روسیه او عمان وايي د پوځي شخړې مخنيوي لپاره باید د ایران او امریکا خبرې دوام وکړي

د روسیې د بهرنيو چارو وزير

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

روسیه او عمان وايي د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې باید دوام ولري.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر السعیدي او د هغه د روسیې سیال سرګي لاوروف ترمنځ له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مسکو او مسقط د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي شخړې د مخنیوي او د سیمه ایز ثبات د ډاډمن کولو لپاره د خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې سرګي لاوروف په دې برخه کې د عمان د هڅو ستاینه کړې ده.

د تهران د اټومي کړکېچ د حل لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو د تېرې جمعې په ورځ، د فبروري په شپږمه د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.

د ایراني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوله، پداسې حال کې چې د امریکا د پلاوي مشري د ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف پر غاړه وه.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر په وینا، په مسقط کې د ایران او امریکا پلاويو د ایران د اټومي پروګرام په اړه جدي خبرې اترې وکړې او د هغوی د دوام لپاره یې خپلې ژمنې تکرار کړې.

ایران وايي د امریکا له پوځي حضوره وېره نه لري خو خبرو کې پر"جدیت" شکونه راولاړوي

"د ایران د 'ابتکار' ورځپاڼې یوه نسخه چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکوف انځور پرې چاپ دی او 'پر خبرو اترو د دوام هوکړه' سرلیک لري.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې پر ورځ وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ خبرې اترې، چې په سیمه کې د "دوستانه حکومتونو" په ملاتړ ترسره شوې، یو ګام وړاندې تګ و. هغه ټینګار وکړ چې تهران د اختلافي مسلو د سوله ییز حل لپاره "ډیالوګ" د یوې ستراتیژیکې لارې په توګه غوره کړی دی.

هغه زیاته کړه چې "په اټومي مسایلو کې د ایران منطق د هغو حقونو پر بنسټ دی چې د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون (NPT) له مخې ورته ورکړل شوي دي." هغه په دغه برخه کې د نړیوالو قانوني اډانو پر وړاندې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ. پزشکیان څرګنده کړه چې د ایران ملت تل "د احترام ځواب په احترام" ورکړی، خو هم مهاله به د ګواښ ژبه یا د زور کارول ونه زغمي او د دوه اړخیز درناوي او تفاهم پر بنسټ یې د چلند غوښتنه وکړه.

په همدې تړاو، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې "په خلیج کې د امریکا پوځي حضور، چې موخه یې پر ایران فشار راوړل دي، موږ نه شي ډارولی." دا خبرې د اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره د رادبره شوي تاوتریخوالي په منځ کې کېږي. عراقچي وویل چې تهران د امریکا پر جديت شک لري، داسې مهال چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره لا کومه نېټه نه ده اعلان شوې.

عراقچي په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل: "د نویو بندیزونو لګول او ځینې نظامي خوځښتونه د مقابل لوري پر جديت شکونه رامخې ته کوي." هغه وویل، ایران به ټولې نښې نښانې وڅېړي او بیا به د خبرو د دوام په اړه پرېکړه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې ایران د چا حکم نه مني او د ډیپلوماسۍ په اډانه کې ځواب ویلو ته چمتو دی. هغه دا هم وویل چې ایران ډېر لګښت کړی چې "د ثبات پړاو" ته ورسېږي او خبرداری یې ورکړ چې د مقابل لوري حکم منل به د هېواد پر تاریخ یو تور داغ پاتې شي.

 "دا بېړۍ د یو ایس ایس ابراهیم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ لخوا رهبري کېږي - ارشیفي انځور."

د عکس سرچینه، Handout via Reuters

د عکس تشریح، دا بېړۍ د یو ایس ایس ابراهیم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ لخوا رهبري کېږي - ارشیفي انځور.

هغه زیاته کړه: "د ایران مقاومت او د ملي پرېکړې خپلواکي باید ثابته شوې وای، چې دا کار د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال وشو." عراقچي وویل، ایران هم د ډیپلوماسۍ او هم د جګړې وړتیا لري، خو ډیپلوماسي غوره بولي د دې لپاره چې څوک پر دوی د برید جرات ونه کړي.

د ایران او امریکا د خبرو او ګواښونو دې پړاو کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې هغه به د چهارشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ډونلډ ټرمپ سره وګوري چې "له ایران سره د خبرو اترو په اړه بحث وکړي." د نتنیاهو دفتر وویل چې هر ډول هوکړه باید د ایران پر بالسټیک توغندیو محدودیتونه ولګوي او د "ایران د محور" (په سیمه کې د هغوی ملګري) ملاتړ پای ته ورسوي.

دا لیدنه وروسته له هغه اعلان شوه چې ایران او امریکا د جمعې پر ورځ په عمان کې خبرې وکړې. ټرمپ ویلي چې خبرې به راتلونکې اونۍ بیا پیل شي. که دا لیدنه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه وشي، دا به د ۲۰۲۵ په جنوري کې د ټرمپ واک ته له رسېدو راهیسې د دوی اوومه لیدنه وي.

د خبرو د ناکامۍ وېره

 "عراقجي (ښي لور ته)، ویټکوف (کیڼ لور ته) په انځور کې."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، عراقجي (ښي لور ته)، ویټکاف (کیڼ لور ته) په انځور کې.

ایراني چارواکو د خپلو توغندیو په اړه هر ډول بحث رد کړی او غواړي چې د یورانیمو د بډاینې حق یې په رسمیت وپېژندل شي. رویټرز خبري اژانس د یوه سیمه ییز ډیپلومات له قوله ویلي چې ایران په خبرو کې پر خپل حق ټینګار کړی او د توغندیو موضوع په اجنډا کې نه وه. خو نتنیاهو غواړي چې توغندیز پروګرام او د ایران د نیابتي ډلو ملاتړ هم په خبرو کې ځای وي.

عراقچي د الجزیرې خبري شبکې ته وویل چې د توغندیو پروګرام د بحث وړ نه دی، ځکه دا یوه دفاعي موضوع ده. هغه خبرداری ورکړ که امریکا پر ایران برید وکړي، دوی به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.

ټرمپ او نتنیاهو د فلورېډا په پام بیچ کې په یوې خبري ناسته کې؛ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۲۹مه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ او نتنیاهو د فلورېډا په پام بیچ کې په یوې خبري ناسته کې؛ د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۲۹مه.

له ابراهیم لینکن بېړۍ د امریکایي چارواکو لیدنه

د ایران لپاره د امریکا جګپوړو استازو سټیو ویټکاف او جریډ کوشنر په عرب سمندرګي کې د امریکا له "یو ایس ایس ابراهیم لینکن" الوتکې وړونکې بېړۍ لیدنه وکړه. ویټکاف وویل چې دا بېړۍ د "ځواک له لارې د سولې" په اړه د ټرمپ د پیغام ملاتړ کوي. هغه له خپلو هغو سرتېرو مننه وکړه چې یوه ایراني بې پیلوټه الوتکه یې، چې بېړۍ ته نږدې شوې وه، راغورځولې ده.

دا پوځي حضور په ایران کې د ډسمبر په وروستیو کې د پیل شویو اقتصادي اعتراضونو له ځپلو وروسته زیات شوی دی. ایراني چارواکي وايي په اعتراضونو کې ۳,۱۱۷ کسان وژل شوي، خو د "هرانا" په څېر نړیوال سازمانونه وايي چې د وژل شویو شمېر تر ۶,۸۰۰ او د نیول شویو شمېر تر ۵۰,۰۰۰ پورې رسېږي.

د سولې د ماموریتونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، سټیو ویټکوف، په عربي سمندرګي کې له یوې الوتکې وړونکې بېړۍ څخه لیدنه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سولې د ماموریتونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، په عرب سمندرګي کې له یوې الوتکې وړونکې بېړۍ لیدنه کړې.

د خامنه‌ي ضد وینا او نیونې

ایراني چارواکو یو ځل بیا اصلاح غوښتونکي کسان نیولي دي. قربان بهزادیان نژاد، چې یو پېژندل شوی استاد او ژباړن دی، د "۱۷ مادو بیان" د لاسلیک کولو په تور نیول شوی دی. په دې دې ویناپاڼه کې پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي تور پورې شوی چې د اعتراضونو په ځپلو کې یې "د انسانیت ضد جنایتونه" کړي دي. هغه پخوا هم د خپلو سیاسي نظرونو له امله بندي شوی و. تسنیم خبري اژانس نوموړی د مير حسین موسوي سلاکار بللی او پر هغه یې د "ترهګرو ډلو" د ملاتړ تور پورې کړی دی.