عمان کې د برید پړه داعش ډلې منلې؛ وژل شویو کې څلور پاکستانیان دي

پولیس وايي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د شیعه ګانو یوه جومات ته څېرمه په ډزو کې د یوه پولیس په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، د دوشنبې په شپه د الوادي الکبیر په سیمه کې د پېښې په ترڅ کې درې بریدګر هم د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
پولیسو د قربانیانو او وسله والو د هویت او د علت په اړه څه نه دي ویلي. خو پاکستان ویلي، د امام علي جومات په "ترهګریز برید" کې په وژل شویو کې څلور پاکستانیان هم شامل دي. هند هم ویلي چې د دوی یو وګړی وژل شوی دی. د اسلامي دولت نومې (داعش) ډله وايي، په برید کې د دوی درې غړو ښکیل وو.
داعش په وار وار په عراق، افغانستان او پاکستان کې د شیعه ګانو مراسم، غونډې او عبادت کوونکي په نښه کړي دي. خو تر دې مخکې یې په عمان کې پر شیعه لږکیو د برید مسوولیت نه و منلی.
په ویډیوګانو کې ښکاري، یو شمېر خلک د جومات انګړ کې دننه د ډزو پر مهال د ځان خوندي کولو لپاره منډې وهي. عبادت کوونکي هلته د عاشورا ورځې په مناسبت راټول شوي وو.
پولیسو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په دې برید "ژور خواشینی شوی" دی او د "قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي ښيي."
ښاغلي شریف ویلي، "ما په مسقط کې د پاکستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د ټپيانو سره هر ډول ممکنه مرسته وکړي او په شخصي توګه روغتونونو ته مراجعه وکړي."
شهباز شریف زیاته کړې، "پاکستان د عمان له سلطنت سره ولاړ دی او په څېړنو کې د بشپړې مرستې وړاندیز کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په مسقط کې د پاکستان سفارت د وژل شویو څلورو پاکستانیانو نومونه، غلام عباس، حسن عباس، سید قیصر عباس او سلیمان نواز ښوولي دي. دغه راز ویل شوي چې ۳۰ پاکستانيانو په روغتون کې روغتیايي مرستې ترلاسه کړې دي.
د سه شنبې په سهار، د پاکستان سفیر عمران علي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي و، هغه په درېیو سیمه ییزو روغتونونو کې د ځینو ټپیانو څخه لیدنه کړې او د دوی وضعیت یې "نسبتاً خوندي" وباله.
عمان چې له اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیځ کې یو له تر ټولو باثباته او خوندي هېوادونو بلل کېږي، په سیمه کې یې د شخړو د حل لپاره د منځګړیتوب په هڅو کې مخکښ رول لوبولی دی.
د خلیج دغه سلطنتي هېواد شاوخوا څلور اعشاریه شپږ میلیونه وګړي لري، چې تر ۴۰ سلنې ډیر یې بهرني کارګر دي.
حکومت د مذهب په تړاو په اړه احصایې نه خپروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې د عمان ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي، ۴۵ سلنه سني، ۴۵ سلنه عبادي او ۵ سلنه شیعه ګان دي. پاتې پنځه سلنه هندوان، بودایان او مسیحیان جوړوي.











