د پاکستان فدرالي حکومت د ناقانونه بهرنیو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې

لارۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د پاکستان فدرالي حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان فدرالي حکومت ځايي ادارو، پولیسو، زندانونو او نورو اړوند چارواکو ته د ناقانونه بهرنیو وګړو په تړاو لارښوونې کړې دي.

په پاکستان کې ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني نه لري یا یې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د بهرنیانو د قانون ( ۱۴ ب) برخه به د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره وکارول شي چې محاکمه یې روانه وي یا یې په دغه هېواد کې د بند موده تېره کړې وي.

د راپورونو له مخې، په دې کې یوازې په کوچنیو جرمونو کې ښکېل افغانان شامل دي او هغوی په کې نه راځي چې په دغه هېواد کې د قتل، انسان تښتونې او نورو درندو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

د پي‌اوار کارتونو د اعتبار موده ختمه ده

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د (پي‌او‌‌‌‌ار) کارتونو د اعتبار موده د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه ڼېټه پای ته رسېدلې او دمګړۍ په پاکستان کې د دغو کارت لرونکو افغان کډوالو اوسېدل قانوني نه دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه بهرني وګړي به ونیسي او له هېواده به یې وباسي.

د 'يو اېن اېچ سي ار' د ۲۰۲۴ کال شمېرو له مخې، پاکستان کې د نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو له دې ډلې ۱.۳ ميليونه "پي او ار" او پاتې نږدې ۹۰۰ زره "اې سي سي" کارتونه لري.

د یادولو وړ ده چې د د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزارت تېره میاشت د کورنیو چارو وزارت ته یو لیک لیکلی و چې په کې ویل شوي وو، له فدرالي حکومت څخه د (پي‌او‌ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه شوې، نو د دغو کارتونو لرونکي افغانان باید ونه ځورول شي، خو د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه د یاد لیک ځواب نه دی ور کړی.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې یې له یو میلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.

په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول کابل ته د لوړپوړو پاکستاني چارواکو په ور تګ او اسلام اباد ته د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو په دعوتولو سره داسې انګېرل کېده چې ظاهرا د کابل او اسلام اباد اړیکې د ښه کېدو خواته روانې دي او ښايي له امله یې په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج کمپاین کې نرمښت راشي، خو د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان له وروستي دریځه ښکاري چې د افغان کډوالو په تړاو تګلارې یې بدلون نه دی کړی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره اونۍ بي بي سي ته وویل چې یوازې په چنګاښ میاشت کې له پاکستان څخه ۲۴ زره افغان کډوال افغانستان ته اوښتي دي.

د ایران او پاکستان ورته چلند

ایران یوازې په چنګاښ میاشت کې ۹۵۰ زره افغانان افغانستان ته اړولي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایران یوازې په چنګاښ میاشت کې ۹۵۰ زره افغانان افغانستان ته اړولي دي

د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په دا وروستیو کې له خپلې خاورې په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.

هره ورځ سلګونه کورنۍ په سخته ګرمۍ کې له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي. د افغان کډوالو جبري اېستل او له هغوی سره د بد چلند او ځورونې ادعاوې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، یوازې په چنګاښ (سرطان) میاشت کې ایران شاوخوا ۹۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړولي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بي‌بي‌سي ته وویل، په همدې موده کې له ترکیې څخه هم نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.