سګرټ څکول 'سترګې او سږي' خرابوي

د عکس سرچینه، Getty Images
متخصصینو خبرداری ورکړی چې په برتانیا کې په میلیونونو کسان د سګرټو په څکولو د خپلو سترګو لید په خطر کې اچوي.
د سترګو د متخصصینو یوه ټولنه وايي، سره له دې چې د سګرټ څکولو او ړندېدو ترمنځ نېغه اړیکه شته، په پنځو کسانو کې یوازې یو یې مني چې سګرټ څکول دې ړندولی شي.
څېړونکې ادارې وايي د هغو پرتله چې سګرټ نه څکوي د سګرټیانو د ړندېدو شونتیا دوه برابره ده.
ځکه چې د تنباکو لوګی د ډېرو ستونزو د پیدا کېدو او د ځینو د لا بدتر کولو لامل ګرځي.
سګرټ څکول مو سترګو ته څنګه تاوان رسوي
د سګرټو لوګی زهري کیمیاوي مواد لري چې سترګې زیانمنوي.
د بېلګې په ډول، درنې وسپنې لکه مس په لېسن کې ټولېدای شي. لېنس هغه رڼه برخه ده چې د سترګو د کسو ترشا ده او د رڼا وړانګې تمرکز ته ورجذبوي او د سترګو له کاټارک سره تړلی دی چې ګردجنه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سګرټ څکول له شکرې سره تړلې د لیدو ستونزه نوره هم ډېرولی شي ځکه چې د سترګو ترشا د وینې رګونه زیانمنوي.
د هغو خلکو پرتله چې سګرټ نه څکوي سګرټیانو ته درې برابره ډېر د دې خطر شته چې په سترګو کې یې هغه داغونه پیدا شي چې له لوړ عمر سره تړلي دي. دا داسې ستونزه ده چې د یوه کس مرکزي لید زیانمنوي، په دې معنا چې د یوه شي د جزیاتو د لیدو وړتیا ترې اخلي.
بله یې دا چې د غیرسګرټي خلکو پرتله ۱۶برابره ډېر يې شونتیا شته چې خپل لید یوځلي له لاسه ورکړي، ځکه سترګو ته د وینې د رسېدلو مخه نیول کېږي.
د سترګو متخصصه او سلاکاره عایشه فضلاني وايي "خلک د سګرټو او سرطان ترمنځ په اړیکه پوه شوي، خو ډېر خلک لا خبر نه دي سګرټ څکول یې پر سترګو څه اغېز لري."
د سګرټو له امله مړینې
په ۲۰۱۷ کال کې برتانیا چاپې گارډين ورځپاڼې د سگرټ څکولو زيانونو په تړاو يو مطلب خپور کړ او پکې یې لیکلي ول چې په نړۍ کې د رامنځ ته کېدونکو هرو لسو مړينو يوه د سگرټ څکولو له امله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د يوې څېړنې موندنو ښودلې وه چې د تنباکو کارونې مخنيوي په برخه کې د هېوادونو د شته تگلارو سره سره په ٢٠١٥ م کال کې د نړۍ په کچه يو ميليارډ وگړو سگرټ څکولی وو.
تمه ده چې د نړۍ د وگړو شمېر له ډېرېدو سره د سگرټ څکونکو شمېر هم زيات شي.
څېړنې ویلي ول چې په ٢٠١٥ م کال کې د نژدې شپږنيم ميليون وگړو مړينه له سگرټ څکولو سره تړل شوې وه چې نيمايي دغه کسان په چين، هند، امريکا او روسيه کې ول.








