هغه سړی چې په راتلونکي کې راویښ شو: 'زه په غلط وخت کې غلط سړی وم'

د عکس سرچینه، Sylvain Lefevre / Getty Images
- Author, جو فیډګن، اډګر میډیکوټ
- دنده, لږ عادي ژوند کوي، د بي بي سي نړیوال سروېس
ډاکټر پییرډانټه پیچیوني د یو ناغوښتل شوي وخت مسافر دی. په ۲۰۱۳ کال کې یې د موټر ټکر له امله مغزي زیان ولید او وروسته یې د ژوند ۱۲ کاله له حافظې بشپړ پاک شول.
کله چې بله ورځ په روغتون کې راویښ شو، داسې یې انګېرله چې اوس ۲۰۰۱ کال دی. خپله مېرمن او خپل اوس بالغ شوي زامن یې ونه پېژندل.
پییر، له سختو رواني تکلیفونو سره مخ شو او نور یې ونه شو کولای د طبابت مسلک ته دوام ورکړي. له همدې امله یې هڅه وکړه هغه انسان ومومي چې دی پخوا و.
هغه د زرګونو برېښنالیکونو له لارې ځان لټاوه، خو و یې وموندله چې پخوا یې یو تیاره اړخ هم درلود.
د هغه بېسارې تجربه دومره ځانګړې وه چې په الهام یې یوه ایټالوي تلویزیوني خپرونه جوړه شوې - د یوه ځوان ډاکټر په اړه چې ویشتل کېږي او - د پییر په څېر - د خپلې حافظې ۱۲ کاله له لاسه ورکوي.

د عکس سرچینه، Sylvain Lefevre / Getty Images
د ۲۰۱۳ کال د مې پر ۳۱مه، پییر هوښ ته راوګرځېد. هغه د ایټالیا د لودي ښار په یوه روغتون کې، د بیړني حالت په هماغه څانګه کې پروت و، چې پخوا ده اداره کوله.
هغه وايي: "لومړی څه چې مې ولیدل، یوه سپینه رڼا وه - دا د بېړني حالت خونې رڼا وه، چېرې چې زما همکارانو زه له پېښې وروسته راوستی وم. زه شاوخوا شپږ ساعته په کوما کې وم او کله چې راویښ شوم، یوازې د خپلو همکارانو سترګې مې ولیدې."
"کله چې هغوی وپوښتم، 'نن څوومه نېټه ده؟' ما شاوخوا پنځه یا شپږ ثانیې فکر وکړ او بیا مې ځواب ورکړ: 'نن د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۲۵مه ده.'"
وروسته، هغه ولیدل چې یو همکار یې پر ایپډ څه ټايپوي - هغه وسیله چې په ۲۰۰۱ کال کې اصلاً نه وه. ان موبایل ټیلفونونو لا یوازې د زنګ وهلو، پېغام استولو او د ابتدایي خبرونو د ترلاسه کولو وړتیا لرله.

د عکس سرچینه، Roman Mykhalchuk / Getty Images
خو تر ټولو لویه او حیرانوونکې خبره لا پاتې وه. "هغوی راته وویل، 'ایا غواړې خپله مېرمن ووینې؟'"
ما هم بې له ځنډه وویل: "هو، غواړم خپله مېرمن ووینم."
"ما په خپل ذهن کې تمه لرله چې زما مېرمن به راشي، خو ۱۲ کاله به ځوانه وي. کله چې هغه کوټې ته راننوتله، زه هک حیران شوم. هغه نه وه، بلکې چا ته ورته وه. هغې ډېرې ګونځې لرلې."
پییر ته دا هم سخته وه چې د خپلو بچیانو لویوالی ومني او دا درک کړي چې هغوی اوس بالغ کسان دي.
"ما ترې وپوښتل، تاسې څوک یئ؟ زما بچي چېرته دي؟ ځکه ما باور نه کاوه چې دا زما زامن دي."
بیا یې مېرمن یوه بله خواشینوونکې او ټکان ورکوونکې خبره ورته وکړه: هغه "مور" چې د پییر په ذهن کې لا هم ژوندۍ او روغه وه، درې کاله مخکې مړه شوې وه.
"کله چې راویښ شوم، داسې مې احساسوله چې زه ۵۳ کلن یم. خو د ورځې په اوږدو کې مې دا وموندله او درک مې کړه چې زه اوس ۶۵ کلن یم."

د عکس سرچینه، Peter Macdiarmid / Getty Images
یو تیاره شهزاده
کله چې پییر هڅه کوله د هغو ۱۲ کلونو اسناد راټول کړي چې له حافظې یې پاک شوي وو، سخت حیران شو. ده وموندله چې په دې موده کې دی تل یو ښه او نېکبخته انسان نه و.
"ما له خپلو ملګرو، همکارانو او مېرمنې وپوښتل چې زه څنګه انسان وم؟ ښه وم که بد؟"
"زما همکارانو راته وویل، کله چې زه د بېړني حالت د څانګې مشر شوم، شاوخوا ۲۳۰ کسان زما تر امر لاندې وو."
خو هغوی یوه ناخوښه لقب ورکاوه. "زما لقب و: د حرامیانو شهزاده".
پییر، چې په کار کې ورته 'ډاک' هم ویل کېده، وايي، دا منل ورته ډېر سخت وو، ځکه ده هېڅکله ځان بد انسان نه باله.
"هغوی راته وویل، 'ته ډېر تیاره شخصیت لرې. ډېر قوي یې... خو له نورو سره ډېر سخت چلن کوې.'"

د عکس سرچینه، Ada Masella / Mondadori Portfolio via Getty Images
د پییر له لاسه وتلي کلونه: د خپل واقعي ځان موندنه
کله چې پییر پوه شو نړۍ د هغه د نشتوالي په کلونو کې بدله شوې، نو هڅه یې وکړه چې خپل واقعي ځان د اسنادو او لیکنو له لارې ومومي.
"ما ټول ایمېلونه ولوستل - شاوخوا ۷۶ زره وو – چې پوه شم زه څوک وم... په ځینو ایمېلونو کې مې دا ومنله چې زه یو بد انسان وم، یو بد مشر، یو سختګیره شخص."
هغه وايي، ومې موندله چې د همکارانو خبرې رښتیا وې: "زه ډېر، ډېر خواشینی شوم کله مې چې دا ایمېلونه ولوستل."

د عکس سرچینه، Getty Images
نو، پییر پرېکړه وکړه چې یو مهربان انسان شي.
"ما هره ورځ د یادښت په کتابچه کې لیکل پیل کړل. ما پکې هغه څه لیکل چې احساس مې کاوه - که مهم وو او که نه."
"زه یو ناسم انسان وم، په ناسم وخت کې. دا زما وخت نه و. زه داسې وم لکه یو بېګانه کس، په داسې نړۍ کې چې نه مې پېژندله. ما ځان یواځی احساساوه. داسې مې انګېرله چې هېڅوک مې نه پوهېږي."

د عکس سرچینه، Shaun Botterill / Getty Images

د عکس سرچینه، Franco Origlia / Getty Images
پییر یوې تورې، تیاره فضا ته ننوت.
"زه اوږد مهال یواځی وم ځکه چې زما مور مړه شوې وه او داسې احساس مې درلود، لکه زما ماشومان چې هم مړه شوي وي."
نو ولې ژوند ته دوام ورکړم؟ په هماغو شېبو کې مې د ځان وژنې فکر کاوه، ځکه دا نړۍ راته داسې نه برېښېده لکه زما چې وي."
خو پییر یو لاره وموندله چې خپل منفي فکرونه له ځانه لرې کړي.

د عکس سرچینه، Universal History Archive via Getty Images
بیا مینېدل
پییر د موټر له پېښې مخکې هره ورځ ۱۵ یا ۱۶ ساعته کار کاوه، هغه پېښه چې د هغه له حافظې یې ۱۲ کاله وایستل. د هغه مېرمن وايي، کله چې هغه د بېړني حالت د څانګې مشر شو، نو نژدې هېڅکله هم کور ته نه راتله.
"هغې راته وویل، 'زه رښتیا نه پوهېږم چې تا کومه ملګرې لرله که نه یا [ښايي] له یوې هم ډېرې… ځکه ته خو ډېر د کار شوقي وې.'"
کله چې پوه شو بېرته پر خپلې مېرمنې مین شوی، پییر، پرېکړه وکړه چې د مېړه رول بېرته راژوندی کړي.
"کله مې چې د مېرمنې راته شا شوه چې له خونې ووځي، ما ورته له [شا] کتل. زه مین شوم. دا یو حیرانوونکی، ښکلی احساس و."
هغه وايي، ماته داسې نه ښکارېده چې دا به هماغه پخوانۍ ښځه وي.
"زما په اند زه یوازېنی سړی یم چې ویلی شي: 'ما له خپلې مېرمنې سره خیانت کړی دی.' ځکه دا بله ښځه وه - او زه بیا پر هغې مین شوم."

د عکس سرچینه، Sylvain Lefevre / Getty Images
پییر وايي نوی حقیقت یې روښانه او له هیلو ډک دی.
"زه یوازې د خپل شخصي سفر په اړه نه ویاړم، بلکې... د دې لپاره چې په ټوله نړۍ کې نوي او ښکلې خاطرې جوړې کړم.
"دا زما شعار دی."

د عکس سرچینه، Sylvain Lefevre / Getty Images








