هرو ۱۰ مړینو کې ۱ د سګرټ څکولو له امله ده

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
گارډين:
بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې د سگرټ څکولو زيانونو په تړاو يو مطلب خپور کړى او وايي په نړۍ کې د رامنځ ته کېدونکو هرو لسو مړينو يوه د سگرټ څکولو له امله ده.
د يوې تازه څېړنې موندنو ښوولې چې د تنباکو کارونې مخنيوي په برخه کې د هېوادونو د شته تگلارو سره سره په ٢٠١٥ م کال کې د نړۍ په کچه يو ميليارډ وگړو سگرټ څکولي.
تمه ده چې د نړۍ د وگړو شمېر له ډېرېدو سره د سگرټ څکونکو شمېر هم زيات شي.
ورځپاڼه وايي په ٢٠١٥ م کال کې د نژدې شپږنيم ميليون وگړو مړينه له سگرټ څکولو سره تړل شوې، چې نيمايي دغه کسان په چين، هند، امريکا او روسيه کې و.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست ورځپاڼه په سوريه کې شوي کيمياوي بريد ته په اشاره وايي د سوريې کړکېچ او د شمالي کوريا قضيه د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ تگلارې لپاره يوه آزموينه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه وايي ولسمشر ټرمپ وړاندې له امريکا لېرې پرتو هېوادونو کې د خلکو کړاوونو په تړاو بې پروايي څرگنده کړې وه. خو نوموړي په سوريه کې وروستۍ بوږنوونکې پېښې ته په طبيعي ډول له کرکې ډک غبرگون ښوولى.
ورځپاڼه زياتوي، خو اوس وليدل شي چې د کيمياوي بريد دا په پېښه به د نوموړي په بهرنۍ تگلاره کې د بدلانه لامل شي او که څنگه.
د واشنگټن پوست په وينا د ولسمشر ټرمپ دا فلسفه چې گواکې د امريکا گټې ورته تر بل هر څه لومړيتوب لري، اوس له اخلاقي ننگونې سره مخامخ ده.
نيويارک ټايمز
نيويارک ټايمز خپله سرليکنه د امريکا او چين د ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او شي جېن پېنگ ترمنځ کېدونکې کتنې ته ځانگړې کړې او وايي دا ولسمشر ټرمپ لپاره تر ټولو مهمه کتنه ده.
د ورځپاڼې په وينا په دغو دوه ورځنيو خبرو اترو کې به جوته شي چې آيا د نه وړاندوينې وړ او تازه کاره ټرمپ او د تجربې خاوند شي جېن پينگ چې تل د يوۀ پلان له مخې کار کوي په دې وتوانېږي چې د نړۍ دغه تر ټولو مهم دوه اړخيزه اړيکي په اغېزمنه توگه اداره کړي؟

د عکس سرچینه، AFP
شمالي کوريا او سوداگرييز مسايل به د دغو خبرو مهمې او ناندرييزې موضوعگانې وي.
ورځپاڼه وايي دا کتنه به همداراز د ولسمشر ټرمپ د زوم "جارېد کوشنر" او د ښاغلي ټرمپ د سلاکارانو لپاره يو لوى آزمېښت وي چې د بهرنۍ تگلارې او حکومتوالۍ په برخه کې تجربه نه لري.








