افغانستان کې متامفتامین لاهم تولیدېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نشهیي توکو پر کر او تولید له بندیز سره سره د متامفتامین په نامه مخدره توکو تولید لا هم په دغه هېواد کې روان دی.
طالبان وايي په تېر یو کال کې یې د متامفتامین په ګډون نشهیي توکو د پروسس ۱۴۰۰ کارخونې تخریب او ۱۴ زره د نشهیي توکو کاروباریان او قاچاق کوونکي یې عدلي ادارو ته ورپېژندلي دي. خو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې تولید شویو مصنوعي نشهیي توکي لاهم بهر ته قاچاقېږي.
ایران کې د نشهيي توکو د مبارزې مشر څو ورځي وړاندي ویلي وه ، چې د روان کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو قاچاق کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.
ایفډرا (Ephedra) چې په سیمهییزه توګه د اومان یا بندک په نوم پېژندل کیږي، یو بوټی دی چې د افغانستان په مرکزي غرنیو سیمو کې په طبعي ډول وده کوي، چې اوس افغانستان کې په چټکۍ سره د متامفتامین په صنعت کې یو مهم عنصر بدل شوی دی.
نژدې دوه کاله وړاندې د طالبانو له خوا د نشهیي توکو پر کرکېله له بندیز نه وروسته دا ګومان کېده، چې نور به افغانستان په نړۍ کې د نشهیي توکو د سترو تولیدوونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې نه راځي.
خو په نړیوالو بازارونو کې د نشهیي توکو د بیو لوړوالی یوه ډله افغانان د متامفتامین مخ پر ودې صنعت ته مخ کړه، چې د نشهیي توکو تر ټولو مهم ډول بلل کېږي.
"میت"، "کرېسټال" او "ایف" هغه نومونه دي، چې په سیمه ییز توګه متامفتامین ته کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې له اومان یا بندک نه په څه ډول متامفتامین جوړیږي د افغانستان د سوېلي ولایتونو یوه اوسېدونکي یې په اړه راته وویل:
" د ایفیډرین جوړول ډېرو امکاناتو ته اړتیا نه لري، یوازې یوه کوچنۍ ژرنده ، دوه یا درې بېلرونه، تېزاب او اومان چې اکثره یې چاري په کور کې ترسره کېږي. لومړی اومان وچ او بیا ژرنده کېږي او د ۲۴ ساعتونو لپاره په تېزاب کې خیشتېږي. له دې وروسته هغه په همهغه تیزابو کې اېشول کېږي او یو ډول ژېړ ځګ کوي او له هغه نه شیشه یا کرسټال جوړېږي."
دغه کس وایي عام خلک اومان یا بندک له غرونو ټولوي او بیا د نشهیي توکو کاروباریان یې په ټیټه بیه اخلي او ایفیډرین ترې جوړوي.
د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې طالبانو په غور، فراه، نیمروز، روزګان او بامیان ولایتونو کې د ایفدرا د بوټي په راټولولو بندیز ولګاوه خو د طالبانو د حکومت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې راپورونه ښیي، چې یوازې تېرو درو میاشتو کې ۸۴۰۰۰ کیلوګرامه اومان نیول شوي دي.
ددغه ادارې مشر مولوي عبدالحق همکار له بي بي سي سره خبرو کې وویل د افغانستان په غرونو کې په پراخه توګه د اومان (ایفدرا ) شته او په ساده توګه له هغه نه د متامفتامین ترلاسه کول د دوی لپاره ددغه صنعت د مخنیوي چاره پېچلې کړې ده.
"اومان یو طبیعي بوټی دی چې د پاکستان، ایران او تاجکستان په غرونو کې هم موندل کیږي او د تریاکو د هغو کروندو په پرتله چې کرل کیږي او خړوبیږي کنټرول یې ډیر ستونزمن دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی همکار وایي د دوی له ټولو ننګونو سره سره په دې برخه کې سخت تدبیرونه نیولي او نوموړی وايي د دوی شمېري ښیي، چې د اومان او ایفیډرین تولید د تېر کال پرتله اتیا سلنه کم شوی دی.
په بریتانیا کې د السیس په نوم د یوې څېړنیزې ادارې په یوه راپور کې چې د ایفډرا د صنعت په اړه یې لیکلی راغلي، چې ۲۰۲۱ کال د فراه د داود بازار شاوخوا سیمه کې پر ۲۰۰۰ کیلومتر مربع ځمکه د اومان (ایفډرا) د پروسس نژدې ۴۵۰ لابراتورونه تثبیت شوي وو.
د طالبانو حکومت وایي په تېر یوه کال کې یې د نشهیي توکو د تولید ۱۴ سوه فابریکې او لابراتوارونه یې تخریب کړي، چې د تریاکو او اومان د پروسس چاري په کې ترسره کېدې.
خو د طالبانو له دې هڅو سره سره ایران کې د نشهيي توکو د مبارزې مشر ویلي د روان کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو قاچاق کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه څرګندونې ددغه ادارې مشر سکندر مومني په ویانا کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون د لوړ پوړو چارواکو په ۶۷ مه غونډه کې کړي.
مومني په دغه غونډه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د تریاکو د کښت او تولید د کمېدو هرکلی کوي خو وایي ددوی د عملیاتو پایله کې د ترلاسه شوو نشهیي توکو کچه دا ښیي، چې له افغانستان د نشهیي توکو قاچاق کې لږوالی نه دی راغلی.
" د روان لمریز کال لسو میاشتو کې له افغانستانه ایران ته د مصنوعي نشهيي توکو په قاچاق کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی په ځانګړې توګه میټامفټامین او کریستال".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د طالبانو د حکومت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې شمېري ښیي، چې تېرو دریو میاشتو کې نژدې ۳۰۰۰ کېلوګرام میټامفټامین (کریستال) او ددغو توکو ۲۷ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
ددغه ادارې مشر مولوی عبدالحق همکار وایي ښایي ایران ته وړاندې د متامفتامین قاچاق ترسره شوی وي خو اوس یې مخه نیولې او له ایراني چارواکو سره د لیدني پر مهال یې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې دوی د خپل مشر د فرمان عملي کولو ته ژمن دي او د نشهیي توکو د هر ډول کاروبار مخنیوی به کوي.
"زه نه پوهېږم چې دوی دا څرګندونې په کوم اساس کوي د ایفډرین تولید ډېر ساده کار دی او دا کار په ایران او تاجکستان کې ناشونی نه دی او هلته هم تولیدېدای شي."
ښاغلی همکار وایي په تېر یوه کال کې یې شاوخوا ۱۴ زره د نشهیي توکو کاروباریان او قاچاق کوونکي عدلي ادارو ته ور پېژندلي دي.
نوموړي همداراز وویل هغه کیمیاوي توکي، چې د متامفتامین په پروسس کې کارول کیږي له ایران او پاکستان نه په قاچاقي بڼه راوړل کېږي.
د طالبانو د حکومت دغه چارواکي له دغه دوو ګاونډیو هېوادونو له چارواکو نه وغوښتل، چې د هغه کیمیاوي توکو، چې د نشهیي توکو په پروسس کې کارول کېږي د قاچاق په مخنیوي کي ورسره مرسته وکړي، چې له یادو هېوادونو نه افغانستان ته راوړل کېږي.








