تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوسېدو ځای د انسان پر شخصیت څه اغېز لري؟
- Author, ميريام فرانكل
- دنده, بي بي سي نيوز
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
که تاسو په بل ځای کې لوی شوي وای، نو یو بدل شخص به وای؟ د څېړنو یوه مخ پر وده لړۍ د طبیعت او پالنې د اغېزو او ستاسو د هویت په اړه د دې پخوانۍ پوښتنې ځوابولو کې مرسته کوي.
د هند کلکتې ته نږدې په یوه کوچني کلي کې د دوبي په یوه تاوده ماښام، مشران ویده وو او زه له خپلې خورلڼې (د تره لور) سره پر ځمکه ناست وم او د شړشمو په غوړیو کې پخې شوې وریژې مو خوړلې، کله چې هغې ماته وکتل او ویې پوښتل: "ایا دا رښتیا ده چې په سویډن کې خلک د غواګانو او خنزیرانو غوښې خوري؟" زه هغه وخت شاوخوا لس کلن وم، لږ وشرمېدم او پر سر خوښورولو مې ورته د هو ځواب ورکړ.
بیا یې وپوښتل: "او ایا هغوی سپي او پیشوګانې هم خوري؟" دا یو بشپړ منطقي سوال و؛ که هغوی یو ډول تی لرونکي حیوانات خوړلی شي، نو ولې بل څه نه شي خوړلی؟ له هغې سره دا پوښتنې د خپلې ټولنې له دودونو او ژوند بڼې راولاړې شوې وې.
څه ډول چې زه په سویډن کې لوی شوی وم، که څه هم مور مې هندۍ وه، دا خبره مې هیڅکله ذهن ته نه وه راغلې، که هغه وخت هغوی هلته سبزۍ خوري نادره به وي، په ځانګړې توګه په اروپا کې، او سویډني ماشومان عادت وو چې د غواګانو غوښو ته د خوړو د یوې سرچینې په توګه وګوري. خو زما خورلڼه د حیواناتو مینه واله وه او د هغو مخلوقاتو د ژغورلو عادت یې درلود چې په خطر کې به یې لیدل. هغې غوښه نه خوړله.
هند ته زما سفرونه له داسې شېبو ډک وو، چې زه یې پر دې پوه کړم چې کلتور زموږ د فکر، احساس او چلند په بڼه کې څومره اغېز لري. که زه په هند کې لوی شوی وای، ایا زما اخلاقي ارزښتونه، د ټوکو ذوق، خوبونه، بوختیاوې او هیلې به بدلې وې؟ او ایا بیا به هم زه، "زه" پاتې وم؟
دا هغه پوښتنې دي چې د پېړیو راهیسې یې ساینس پوهان او فیلسوفان حیران کړي دي، او اوس د څېړنو یوه نوې څانګه بین الکلتوري ارواپوهنه د احتمالي ځوابونو په لټه کې ده.
یو لیدلوری دا دی چې د هر انسان ډي این اې بې سارې ده او بنسټیز جوړښت یې د هغه ځای له مخې نه بدلېږي چې موږ ورته کډه کوو. خو یوازې DNA زموږ هویت نه ټاکي، لکه څنګه چې د ناروې د اوسلو پوهنتون د رواني جینیټیک یوه کارپوهه، ایوریچ په یوګاندا کې زېږېدلې، په درې کلنۍ کې کاناډا ته کډه شوې، د خپل ژوند ډېره برخه یې په بریتانیا کې تېره کړې او څو کاله وړاندې ناروې ته تللې ده. هغه وايي: "کله چې زه د هغو ټولو ځایونو په اړه فکر کوم چې ما په کې ژوند کړی او دا چې هغو زما پر لیدلوري څه اغېز کړی، نو په شعوري ډول انګېرم چې دا باید لوی اغېز ولري."
د دې موضوع د سپړلو لپاره، ساینس پوهان تر ډېره له هغو څېړنو ګټه اخلي چې د ورته غبرګونو او هغه چې ورته غبرګونونه نه دي ترمنځ پرتلنه کوي. په دې توګه، که ورته غبرګون د یوې ځانګړنې په لرلو کې ډېر یو ډول وي، نو دا په ډاګه کوي چې دا ځانګړنه تر چاپیریالي فکټورونو هاخوا تر ډېره په وراثتي هغو پورې اړه لري.
په ۲۰۱۵ کال کې په یوه پراخ څېړنه کې چې د ۱۴ میلیونو غبرګونو ۱۷،۰۰۰ بېلابېلې ځانګړنې پکې شاملې وې، ساینس پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې وراثتي عوامل په اوسط ډول یوازې د ۵۰ سلنه توپیرونو ځواب ویونکي دي.
ایوریچ وايي: "د طبیعت او پالنې همدا ترکیب دی چې زموږ شخصیتونه جوړوي او زموږ پر باورونو او کلتور کې مرسته کوي. له همدې امله، موږ نه شو کولی دا ورته ترکیب په بل ځای کې ومومو."
خو چاپیریال پر ځینو ځانګړتیاوو تر نورو ډېر اغېز کوي. څېړنې ښيي چې د ځیرکتیا (IQ) کچه له ۵۰ سلنې ډېره ارثي ده، خو د شخصیت ځانګړتیاوې شاوخوا ۴۰ سلنه ارثي دي او په پایله کې کله له دې هم ډېرې یې د چاپیریال تر اغېز لاندې راځي.
ایوریچ وايي چې د ناروې د ټولنیزو روایتونو هغه بڼې ورسره دي چې هغه ورسره یو وخت عادت وه. د بېلګې په توګه، په اوسلو کې له نااشنا کسانو سره ناڅاپه خبرې پیلول دود نه دي. هغه وايي دې کار نوموړې بدله کړې ده: "که تاسو زما اوسنی شخصیت په ناروې کې، زما له پخواني شخصیت سره په بریتانیا کې پرتله کړئ، نو دا به عادلانه وي چې ووایم زه اوس لږه ټولنیزه یم."
هغه زیاتوي: "موږ تر ډېره د داسې چاپیریال په لټه کې یو چې زموږ له جینیټکي ځانګړتیاوو سره سمون ولري." په خپله وار، دا جوړښت د وخت په تېرېدو زموږ مغز جوړوي، څه چې موږ ته د ودې او تکامل اجازه راکوي.
د کلتورونو ارواپوهنه
د بریتانیا د سسیکس پوهنتون د بین الکلتوري ارواپوهنې څېړونکی ویویان وینیول، له دې نظر سره همغږی دی. هغه وايي: " ستاسو جینونه چې هر ډول وي، تاسو د هغو د برسېره کولو لپاره یوه ځانګړي چاپیریال ته اړتیا لرئ."
پخوا ساینس پوهانو فکر کاوه چې انساني ارواپوهنه نړیواله ده، خو د بین الکلتوري ارواپوهنې څېړنو سره ثابته شوه چې داسې نه ده. د بېلګې په توګه، په لوېدیځ کې خلک ډېر فردپال دي، په داسې حال کې چې په ختیځ لکه جاپان کې خلک ډېر ټولنپال دي او ځان د خپلو ټولنیزو روایتونو له مخې تعریفوي.
په یوه څېړنه کې موندل شوي چې د چینایي برخه اخیستونکو د مغزو هغه برخه چې د ځان پوهاوي مسؤلیت لري، د خپلو میندو په اړه د فکر کولو پر مهال هم فعاله کیږي. د ۲۰۱۵ کال یوې څېړنې هم وښودله، په هغو کلتورونو کې چې ډسپلین ته اهمیت ورکول کیږي (لکه هند، جرمني، چین)، خلکو په ټولنیز سمون کې لوړې نمرې اخیستې، په داسې حال کې چې په ازادو کلتورونو (لکه کاناډا، ناروې) کې خلک نویو تجربو ته ډېر هرکلی وايي.
د فلسفې لیدلوری
دا پوښتنه چې ایا موږ به په یو بل کلتور کې هم همدا یو ډول څوک پاتې شو، په اصل کې یوه فلسفي پوښتنه ده. ځینې فیلسوفان پر دې باور دي چې انسان یو ټاکلی بیولوژیکي موجود دی، په داسې حال کې چې نور پر دې باور دي چې "ذات" یا "هویت" د چاپیریال او ټولنیزو کړو وړو له لارې جوړېږي.
په پای کې، د هغو کسانو لپاره چې په بېلابېلو کلتورونو کې لوی شوي، دا ستونزمنه ده چې دغه احساس له منځه یوسي چې انسان د خپل چاپیریال محصول دی. که څه هم دا ګرانه ده چې پوه شو که زه په هغه کلي کې پاتې شوی وای، نو په کره ډول به څوک وم، خو ډاډه یم چې زه به یو بل شخص وم هغه شخص چې د هماغه ځای د چاپېریال دود او ژوند بڼې به پرې پراخې اغېزې درلودې.