د پاکستاني سندرغاړي له کوره د غوړیو ټیمانو کې ساتل شوې ۷۰ لکه روپۍ غلا شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ تاسې ډېر په خپلو کورونو کې نغدې پیسې او ګاڼې د دې لپاره بېلابېلو ځایونو کې پټې ږدو، چې ترې غلا نه شي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه پېژندل شوي سندرغاړي هم دا کار کړی، خو غلو بیا هم ترې پیسې وړې دي او د هغه خوندي زېرمه یې په نښه کړې.
سندي سندرغاړي او د پاکستان دولتي ټلویزیون (پيټيوي) پخواني پروډیوسر بېدل مسرور پیسې د غوړیو په ټیمونو کې ایښې وې، خو بیا یې هم له غلو ونه شوې ساتلی.
هغه بيبيسي ته ویلي، "غلو ته مالومه وه چې پیسې د غوړیو په کومو ډبیو کې ایښې، ځکه یې هماغه ټیمونه کتلي او ۷۰ لکه روپۍ پټې کړې دي."
مسرور د کراچۍ په سچل ګوټ سیمه کې اوسي او په تېرو دوه ورځو کې یې سر پر سر دوه ځله له کوره غلا شوې.
دی وايي لومړی یې د ۳۰ لکو بیا د ۴۰ لکو ډبی وړی دی.
د نوموړي په وینا، مېرمنه یې ناروغه وه، ده یې درملنې لپاره خپل یو کور وپلوره او پیسې یې د غوړیو ټیمونو کې راوړې وې.
ده فکر کاوه چې په دې توګه به د پیسو لېږد خوندي وي او د چا به نه ورپام کېږي.
د بېدل په وینا کور کې یې څلور خونې دي، دی چې په کومه کې اوسي د سړک خوا ته ودانه ده او غل د ده په وینا له همدې لارې ورننوتی دی.
نوموړی وايي دا چې په دویمه خونه کې یې د ښځې د روغتیا دعا لپاره د قرانکریم تلاوت جاري و، نو څه غږ یې نه و اورېدلی.
ښاغلي مسرور وویل، "هنري ټولنه کې د ډرامو په روانه مېله کې زما د لور ډرامه وړاندې کېدله. دا ډرامه ما لیکلې وه، نو لیدلو لپاره یې ماښام هلته ولاړم. د شپې چې راوګرځېدم سامان ګډوډ پروت او هغه ډبی بېدرکه وه چې ۳۰ لکه روپۍ په کې وې."
دی زیاتوي چې پر سبا یې د غلا د اېفایار ثبتولو لپاره د پولیسو حوزې ته ولاړ خو چې له تاڼې راستون شو نو ویې لیدل "دویمه ډبه هم چې ۴۰ لکه روپۍ په کې وې، نشته دی."

د عکس سرچینه، Baidal Masroor
ښاغلي بېدل د سچل سیمې د پولیسو حوزه کې په لومړي ثبت کړي اېفایار کې ویلي، د نومبر ۱۲مه شپږ بجې یې د کوټې ور بند کړی او تلی و او دا چې له راګرځېدو سره د ور له پرانیستلو وروسته ورمالومه شوه چې ۳۰ لکه روپۍ ترې ناپېژانده غله وړي دي.
پولیس شکمن دي چې په دې غلا کې د ښاغلي مسرور کوم نږدې او داسې کس ښکېل دی، چې دی پېژني.
د ځايي پولیسو ډياېساپي صادق اوډهو وايي، غل د کور د شا له دروازې ورننوتی او یوازې هغه ډبی یې وړی چې پیسې په کې وې.
دی زیاتوي چې ځینې شواهد موندل شوي او تمه ده چې غل به ژر ونیول شي.
د یادونې ده چې تر دې پېښې وروسته د سند د ثقافت ایالتي وزیر سید دولفقار علي شاه هم بېدل سره خبرې کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
بېدل مسرور څوک دی؟

د عکس سرچینه، Baidal Masroor
بېدل مسرور په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان له تلویزیون (پيټيوي) تقاعد واخیست. نوموړی څه موده د دغه تلویزیون د پروګرامونو مدیر هم تېر شوی.
ده به په سندي، اردو او براهوي ژبو پروګرامونه وړاندې کول او د موسیقۍ خپرونو او ډرامو له کبله یې څلور د سرو زورو مېډالونه او د پيټيوي درې ایوارډونه هم ترلاسه کړي.
ښاغلی مسرور د پاکستان سند ایالت کې د "سند وایسز" په نوم د موسیقۍ د لومړني بانډ بنسټګر و او پر دې سربېره یې شاوخوا لس کتابونه هم لیکلي.
د سندۍ ژبې ټولنې مشر اسحاق سمیجو وايي، بېدل مسرور انقلابي او ناخوالو کې د ایسار پاړکي سندرغاړی دی چې د جنرال ضیا الحق د واکمنۍ پر مهال یې د شیخ ایاز، فیض او نورو ترقي پالو شاعرانو باغي شاعرۍ ته د نوې موسیقۍ جامه اغوسته.








