاله، سوداګر وايي چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره د بشپړ میکانیزم رامینځته کول په لنډ وخت کې عملي نه ښکاري.
د افغانستان د درملو او طبي تجهیزاتو توریدي اتحادیه وايي هڅه کوي له ایران، چین، بنګله دیش، هند، ازبکستان، ترکیې او لویدیځې اروپا څخه درمل وارد کړي او د کورني تولید ظرفیت لوړ کړي.
خو دمګړۍ، دا چې د نورو هېوادونو دارو درمل هم د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي او همدا اوس هم بار کانټینرونه بند پاتې دي، د ښاغلي منګل په وینا لویه ستونزه ده.
دی وايي، نه یوازې دا چې په دغو لاریو کې د چین، ترکیې او بنګله دېش په څېر هېوادونو څخه راوړل شوې دواګانې ایسارې پاتې دي، هغه مواد هم په کې شته چې دلته ترې بېلابېلې دواګانې جوړېږي.
اندېښنې او غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینې دوا پلورونکي وايي په داسې حال کې چې د پاکستان په څېر په آسانه نورو هېوادونو ته سفر نه شي کولی، پیسې یې پر پاکستانیو دواګانو بندې دي، او پر بدېلو لارو کار روان دی، له پاکستان سره ژر پرېکون ته اندېښمن دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د داسې وضعیت دوام قاچاق او د ټیټ کیفیت لرونکو درملو ننوتلو ته زمینه برابروي، هغه ستونزه چې پخوا هم وه.
دوا پلورونکي له حکومته غواړي چې پر بدېلو لارو، نورو هېوادونو ته د افغان سوداګرو د ویزې او سفر د آسانتیا هڅې او د دوا د تولید له شرکتونو سره خبرې اترې ګړندۍ کړي.
په کابل کې یوه درمل پېرېدونکي سیف الاسلام له بيبيسي سره خبرو کې، ټول وضعیت ته په اشاره له حکومته وغوښتل چې پر بیو څار وساتي، ځکه د ده په وینا بې وزلي خلک او ناروغان اغېزمن کېږي.
ځینې ادعاوې شته چې وایي د دارو درملو یو شمېر کاروباریان د دې لپاره چې ډېره ګټه وکړي ارزانه او کم اغېزه دوا واردوي او حکومت باید دې ته لا نور هم جدي پام واړوي.
درملتونوال بیا وايي په خپله د افغانستان د دواګانو په ګډون، د نورو هېوادونو باکیفیته دواوې هم له دوی سره شته، خو دا چې د ځینو له کیفیت سره، قیمت یې هم لوړ وي، خلک یې د پېرېدلو توان نه لري.
بدیل دارو درمل، بدېلې لارې، د ډاکتر په قلم د بدیلې دوا لیکل او له بدیل تابلیت او شربت سره د ناروغ بلدېدل، ښايي لږ وخت ونیسي، خو د هغه بهیر پیل دی چې ورته ژمنتیا ښودل شوې.








