ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی خو نړۍ کې د نشهیي توکو کاروونکي ډېر شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند او مامون درانی
- دنده, بيبيسي
ملګرو ملتونو په خپل کلني رپوټ کې په نړۍ کې د مخدره موادو پر مخ په ډېرونکې کارونې اندېښنه څرګند کړې.
د دغه سازمان د جرمونو او مخدره توکو ادارې، نن چهارشنبې له نشهيي توکو سره د مبارزې پر ورځ، د مصنوعي نشهيي توکو د ډېرېدو په اړه چې لا ډېر مضر دي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
راپور وايي په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د نشهيي توکو د کاروونکو شمېر ۲۹۲ میلیونو ته لوړ شوی چې د لسو کلونو پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور یوه لویه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې او لیکي، که په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو تولید کې ۹۵ سلنه کمی راغی، خو تر څنګ یې هومره افغان بزګران بې وزله او قاچاقبران شتمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو اړوند څانګې په خپل کلني رپوټ کې د تېر او وړم کال هغه ټولې شمېرې خپرې کړي چې څېړنې کره او پرتله آسانه کوي.
دغه سازمان اندېښنه څرګندوي او وايي په ۲۰۲۲ کال کې د مخدره موادو د مخ په ډېرېدونکو کاروونکو شمېر۲۹۲ میلیون کسانو ته رسېدلی و، چې د تېرو لسو کلونو پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په دوی کې تر ټولو ډېرو چرس کارولي چې نړیوال شمېر یې ۲۲۸ میلیونو ته رسېږي. ورپسې اپویدز دي چې ۶۰ میلیونو، امفیټامینز ۳۰ میلیونو، کوکاین ۲۳ او ایکسټاسي ۲۰ میلیون کسانو کارولي دي.
د نوو مصنوعي نشهيي توکو زیاتولی

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونو له مخدره توکو سره د مبارزې په ورځ ویلي، په نړۍ کې مخدره توکو ته تقاضا اوس هم ډېره لوړه ده، چې د نویو مصنوعي نشهيي توکو د لا ډېر تولید لامل کېږي. هغه توکي چې له کیمیاوي موادو په اسانه جوړېږي، اغېز یې تر هیرویینو ډېر وي خو زیان یې هم څو برابره لوړ دی.
د وروستي اټکل له مخې، که څه هم په ټوله نړۍ کې ۶۴ میلیونه کسان د مخدره توکو کارولو له امله د راټوکېدولو اختلالاتو سره مخ دي، خو په هرو ۱۱ کسانو کې یوازې د یوه تن درملنه کېږي.
ښځې د نارینه وو پرتله درملنې ته لږ لاس رسی لري، یعنې په هرو ۱۸ مېرمنو کې یوازې د یوې مېرمنې او په هرو اوو نارینهو کې د یوه درملنه کېږي.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو اړوند څانګې مشره غزا ولي وايي، "د نشهیي توکو تولید، قاچاق او کارول یې د بې ثباتۍ او نابرابرۍ زیاتولو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې د خلکو روغتیا، خوندیتابه او هوساینې ته بې ساری زیان رسوي."
ملګري ملتونه وایي، په ۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کښت د طالبانو حکومت له بندیز سره د افغانستان د تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت راغلی، چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۹۵ سلنه و. هممهاله یې بیا په میانمار یا برما کې د تولید کچه ۳۶ سلنه لوړه شوې، خو په ټوله کې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د تریاکو تولید ۷۴ سلنه راټیټ شوی دی.
دغه سازمان وايي، په اوږدمهال کې به یې اغېز محسوس شي، لکه د هیرویینو نګه والي، مصنوعي مخدره توکو ته د کاروونکو اوښتلو، یا هم په هغو هېوادونو کې د تقاضا زیاتوالی چې له افغان تریاکو په روغتیايي برخو کې کار اخلي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو او هیرویینو بیې لوړې شوې، د هغو کسانو ګټې یې زیاتې کړې چې د تریاکو زېرمې یې درلودې، په داسې حال کې چې د تریاکو د کروندګرو عاید ۹۲ سلنه راټیټ شوی او په کلیوالو سیمو کې یې ټولنیز اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د جرمونو او مخدره توکو اړوند څانګه وايي همدا اوس هم د تریاکو حاصلاتو اخیستل لا هم روان دي او د ۲۰۲۴ کال د حاصلاتو د اندازې ټولیز اټکل شونی نه دی، خو د سیمو لومړنۍ ارزونې ښيي چې ښايي په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د تریاکو تولید د ۲۰۲۳ کال پرتله یو څه زیات شي او ښايي د ۲۰۲۲ کال کچې ته ونه رسېږي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې افغان بزګرانو ته باید بدیل معیشت او نور کاري فرصتونه برابر شي.
بل لور ته ښایي د مخدره توکو کاروونکي مصنوعي هغو ته مخه کړي او د افغانستان د مخدره توکو اقتصاد ښايي میتامفتامین ته واړوي.
"ګڼ درملل شوي کسان بېرته نشې ته پناه وړي"
په همدې حال کې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نشهيي توکو پر وړاندې د همغږۍ لپاره د نړیوالې مبارزې غږ کړی، ځکه په وینا یې، د نړۍ په لر و بر کې ترې خلک، په تېره ځوانان کړېږي.
ښاغلي ګوتېرېش دا خبره د نشهيي توکو د کارونې او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په تړاو کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د کنټرول ادارې (UNODC) یوې لوړ پوړې چارواکې ګادا والي ویلي "د ناقانونه نشهيي توکو زیانونه هر څوک اغېزمنوي خو هغه کسان چې په کړکېچن حالت کې دي، ډېر زیانمنېږي. "
هغې همداراز ویلي، د نشهيي توکو کارول بدني او رواني روغتیا کمزورې کوي، د روغتیایي پاملرنې سیستمونه تر فشار لاندې راولي او د روغتیايي، چوپړونو د وړاندې کولو بهیر ګډوډوي.
ملګري ملتونه وايي د نشهيي توکو د کارونې او قاچاق ویجاړوونکو پایلو ته په کتو، چې د سازمان شوو جرمونو لامل کېږي په بېلابېلو ټولنو کې پراخې او پېچلې دي. له همدې امله ملګري ملتونه سږکال ټینګار کوي چې حکومتونه باید د خپلو چارو په سر کې د علمي شواهدو پر بنسټ داسې تګلارې غوره کړي چې د نشهیې توکو د کارولو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې یې په نشهیي توکو د روږدو زرګونو کسانو درملنه کړې، خو رپوټونه وايي، ګڼ شمېر دغو کسانو له اړوندو روغتیايي مرکزونو تر وتلو وروسته، بېرته د نشهيي توکو کارولو ته مخه کړې ده.











