د دوبۍ په هوټل کې د برېتانوي سړي بې درکه شوې ټیلیفوني غوږۍ پاکستان کې څنګه وموندل شوې؟

د عکس سرچینه، X/Lord Miles
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
دا کیسه نژدې یو کال مخکې په دوبۍ کې هغه مهاله پیل شوه، چې له هوټله د برېتانوي مائلز ائرپوډز یا موبایل ټیلیفون غوږۍ بې درکه شوې او کال وروسته یې ځای ځایګی د پاکستان پنجاب په جهلم ښار کې څرګند شو.
مائلز د خپلې ورکې موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د اېکس خواله رسنۍ له لارې اړیکه ونیوه او بیا خپله هم د دې ټیلیفوني غوږۍ ترلاسه کولو لپاره ۲۷۰۰ میله لېرې پاکستان ته لاړ.
بل لور د پاکستان په جهلم کې د ځايي پولیسو یو افسر (ډي پي او) طارق عزیز وايي، له برېتانوي مائلز سره له اړیکې وروسته دوی له خپل لوري پلټنې پيل کړې، خو له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې د ائرپوډز له ځای ځایګي له معلومولو وروسته له زرګونو خلکو تحقیقات کول ناشونې چاره معلومېده، ځکه دوی پرېکړه وکړه، چې ''بشري وسائل'' وکاروي:
''د متفتشینو یوه ځانګړې ډلګۍ سیمې ته په دې موخه واستول شوه، چې معلومه کړي، په دا وروستیو کې څوک له دوبۍ راغلي دي او بیا باید له هغو کسانو پوښتنې-ګروېږنې وشي.''
طارق عزیز وايي، له ځینو کسانو پوښتنې وشوې، خو هغوی د ائرپوډز له درلودلو انکار وکړ او بیا د مرکو په دې لړۍ کې وروستي سړي ومنله چې ائرپوډز یې په دوبۍ کې د پیسو بدل کې اخیستي دي.
پولیس وايي: ''دې سړي د ائرپوډز اخیستو ثبوت هم راښکاره کړ، هغه څوک یې هم راوښود، چې دا اله ترې اخیستل شوې، پولیسو دا ټول ثبوتونه مائلز ته ورښکاره کړل او هغه پر اېکس یوه پیغام کې ولیکل چې ورک شوي ائرپوډز یې وموندل شول.''
طارق عزیز وايي، ''کله چې هغه سړي ته چې ائرپوډز ورسره وموندل شول، د دې لپاره د مائلز د لټون کیسه واورېده، نو موسکی شو، ویې ویل چې که یو سړی د ائرپوډز لپاره دومره احساساتي وي، نو بېرته ورکولو سره یې خوشحالېږم او په خپله خوښه یې موږ ته وسپارل.''
پولیس افسر زیاتوي، ''موږ بیا له مائلز سره اړیکه ونیوه او ده ته مو وویل، چې موږ کولای شو د پوستې له لارې یې ائرپوډز واستوو، خو هغه انکار وکړ، ویل یې خپله ورپسې راځي او بیا په جهلم کې زموږ دفتر ته راغی.''
'ګومان مې نه کاوه، چې د حیرانونکې کیسې برخه به شم'

د عکس سرچینه، Jhelum Police
هغه کس چې د مائلز ائرپوډز یې په خپله خوښه بېرته سپارلي په دا وروستیو کې د رخصتیو تېرولو لپاره جهلم ته تللی و او له بېرته ستنېدو یوه ورځ مخکې یې ائرپوډز پولیس ته سپارلي.
دا کس نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل: ''کله چې خبر شوم چې په دبۍ کې اخیستل شوي ائرپوډز د یوه برېتانوي سړي دي، او هغه یې په موندلو پسې لالهاند دی، ډېر خواشینی شوم، چې هسې نه د غلا تور راباندې ولګېږي، خو شکر چې له ما سره یې د پېرودلو ثبوت و او هغه مې پولیسو ته ورکړ.''
دی زیاتوي: ''زه له هغه هوټل سره هېڅ تړاو نه لرم، چې دغه ائرپوډز پکې تري تم شوي وو، ما هغه هوټل لیدلی هم نه دی، خو هغه کس چې ما ترې دا ائرپوډز اخیستي وو، په همدې هوټل کې د صفاکارۍ دنده لري. پولیسو راته ویل، چې دوی به یې د بیې پیسې راکړي، خو له زړه مې نه غوښتل پیسې واخلم، ځکه هغه سړی د خپلې ورکې له موندلو وروسته ډېر خوښ و او بیا د دې لپاره پاکستان ته راغی، زما لپاره همدا ډېره د خوښۍ خبره ده.''

د عکس سرچینه، X/miles
د مائلز خواله رسنیو له پاڼو ښکاري، چې د سېلګرۍ شوق لري. دی له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان کې دی، ویډیويي کلیپونه خپروي او د ائرپوډز په هکله خبرې کوي. ده په یوه اېکس سپېس کې وویل: ''یو کال، ۳۶۵ ورځې، له برېتانیا تر پاکستانه ۲۷۰۰ میله سفر وروسته مې ائرپوډز وموندل، پاکستان چارواکو زما د ائرپوډز موندلو لپاره ځانګړې پلټونکې ډله جوړه کړې وه، زه (پاکستان کې) هغه ځای ته هم ورغلم، چې اسامه بن لادن پکې وژل شوی و.''
مائلز زیاتوي: ''زه له قانوني پلوه هغه چا ته هېڅ نه وایم، چې زما ائرپوډز یې غلا کړي وو. زه دوبۍ ته د کار لپاره تللی وم او هلته په یوه ارزان بیه هوټل کې اوسېدم. پر دروازه مې د (مزاحمت مه کوئ) ټېګ ولګاوه او زه بهر ته لاړم، خو خونې ته له ستنېدو وروسته حیران پاتې شوم، ځکه ائرپوډز مې تري تم شوي وو.''
مائلز په دې سپېس کې د خلکو پوښتنو ته ځواب کې وايي، ''لټون مې کاوه، په دوبۍ کې مې له چارواکو سره اړیکه ونیوه، وروسته معلومه شوه چې دا اله پاکستان کې ده، بیا دبۍ چارواکو ویل، چې اوس نو موضوع د دې له اختیاره وتلې ده.''
د نوموړي په خبره، ''له پاکستاني چارواکو سره اړیکه ښه وه، ټوله کیسه معلومه شوه، پاکستان ته له رسېدو وروسته له دوه نیم سوه زره لائکونو سره دا خبر پاکستاني رسنیو کې خورا ډېره لاس پر لاس شوه، هر پاکستاني په همدې هکله راسره خبرې کولې، پولیسو مرکز کې ۲۰ ویډیويي کمرې لګېدلې وې، دا یوه مهمه پېښه ثابته شوه.''











