حماس له غزې د تل ابیب پر لور د توغندیو برید کړی

اسرائیل

د عکس سرچینه، HANDOUT

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس وايي، د مرکزي اسرائیل تل ابیب ښار پر لور یې توغندي توغولي دي.

دا په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې حماس له غزې پر اسرائیلو د توغندیو بریدونه کوي.

د حماس پوځي څانګې عزالدین قسام لوا پر خپل ټلېګرام کانال ویلي، پر تل ابیب یې د توغندیو "ستر" برید کړی.

د رپوټونو له مخې، د غزې سویل کې له رفح سیمې لږترلږه اته توغندي توغول شوي.

د اسرائیل پوځ هم د څو توغندیو د شنډولو خبر ورکړی دی.

د توغندیو دغه برید کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.

دا برید داسې مهال شوی، چې په رفح کې د اسرائیل پوځي عملیات هم روان دي.

تل ابیب د اسرائیل تر ټولو ستر ښار او اقتصادي مرکز دی.

د دغه برید پر مهال د اسرائیل بېلابېلو ښارونو کې د خبرداري زنګ وهل شوی و.

اسرائیلي رسنیو د هېرزلیا ښار د یوې ودانۍ په بڼ کې د یوه توغندي د لوېدلو ټوټو تصویرونه خپاره کړي دي.

د خواله رسنیو یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي، چې په مرکزي 'کفار سابا' ښار کې د یوه توغندي د غورځېدو له کبله یوه ستره کنده جوړه شوې ده.

اسرائیل د تېر اکتوبر ۷مه تر هغې وروسته غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس وسله والو له دې تراړې پر اسرائیل برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

دوی همدا راز ۲۵۲ کسان له ځان سره د یرغملو په توګه غزې ته ولېږدول.

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، چې له هغې راوروسته په غزه کې روانه جګړه کې ۳۵ زره ۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل دي.