ډونلډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره کتنه کې پر کومو مسلو بحث کوي؟

د عکس سرچینه، ISPR/Getty Images
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره وګوري.
د امریکايي ادارې د راپور ښيي، چې دا لیدنه به د امريکا د وخت له مخې ماسپښین یوه بجه د سپینې ماڼۍ د کابينې خونه کې د غرمنۍ پر مهال و شي.
خو دا لا نه ده څرګنده چې په دې ناسته کې به نور څوک ګډون ولري. همداراز، د دغې لیدنې پر مهال به د رسنیو استازي هم حاضر نه وي.
یاده دې وي چې دا ناسته په داسې وخت کې کېږي چې د روانې جون میاشتې پر ۱۳مه پر ایران د اسرائیلو تر برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ سخت شوی دی او دا اوازې هم خپرې دي چې ایا امریکا به خپله هم په دې عملیاتو کې برخه واخلي که نه.
تېره ورځ ټرمپ له کاناډا - چېرې چې د جی اوه سرمشریزه روانه وه، بېرته واشنګټن ته ستون شو، چې لامل یې د ایران او اسرائیلو ترمنځ روان کړکېچ بلل شوی.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ترینګلتیا په حال کې دا وېره هم شته چې دا کړکېچ پراخ شي او د سیمې نور هېوادونه هم ورسره ښکېل شي.
د ایران د رسنیو د رپوټونو پربنسټ، عاصم منیر د مې میاشتې په پای کې د ایران د وسله والو ځواکونو له مشر محمد حسین باقري سره کتلي وو، نوموړی د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسرائیلو یوه برید کې ووژل شو.
ښایي همدا لامل وي چې د جنرال عاصم منیر او د امریکا د ولسمشر ټرمپ د لیدنې په اړه په ټولنیزو شبکو کې ډېر نظرونه لاس په لاس شو، خو تر اوسه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) له خوا د دې لیدنې په اړه کومه رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوې او نه دا معلومه شوې چې د دې ملاقات اجنډا به څه وي.
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر د جون له ۱۴راهیسې د امریکا په سفر دی او له ولسمشر ټرمپ سره د هغه کتنه له وړاندې پلان شوې وه.
د چارو شنونکي مایکل کوګلمین پر "ایکس" یوه پیغام کې لیکلي "دا کتنه باید یوازې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ په اډانه کې ونه ګڼل شي."

د عکس سرچینه، ذریعہISPR
د هغه په وینا، "امریکا او پاکستان په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرپټو (ډیجیټل اسعارو) او ترهګرۍ ضد مبارزې کې همکاري لري."
مایکل کوګلمین ویلي، "ټرمپ په دې برخو کې ژوره شخصي لېوالتیا لري او عاصم منیر دومره ځواکمن دی چې په دې ټولو موضوعاتو خبرې کولی شي."
هغه زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د کشمیر مسله هم مطرح کېدای شي. د پاکستان او هندوستان ترمنځ له څلور ورځنۍ شخړې وروسته ولسمشر ټرمپ څو ځله دا ادعا کړې چې ده دواړو هېوادونو ته د اوربند زمینه برابره کړې او هم یې په کشمیر کې د منځګړتوب وړاندیز کړی.
پاکستان د ټرمپ دغه وړاندیز ته هرکلی ویلی، خو هندوستان لا په رسمي توګه پر دې وړاندیز خپل دریځ نه دی ښودلی.
مایکل کوګلمین زیاتوي "لوړپوړي امریکايي چارواکي اکثره له پاکستاني پوځي مشرانو سره لیدنې کوي،" خو د هغه په خبره "ډېر کم داسې پېښې کېږي چې د امریکا ولسمشر د پاکستان د پوځ مشر ته په سپینه ماڼۍ کې بلنه ورکړي."
د هغه وینا وه چې د عاصم منیر او ټرمپ ترمنځ دا ملاقات د دې له امله هم خورا مهم دی چې اوس مهال د ټرمپ اداره د ایران او اسرائیل ترمنځ روانه جګړه کې د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه غور کوي.

د عکس سرچینه، @MichaelKugelman
یوازې یوه اونۍ مخکې د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټ کام) مشر، جنرال مایکل کوریلا ادعا کړې وه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر د ایبي دروازې په برید کې د اصلي کریکټر "جعفر" (شریف الله) د نیولو وروسته، عاصم منیر لومړی ځل دوی ته تیلیفون کړی او ویلي دي: "موږ (پاکستان) هغه (جعفر) نیولی دی او چمتو یو چې هغه امریکا ته وسپارو. مهرباني وکړئ د دفاع وزیر او ولسمشر (ټرمپ) ته خبر ورکړئ."
جنرال مایکل کوریلا تېره اونۍ سې شنبې په واشنګټن کې د کانګرس د وسلهوالو ځواکونو کمیټې د "منځني ختیځ او افریقا کې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او ملي امنیت ننګونو" په غونډه کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي وضعیت په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکول.
جنرال مایکل کوریلا په دې غونډه کې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې "یو غوره او د باور وړ شریک" باله او ویې ویل چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د قوي همکارۍ او استخباراتي تبادلې په مرسته یې د (اسلامي دولت) نومې "داعش"- خراسان پر ضد عملیات کړي، لسګونه ترهګر یې وژلي او د "داعش"- خراسان لږ تر لږه پنځه مهم غړي یې نیولي او امریکا ته سپارلي دي.
جنرال مایکل کوریلا د کمېټې غړو ته وویل: "موږ ګورو چې پاکستان د امریکا لخوا محدودو ورکړل شويو استخباراتي معلوماتو سره سره، له خپلو موجوده وسایلو په اغېزناکه توګه د "داعش"- خراسان پر ضد عملیات کوي او د دې عملیاتو اغېز څرګند دی."
د ټرمپ او مودي ترمنځ تیلیفوني اړیکه

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د وینا له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته ویلي چې هېواد به یې له پاکستان سره د کشمیر د شخړې په اړه هېڅ ډول منځګړتوب ونه مني.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرام مېسرې په وینا، نریندرا مودي د سې شنبې پر ورځ د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو پر مهال دغه دریځ په ښکاره ډول ټرمپ ته څرګند کړی.
د هند له لوري دا بیان څو ساعته مخکې له هغه رامخې ته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په سپینه ماڼۍ کې سره ګوري.
دا هم باید یاده شي چې ډونلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د څلور ورځني تاوتریخوالي له پیل راهیسې څو ځله د کشمیر پر موضوع د منځګړتوب وړاندیز کړی دی. تر دې دمه سپینې ماڼۍ د وکرام مېسرې پر دې بیان کوم غبرګون نه دی ښودلی.
وکرام مېسرې دا هم ویلي: "لومړي وزیر مودي په روښانه ډول ټرمپ ته ویلي چې د شخړې پر مهال د امریکا او هند ترمنځ د کوم تجارتي تړون خبرې نه دې شوي او نه هم د هند او پاکستان ترمنځ د امریکا له خوا د کوم ډول منځګړتوب بحث مطرح شوی دی."








