د پاکستان پنجاب پولیسو ادعا؛ د "غلو" د هغې ډلې مشر وژل شوی چې ۱۲ پولیس یې وژلي

د پاکستان پنجاب ایالت پولیس ادعا کوي چې د "غلو" د هغې ډلې مشر یې وژلی چې پر دوی یې راکټي برید کړی و.
ځايي امنیتي مسولان وايي، د دغه ایالت د صادق اباد په ماچکه سیمه کې د پنجشنبې په شپه د "غلو" له لوري په یوه راکټي برید کې د پنجاب پولیسو ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د پنجاب پولیسو ویاند د بيبيسي اردو شهزاد ملک ته ویلي چې تر دغه برید وروسته په سیمه کې عملیات شوي او په ترڅ کې يې د 'بشیر شر' په نوم د دې ډلې "اصلي مجرم" وژلی دی.
د ویاند په خبره، د عملیاتو پر مهال د 'بشیر شر' پنځه ملګري سخت ټپي شوي دي او زیاته کړې يې ده چې د "ډاکوانو" پر ضد لا هم عملیات روان دي او "د خپل جرم سزا به ورکول کېږي."
د یادولو ده چې د پنجاب پولیسو ۱۲ تنه هله ووژل شول چې د امنیتي مسولانو په وینا، د دوی پر ګاډو د راکټونو او وسلو برید وشو.

د عکس سرچینه، Sukkur Police
د پنجاب پولیسو یوه ویندوی په خبره پېښه کې نهه پولیس سرتېري ټپیان شوي هم دي، چې د نژدې رحیم یار خان ښار شیخ زاید روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نوازې دا یوه خواشینونکې پېښه بللې او په خبره یې غچ به یې واخیستل شي. اغلې شریف په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د کورنیو چارو صوبايي وزیر په مشرتابه د لوړپوړو پولیس چارواکو په ګډون ځواک سیمې ته استول شوی، چې د پېښې عاملینو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي.
په ورته مهال د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم دغه پېښه غندلې او د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د پاکستان له ولسمشرۍ دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي زرداري د (کچې) په سیمه کې د مجرمانو ډلو، ټپلو پر ضد د سخت اقدام پر اهمیت د ټینګار تر څنګ ویلي پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه به نه زغمل کېږي.
د کچې سیمه چېرې ده او ولې د غلو پټنځایونه پکې دي؟

د عکس سرچینه، ABDUL VARIYO BUZDAR
کچې یا کچه سیمه د سند او پنجاب ایالتونو تر منځ څو سوه زره هکتاره پراخه ځنګلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د پاکستان ځنګلونو ادارې ملکیت ده او د دې ادارې د مسوولینو په وینا ډېره برخه یې غصب شوې ده.
د پاکستان ځینې شتمن خلک هم په دې سیمه کې د پراخو ځمکو څښتنان دي، چې د دې هېواد په سیاست کې هم نفوذ لري.
د سند، سیند پر غاړو دا ګڼ ځنګلونه د غلو د ځینو لویو غدیو لپاره له اوږدې مودې راهیسې پټنځایونه هم لري او په دې سیمه کې د ځمکو پر سر قبایلي شخړې هم معمول بلل کېږي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو په دې ناامنه سیمه کې څو ځله چاڼیز عملیات کړي او د وسله والو غدیو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.











