ولې د کال د پیل نېټه په ټوله نړۍ کې توپیر لري؟

د عکس سرچینه، Getty Image
- Author, إيثار شلبي
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
کله چې د ساعت ثانیهګر او دقیقهګر له یو بل سره غاړه غړۍ شي او د هر میلادي کال د جنورۍ د لومړۍ ورځې د رارسېدو اعلان وکړي، لازمي نه ده چې د نړۍ ټول هېوادونه د نوي کال پیل ولمانځي.
ځینې ولسونه خپل نوی کال په بېلابېلو نېټو کې لمانځي، چې دا د هغوی د سمهییزو کلیزونو، سپوږمیز (قمري) یا (لمریز) شمسي دورو او همدارنګه د ځانګړو کلتوري دودونو او مراسمو پر بنسټ وي.
له همدې امله د نوي کال پیل د ټولو ولسونو لپاره یو شان نه دی او ټوله نړۍ پر دې موافقه نه ده چې د جنورۍ لومړۍ ورځ د کال د پیل ټکی وبولي.
دا توپیر د وخت د ګډوډۍ له امله نه دی، بلکې د هغو بېلابېلو جنتریو (کلیزونو) د اوږده تاریخ پایله ده چې بشري تمدنونو رامنځته کړي دي. هر تمدن د کایناتو په اړه د خپل لید، د لمر او سپوږمۍ د خوځښتونو او له دین، کرنې او یا سیاسي واک سره د وخت د اړیکې سم خپل مهالوېش جوړ کړی دی.
اسلامي (هجري) تقویم

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي کلیز، چې د هجري تقویم په نوم هم پېژندل کېږي، د وخت د حساب لپاره په بنسټیز ډول د سپوږمۍ پر دوران ولاړ دی. د دې تقویم کال له محرم میاشتې پیلېږي، چې په اسلام کې له حرمت لرونکو میاشتو څخه ده.
د سپوږمۍ پر حرکت د بشپړې تکیې له امله، هجري کال شاوخوا ۳۵۴ ورځې لري، یعنې د میلادي کال پرتله نژدې ۱۱ ورځې لنډ دی.
همدا لامل دی چې د هجري کال میاشتې په دوامداره توګه د میلادي تقویم په دننه کې ځای بدلوي او د کال له بېلابېلو فصلونو تېرېږي، پرته له دې چې له کوم ثابت موسم سره تړلې وي.
هجري تقویم د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په پراخه توګه کارول کېږي، په ځانګړي ډول د مهمو دیني مناسبتونو د ټاکلو لپاره، لکه د روژې میاشت، د کوچني اختر او لوی اختر ورځې، د حج مراسم او نور هغه عبادتونه چې له قمري میاشتو سره تړاو لري.
دا تقویم له هغو پخوانیو تقویمو شمېرل کېږي چې تر نن ورځې پورې لا هم کارول کېږي.
دا په اوومه میلادي پېړۍ کې په رسمي ډول ومنل شو او له څوارلسو پېړیو زیات یې خپل دوامداره حضور ساتلی دی.
د دې تقویم ارزښت یوازې د وخت په تنظیم پورې محدود نه دی، بلکې تاریخي او سمبولیک بُعد هم لري، ځکه چې کلونه یې د رسول الله ﷺ د هجرت له پېښې پیلېږي، هغه پېښه چې د اسلامي تاریخ یوه بنسټیزه او برخلیک ټاکونکې شېبه بلل کېږي.
مسلمانان د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د هجري نوي کال پیل په ډول ډول بڼو لمانځي.
په دې کې لمونځونه، دیني نعتونه، کورنۍ راغونډېدنې او د مشعلونو لاریونونه شامل دي، چې د روحاني نوي کېدو او د نبوي هجرت د یاد تازه کولو نښه ګڼل کېږي.
د بېلګې په توګه، په اندونیزیا کې سلګونه کسان د ښارونو او اسلامي مرکزونو په کوڅو کې له مشعلونو سره ستر لاریونونه تنظیموي، چې ګډونوال پکې مشعلونه او څراغونه وړي او دا مراسم د دیني او ټولنیز رنګ یو ګډ انځور وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګرېګوري (میلادي) کلیز - د جنورۍ لومړۍ ورځ
دا تقویم په نړیواله کچه په پراخه توګه کارول کېږي او د هر میلادي کال د جنورۍ لومړۍ ورځ د نوي کال د رسمي پیل په توګه ګڼل کېږي.
دا تقویم له شمسي محاسبې سره تړاو لري او د منلو تاریخ یې لومړی د رومي امپراتورۍ له لارې، بیا د مسیحیت له لارې او وروسته په تدریجي ډول د نړۍ د هېوادونو تر منځ خپور شو.
سره له دې، دا نېټه په خپله د نړۍ لپاره په اوتومات ډول عامه نه ده بلکې د یوې تاریخي، کلتوري او حسابي برلاسۍ برخه ده چې نن په نړیواله کچه پرې هوکړه شوې ده. خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې کوم جشنونه او نوي کلونه لمانځل کېږي چې د جنورۍ له پیله بېل دي؟
د چین نوی کال

د عکس سرچینه، Getty Images
چینیان نوی کال د چینایي سپوږمیز ـ لمریز تقویم له مخې لمانځي، هغه تقویم چې د سپوږمۍ دورې د لمر له فصلونو سره یو ځای کوي.
دا جشن د هر کال د جنورۍ له وروستیو او د فبرورۍ د نیمايي تر منځ راځي، نه دا چې تل د جنورۍ په لومړۍ ورځ وي. دا نېټه عموماً د ژمي له انقلاب وروسته د دویمې نوې سپوږمۍ پر بنسټ ټاکل کېږي او هر کال د قمري محاسبې له مخې بدلېږي.
دا لمانځنه عموماً پنځلس ورځې دوام کوي. جشن د نوې قمري میاشتې له لومړۍ ورځې پیلېږي او د پنځلسمې ورځې د څراغونو په جشن پای ته رسېږي، هغه ورځ چې سپوږمۍ پوره کېږي.
په دې مناسبت، حکومت ډېری وخت شاوخوا اوه ورځې رسمي رخصتي اعلانوي.
د چین نوی کال د چینایي کلتور له مهمو اخترونو ګڼل کېږي، ځکه چې پکې د کورنۍ بیا یو ځای کېدو او د نېکمرغۍ د هیلو پر ارزښت ټینګار کېږي.
د چین د نوي کال ریښې لرغونو کرنیزو ټولنو ته رسېږي، چې د یوه فصل له پای او د بل له پیل سره یې د حاصلخېزۍ او ښو حاصلاتو د غوښتنې لپاره لمانځنې کولې.
دا دودونه وروسته له مذهبي مراسمو سره یو ځای شول، چې د کال په پای او پیل کې خدایانو او نیکونو ته درناوی وشي.
سربېره پر دې، ولسي افسانو، په ځانګړي ډول د "نیان" په نوم د یوه وحشي موجود افسانې، د دې اختر د نښو په ټینګېدو کې مهم رول لوبولی دی.
د افسانې له مخې، نیان به د هر کال په پای کې پر کلیو برید کاوه او له سور رنګ، شور او رڼا به وېرېده. همدا لامل شو چې دا عناصر د لمانځنو مهمه برخه وګرځي. د قمري ـ شمسي تقویم له پرمختګ سره، دا مراسم په تدریجي ډول په یوه کلني جشن بدل شول چې د "پسرلي اختر" په نوم پېژندل کېږي.
د کوریا نوی کال: سیولال

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې چې سوېلي کوریا د نړۍ د ډېرو هېوادونو په څېر، د میلادي تقویم له مخې د جنورۍ لومړۍ ورځ د کال رسمي پیل ګڼي، خو د کوریا دودیز نوی کال چې "سیولال" بلل کېږي، لا هم د کوریایانو لپاره تر ټولو مهم کلتوري او ټولنیز مناسبت دی او خپل ارزښت یې ان د میلادي نوي کال تر لمانځنې هم لوړ ساتلی دی.
د کوریا نوی کال په ثابته نېټه نه راځي، بلکې د قمري کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ پیلېږي.
له همدې امله دا عموماً د جنورۍ له وروستیو او د فبرورۍ د نیمايي تر منځ وي او نژدې په هماغه وخت کې راځي چې د چین نوی کال لمانځل کېږي.
د سیولال ریښې تر دوه زره کلونو هم زیات تاریخ لري او دا له قمري ـ شمسي تقویم سره تړاو لري، هغه تقویم چې کوریا د تاریخ په اوږدو کې له چین سره د کلتوري اړیکو له لارې تر اغېز لاندې راغلې ده.
تاریخپوهان یادونه کوي چې دا وخت په پخوا زمانو کې د یوې نوې کرنیزې دورې له پیل سره تړلی و. له همدې امله سیولال د ژوند او کار د بیا پیل یوه سمبولیکه شېبه ګڼل کېده.
د یهودانو نوی کال: روش هاشناه

د عکس سرچینه، Getty Images
د یهودانو نوی کال چې د "روش هاشناه" په نوم پېژندل کېږي، یوازې یو تقویمي بدلون نه دی، بلکې یو دیني او روحاني مناسبت دی چې د نړۍ د یهودانو لپاره ژورې ماناوې لري.
دا کال عموماً د میلادي تقویم له مخې د سپتمبر یا اکتوبر په میاشتو کې پیلېږي، ځکه چې عبري تقویم پر یوه پېچلي قمري ـ شمسي نظام ولاړ دی چې د سپوږمۍ دورې د لمر له حرکت سره یو ځای کوي، چې کال، کرنه او دیني موسمونه تنظیم کړي.
عبري تقویم نوی نه دی، بلکې زرګونه کاله لرغونی تاریخ لري او د وخت، طبیعت او دیني مناسبتونو تر منځ ژور تړاو څرګندوي. د یهودانو نوی کال د "تیشري" له میاشتې سره پیلېږي، چې د عبري تقویم له مخې اومه میاشت ده، خو د ملکي کال پیل بلل کېږي.
دا وخت ځکه ټاکل شوی چې د حاصلاتو د موسم له پای او د نوي کرنیز پړاو له پیل سره سمون خوري او همدا چاره دې مناسبت ته یو عملي کرنیز بُعد ورکوي.
د روش هاشناه پر مهال، یهودان بېلابېل دیني او روحاني مراسم ترسره کوي. په دې کې په عبادت ځایونو کې لمونځونه، د "شوفار" په نوم د بوق وهل، د تېرو کړنو او چلندونو په اړه فکر کول او د نوي کال لپاره نېکې هیلې شاملې دي.
همدارنګه دا مناسبت د کورنیو د راټولېدو وخت هم وي او دودیز خواړه لکه مڼه له شاتو سره خوړل کېږي، چې د خواږه او بختور نوي کال نښه ګڼل کېږي. په دې توګه، د یهودانو نوی کال د روحاني، ټولنیز او کرنیز اړخونو یوځای کېدل ښيي او د نوي کېدو، ځان ارزونې او د وخت د ارزښت پر اهمیت ټینګار کوي.
نوروز: د فارسي/منځنۍ اسیا نوی کال

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوروز اختر د فارسي شمسي تقویم له مخې د نوي کال جشن دی.
دا هر کال د پسرلي له اعتدال سره سم راځي، یعنې هغه وخت چې شپه او ورځ سره برابرې شي او دا د مارچ په ۲۰ یا ۲۱ نېټه وي، نه د جنورۍ په پیل کې.
د نوروز په رارسېدو سره د پسرلي پیل او د طبیعت نوې کېدنه اعلانېږي.
د نوروز د اختر ریښې له درې زره کلونو څخه هم پخوانیو لرغونو فارسي تمدنونو ته رسېږي او له زردشتي میراث او د رڼا، ژوند او توازن له ارزښتونو سره تړاو لري.
نوروز په ډېرو هېوادونو او سیمو کې لمانځل کېږي، چې تر ټولو مهم یې ایران، افغانستان، تاجکستان، اذربایجان، ازبکستان، ترکمنستان، د عراق کردستان، د ترکیې ځینې برخې، قفقاز او د منځنۍ اسیا سیمې دي، سربېره پر دې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتې ټولنې هم دا اختر نمانځي.
د نوروز له مهمو سمبولیکو دودونو څخه یو د "اوو سینونو درسترخوان" دی، چې په فارسي کې "هفت سین" بلل کېږي. دا یو دودیز دسترخوان دی چې د نوروز پر مهال په کورونو کې چمتو کېږي او اوه توکي پکې اېښودل کېږي چې ټول د فارسي ژبې په "س" توري پیلېږي.
امازیغي نوی کال: ینّاير

د عکس سرچینه، Getty Images
امازیغ، چې د شمالي افریقا اصلي اوسېدونکي دي او خپله ځانګړې ژبه او کلتور لري، خپل نوی کال د "ینّاير" په نوم لمانځي.
دا مناسبت عموماً د میلادي تقویم له مخې د جنورۍ په ۱۲ یا ۱۳ نېټه راځي، چې دا د یوه لرغوني کرنیز تقویم پر بنسټ دی او تاریخ یې څو پېړیو ته رسېږي.
د امازیغي نوي کال نوم د امازیغي تقویم د لومړۍ میاشتې څخه اخیستل شوی دی. دا اختر د کرنیز موسم له پیل سره تړاو لري او د حاصلخېزۍ، کار او نوي کېدو د یوه نوي کال د سمبولیک پیل په توګه ورته کتل کېږي.
دا لمانځنې په مراکش، الجزایر، تونس او لیبیا کې ترسره کېږي، چېرته چې کلتوري بُعد له تاریخي حافظې سره یو ځای کېږي او دا پیغام پیاوړی کوي چې د کال د پیل مفهوم یوازې د جنورۍ په لومړۍ ورځ پورې محدود نه دی، بلکې د انسان، ځمکې او طبیعي موسمونو تر منځ د اړیکې له مخې رامنځته کېږي.
د اېتوپیا نوی کال: اِنکوتاتاش

د عکس سرچینه، Getty Images
ایتوپیا او اریتریا دواړه خپل نوی کال د سپتمبر په میاشت کې لمانځي.
دا مناسبت د "اِنکوتاتاش" په نوم پېژندل کېږي او د اېتوپیايي تقویم له مخې ترسره کېږي، هغه تقویم چې د میاشتو په شمېر او د کال په اوږدوالي کې له ګرېګوري (میلادي) تقویم سره توپیر لري.
دا اختر د بارانونو د موسم له پای او د ځایي پسرلي له پیل سره راځي، چې له همدې امله روښانه طبیعي او کرنیز بُعد لري. اِنکوتاتاش د حاصلاتو له راټولولو او د نوي فصل لپاره د ځمکې له چمتو کولو سره تړاو لري.
د اِنکوتاتاش ریښې یوه لرغوني مدنیت ته رسېږي چې د اېتوپیا په تاریخ کې ژور ځای لري. په پخوانیو زمانو کې دا وخت د کرنیز او ټولنیز ژوند د یوه منظم بدلون او نوې دورې د پیل نښه بلل کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ژېړ "بیدن" ګل [لمرمخي ته ورته ګل] د اېتوپیا د نوي کال یو مهم سمبول ګڼل کېږي.
دا ګل د کورونو او کوڅو د سینګار لپاره کارول کېږي او د نوي کال د پیل په مناسبت د ډالۍ په توګه هم یو بل ته ورکول کېږي.
دا ګل، له دیني مراسمو او ولسي لمانځنو سره یو ځای، لکه دودیزې سندرې او نڅاوې، د نوي کېدو او هیلې احساس پیاوړی کوي او په ټولنه کې د خوشبینۍ فضا رامنځته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کال د پیل د نیټې اختلاف د مختلفو کلتورونو په منځ کې د بشري تجربو د تنوع څرګندونه کوي، که هغه د فلک، د دیني مراسمو، یا د موسمي لمانځنو پر بنسټ وي.
له چینایي او کوریايي نوي کال څخه چې د سپوږمۍ او فصلونو سره تړاو لري، تر نوروز او کرنیزو لمانځنو او د امازیغي او اېتوپیا نوي کالونو پورې، دا اخترونه د انسان د طبیعت او ټولنې سره اړیکه منعکسوي. همدارنګه نور تقویمونه او اخترونه هم شته، لکه د هندوانو او بودایانو نوی کالونه، چې د خپل ځانګړي قمري او شمسي دورو پر بنسټ ټاکل کېږي، چې څرګنده کړي هر کلتور د نوي کال د پیل خپله ځانګړې لاره لري.
که تاسو د کال پیل د جنورۍ پر لومړۍ ورځ لمانځئ، نو دا کال دې تاسې ته بختور وي.











