پاکستان کې د سترګو نوې ناروغي؛ پنجاب کې یې د مخنیوي په موخه ښوونیز مرکزونه رخصت شوي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سترګو نوې (سرو سترګو) ناروغۍ له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او ادارې تر څلورو ورځو پورې رخصت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب له بېلابېلو ښارونو او سیمو د سترګې ناروغۍ پېښې مخ په ډېریدو دي.

د پنجاب د ښوونې او روزنې ادارې لخوا په خپاره شوې یوه بیان کې راغلي 'په پنجاب کې د سترګو ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه په ټول ایالت کې د ښونیزو مرکزو د تړل کېدو پرېکړه شوې چې سر له سبا پلي کیږي."په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په همدې ورځو کې د میلاد النبي رخصتي تر څنګ د شنبې او یکشنبې ورځې رخصتۍ هم راځي چې د وبا له مخنیوي سره به مرسته وکړي.

د حکومت لخوا په اعلان شوې پرېکړه کې ویل شوي 'د څلورو ورځو له رخصتیو وروسته به د راتلونکي دوشنبې په ورځ ټولې ادارې بېرته پرانېستل شي."

دا څنګه ناروغي ده او څنګه ترې ځان ساتلی شئ؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښوونیز مرکزونه او ادارې تر څلورو ورځو پورې رخصت شوي دي

د پنجاب د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې دا د درملنې وړ ناروغي ده او د ځينې ساده تدبیرونو له کبله یې د خپرېدو مخنیوی کیدی شي.

د ډاکټرانو په وینا په دې ناروغۍ د اخته کسانو په سترګو کې سوروالی، خارښ، سوځیدا پیدا کیږي او سترګې اوښلنې کیږي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که تاسې د سترګې ناروغي ولری له موښلو یې ځان وساتی او څومره ژر چې ممکنه وي ډاکټر ته لاړ شی.

پنجاب کې د دې ناروغۍ له ډېرې خپرېدو سره د پاکستان حکومت د عامه پوهاوي لړۍ هم پیل کړي او له خلکو یې غوښتي چې لاندې سپارښتنې عملي کړي.

د اوښلنو سترګو ناروغان دې لمر ته نه ګرځي.

که په کور کې څوک د سترګو په ناروغۍ اخته وي د هغه رومال، کالیو او دست پاک ته مه ور نږدې کیږئ، او هغه جلا ایږدی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ناروغ له خوا کارول شوي یا سترګې ته نږدې شوي ټوکر یا کاغذ په خاورو کې خښ کړی.

د سترګو ناروغان دې ښونځي، بازار یا د ګڼې ګوڼې هر بل ځای ته له تګه ځان وساتي او خپلې درملنې ته دې پام وکړي.

له ډاکټر سره په مشورې د سترګې درمل او قطرې وکاروی.

د سترګو له موښلو او سولولو دې ډډه وشي او له سترګو سره د لاس له لږیدو سملاسي وروسته دې لاسونه په صابون ومینځل شي.

که بیرون وتل ډېر اړین و نو هرومرو عینکې په سترګې کړی او له لمر څخه ځانونه ساتی.

خپله شاوخوا ساتل او له مچانو مخنیوی هم د سترګو ناروغي له کنترول سره مرسته کولی شي.

په سپارښتنو کې له خلکو د پاک اوسیدو، خپل هستوګنځي پاک ساتلو، او د امکان په صورت کې هره ورځ لامبلو غوښتنه هم شوې ده.

د روغتیا ادارو او ډاکټرانو ویلي د یادو سپارښتنو په پام کې نیولو سره ناروغ له اتو تر لسو ورځو رغیږي.