عرب امارات پاکستانیانو ته وېزې نه ورکوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، متحده عرب امارات پاکستانیانو ته کاري ویزې نه ورکوي او په وینا یې داسې اندېښنې وې چې ښايي دې هېواد ته له پاکستاني پاسپورټ سره پر سفر کولو بندیز ولګول شي.
د پاکستان یوه خصوصي ټلویزون جیو، په رپوټ کې ویل شوي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال سلمان چودري د دغه هېواد سېنټ یا مشرانو جرګې بشري حقونو جرګه ګۍ ته وویل:
"نژدې وه، چې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته له پاکستاني پاسپورټ سره پر سفر کولو بندیز ولګېږي."
نوموړي زیاته کړه، که داسې بندیز لګېدلای وای، لېرې کېدل به یې خورا ګرانه چاره وه. دغه پاکستانی چارواکی وايي، د اوسمهال لپاره یوازې د نیلي 'هغه پاسپورټ چې دولتي چارواکو او ځینو شخصیتونو ته ورکول کېږي' او د دیپلوماتیکو پاکستاني پاسپورټونو لرونکو ته د هغه هېواد ویزې ورکول کېږي.
د ښاغلي چودري له قوله ویل شوي، چې څو میاشتې مخکې د ځینې قانوني او ګمرکي قوانینو د سرغړونې په تور یو شمېر کسان له سعودي عربه ایستل شوي وو.
د پاکستان ډان ورځپاڼې په تېره مې میاشت کې رپوټ ورکړ، چې یوازې سعودي عرب څه باندې پنځه زره پاکستانیان هلته د درویزې یا سوالګرۍ په تور نیولي او پاکستان ته یې استولي وو.
بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال د خپل هېواد مشرانو جرګې ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې ادعا کړې، چې په متحده عرب اماراتو کې ګڼ شمېر افغانان هم د پاکستاني اسنادو سره اوسي.
د جیو په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي ګاونډی هېواد وګړو "زموږ په نظام کې لاسوهنه کړې او پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي." خو نوموړي ومنله ''موږ هم په دې کې مسوولیت لرو'' او په خبره یې مالي فساد به دې کې مهم رول لري.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
بل لور، سناتورې ثمینه ممتاز زهري، چې د پاکستان په سنا مجلس کې د بشري حقونو د کمېټې مشره ده، د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره خبرو کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو څرګندونې تایید کړې. نوموړې وايي، کمېټې ته ویل شوي چې متحده عربي امارات پاکستانیانو ته ویزې نه ورکوي او په دې وروستیو کې "له ډېرو ستونزو وروسته" خورا لږ ویزې ورکړل شوې دي.
هممهاله د پاکستان ډان ورځپاڼې په رپوټ کې پاکستان کې د متحده عرب اماراتو یوه لوړپوړي له خولې چې نه غواړي نوم یې یاد شي ویل شوي، د ټولنیزو رسنیو هغه ګنګوسې ناسمې بلل شوې چې ګواکې د پاکستانیانو لپاره په ویزو بندیز لګول شوی دی. د "بندیز" په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، هغه ډان ته وویل چې "د پاکستاني اتباعو لپاره په ویزو بندیز نشته."
د ډان په رپوټ کې زیاته شوې، په پاکستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر سالم ایم سالم البواب الزابي د پاکستان له مالیې وزیر محمد اورنګزیب سره "د پاکستانیانو لپاره د متحده عربي اماراتو د ویزې اسانتیاوو کې لوی اصلاحات" په ډاګه کړل، یاد وزارت په دې هکله ویلي، چې په اسلام اباد کې د دوی د غونډې په ترڅ کې د انلاین ویزې ترلاسه کول، پر پاسپورټ له ټاپې لګولو پرته اې ویزې، او له یوه سیسټمه بل ته د چټکې اړیکې په تړاو بحث شوی دی.
په بیان کې زیاته شوې چې پاکستان کې د متحده عرب اماراتو د ویزې په نوي پیل شوي مرکز کې هره ورځ نږدې ۵۰۰ ویزې پروسس شوې دي.








