ملګري ملتونه: پاکستان له ټاکلي ضرب الاجل مخکې سلګونه قانوني اسناد لرونکي کډوال نیولي او افغانستان ته استولي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سازمان کډوالو چارو مسوولین وايي، پاکستاني چارواکو د سپتمبر لومړۍ نېټې له ټاکلي ضرب الاجل مخکې د سند لرونکو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) مسوولینو له قوله ویل شوي، دوی ته داسې رپوټونه رسېدلي، چې په قانوني توګه ثبت او راجستر شوي افغان کډوال د پاکستان بېلابېلو برخو کې نیول شوي او یا افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې یې (پي او ار) یا د اوسېدو سند لرونکو افغان کډوالو ته وخت ورکړی، چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه له دې هېواده به وایستل شي.
د رویټرز په رپوټ کې د یو این ایچ سي ار مسوولینو له قوله زیاته شوې، چې په دې توګه د کډوالو ایستلو سره پاکستان له خپلو نړیوالو ژمنو سرغړونه کوي.
یو این ایچ سي ار په دې هکله یوه اعلامیه کې له پاکستان حکومته غوښتي چې د زور له لارې د کډوالو له ایستلو ډډه وکړي، او یوه داسې ''بشردوستانه لاره خپله کړي، چې د کډوالو لپاره په خپله خوښه، تدریجي ډول او له درناوي سره افغانستان ته د ستنېدو زمینه برابره شي.''
د رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، دوی د پاکستان حکومت یو امر یې په دې هکله یې لیدلی، چې په خپله خوښه د کډوالو ستنېدو لړۍ سملاسي پیلېدو خبره کوي. دغه سند کې یادونه شوې، چې د کډوالو ایستلو چاره به د ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پیل شي.
خو د یو این ایچ سي ار یو ویاند قیصر اپریدي رویټرز ته ویلي، د اګست لومړۍ او څلورمې نېټې تر منځ پاکستان کې سلګونه قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.
له دې مخکې هم د جون میاشتې په پای کې چې د پي او ار کارتونو موده ختمه شوه، د بې اسنادو کډوالو په څېر د پي او آر لرونکو افغانانو د نیول کېدو رپوټونه هم پرلپسې راغلي دي.
تېره ورځ په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې یو این ایچ سي ار ویاند قیصر اپریدي له بي بي سي سره خبرو کې وویل دوی له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې پرلپسې غوښتنه کړې چې پاکستان کې د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي، خو په وینا یې د پاکستان کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې باید پي او ار کارت لرونکي د سپتمبر تر لومړۍ نېټې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، که نه په زور به وایستل شي.
ښاغلي اپریدي زیاته کړه: ''زموږ دریځ خو دا دی، چې هلته په افغانستان کې چې کومې ننګونې دي، د هغوی له امله په دومره لږه موده کې دومره ډېر افغانان نه شي کولای، افغانستان ته ستانه شي.''
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو یوه استازي فداالدین نورزي بيبيسي ته وویل، که څه هم پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې د سپتمبر تر لومړۍ به پي او آر کارت لرونکي په زور نه ایستل کېږي خو په وینا یې پولیسو د دغسې کډوالو د نیولو لړۍ هم روانه ساتلې ده.
تر دې وړاندې پاکستاني حکومت د بې اسنادو کډوالو او د افغان وګړو په نامه کارت لرونکو کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی، چې په لړ کې یې په تېرو نژدې دوو کلونو کې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې په خبره، له یو اعشاریه دوه میلیونو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان تر څنګ له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې سږکال یې په لړ کې له دغو دواړو هېوادو له دوو میلیونو ډېر افغان کډوال اړ ایستل شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د بهرنیانو د قانون ( ۱۴ ب) برخه به د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره وکارول شي چې محاکمه یې روانه وي یا یې په دغه هېواد کې د بند موده تېره کړې وي.
د راپورونو له مخې، په دې کې یوازې په کوچنیو جرمونو کې ښکېل افغانان شامل دي او هغوی په کې نه راځي چې په دغه هېواد کې د قتل، انسان تښتونې او نورو درندو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي دي.
د 'يو اېن اېچ سي ار' د ۲۰۲۴ کال شمېرو له مخې، پاکستان کې د نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو له دې ډلې ۱.۳ ميليونه "پي او ار" او پاتې نږدې ۹۰۰ زره "اې سي سي" کارتونه لري.
د یادولو وړ ده چې د د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزارت تېره میاشت د کورنیو چارو وزارت ته یو لیک لیکلی و چې په کې ویل شوي وو، له فدرالي حکومت څخه د (پياوار) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه شوې، نو د دغو کارتونو لرونکي افغانان باید ونه ځورول شي، خو د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه د یاد لیک ځواب نه دی ور کړی.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې یې له یو میلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.











