لندن کې یوې ۸۸ کلنې ښځې د نوي سیستم په مټ هر څه بیا ولېدل

د سترګو لېد

د عکس سرچینه، MOORFIELDS EYE HOSPITAL

د لندن په یوه روغتونو کې د بې ساري جراحي عملیاتو په پایله کې د یوې ۸۸ کلنې مېرمنې د سترګو لېد ښه شوی دی.

د هغې په سترګه کې یو وړوکی چېپ چې اندازه یې دوه ملي متره ده ځای پر ځای شوی او د همدې چېپ په مرسته اوس د هغې د سترګو لېد تر پخوا ډېر ښه شوی دی.

د سترګو دغه جراحي چې د لندن په مورفیلډ روغتون کې شوې ډاکټرانو په کې د ۸۸ کلنې میرمنې د سترګو د هګۍ ترشاه چېپ ځای پرځای کړی چې بیا یې له ځانګړو عینکو سره چې په کمربند کې د کوچیني کمپوټر سره وصل دی نښولی دی.

دې سیستم د نژدې ړندې میرمنې د سترګو لېد بېرته تر یوه حده ښه کړی او اوس یې په مرسته کولای شي چې هر څه ویني.

له جراحي عملیاتو وروسته دغې میرمنې وویل ډېره ویاړي چې د لومړي انسان په توګه له دغې تجربې تېرېږي او نورو هغو کسانو ته چې د سترګو لېد یې په سمه توګه کار نه کوي د عملیاتو لاره پرانیزي.

د دغې میرمنې د سترګو لېد د زاړه عمر له امله د سترګو ناروغۍ ای ایم ډي له امله خراب شوی و.

ډېر ځله یو شمېر کسان په زاړه عمر کې یا په بله اصطلاح هغه مهال پر ای ایم ډي ناروغۍ اخته کېږي چې عمرونه یې له پنځوسو کالو نه پورته شي.

په دې ناروغۍ کې د سترګو لېد کمېږي او یا هم پر سترګو توره پرده غوړېږي.

دغه ناروغي چې اوس مهال د پرمختګ په حال کې ده درملنه نه لري او د هغو کسانو چې عمرونه یې له ۸۰ کالو نه پورته دي ۱۲ سلنه یې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

ډاکټران وايي هغه کسان چې د سترګو شبکیه یې له دغه سیستم سره نښلول کېږي وکولای شي چې شیان ویني.

لندن، روغتون

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، په لندن کې د مورفیلډ روغتون چې د سترګو دغه کمساري جراحي عملیات په کې شوي دي.

دغه نوی سیستم د مصنوعي ذکاوت په مرسته کار کوي او ځانګړو عینکو ته هدایت ورکوي چې پر څه تمرکز وکړي.

عینکي بیا تصویر د یوې څپې په بڼه د سترګو له منځ او ایښول شوي چېپ نه تېروي او بیا دغه څپه په یوې اشارې بدلېږي او د سترګو شبکيې ته ځان رسوي او کار ورکوي.