اتریش کې د ۳۰۰ کلن هوټل حیرانونکې کیسه چې له ونو تولید شوې برېښنا کاروي

په شنې غونډۍ باندې ودانۍ

د عکس سرچینه، Stanglwirt

    • Author, ډیوېډ فارلي
    • دنده, بي بي سي

دا هوټل شخصي شتمني ده، چې په ۱۵۶۷ کال کې د کان کیندونکو د دمه ځای او چای خونې په توګه یې کار پیل کړ. اوس نو په اتریش کې د الپ غرونو یو له خورا مشهورو ځایونو دی.

د "وایلډر کایزر" د هسکو غرونو لړۍ ته په نیمه لار کې، زما لارښود "لوییس مانزل" – چې په همدې ځای، د اتریش په "تیرول" (Tyrol) ایالت کې زیږېدلی او لوی شوی دی پرېکړه وکړه چې لږ وخت لپاره سورنی وغږوي.

هغه څرمني پتلون (د دې سیمې دودیز لباس) اغوستی و، او یوه دودیزه الپي سندره یې غږوله، په داسې حال کې چې زه خوله کېدم او خولې مې له بدن بهېدلې. ما پر هغه انعام فکر کاوه چې مانزل د غره ختلو په پای کې مې ژمنه کړې وه: یو ۳۰۰ کلنه وداني چې د سمندر له سطحې شاوخوا ۵،۰۰۰ فوټه (۱،۵۲۴ متره) لوړ موقعیت لري، او د غر له لویو ډبرینو لوړو برخو لاندې پروت دی. هغه د پرله پسې غږونو په منځ کې، کله چې زه د هغه تر شا روان وم، وویل: "دا به دې خوښ شي."

د هوټل کارکوونکي ډېری هغه محصولات په ځای کې کري یا یې روزي چې هوټل یې وړاندې کوي، چې په دې توګه کرنه د دوی د پایدارۍ په ماډل کې یو اساسي عنصر ګرځوي.

د عکس سرچینه، Ivana Larrosa

د عکس تشریح، د هوټل کارکوونکي هغه محصولات په ځای کې کري یا یې روزي چې هوټل یې کاروي، چې په دې توګه کرنه د دوی د پایدارۍ په ماډل کې یو بنسټي عنصر دی.

هغه سورنی غږول بند کړل او ماته یې وکتل، ویې ویل: "ماشومان له اوږدې لارې تګ سخته کرکه کوي. کله چې زه ماشومان په دې سفرونو کې بیایم، دوی نږدې تل له ما پوښتنه کوي چې ولې مې د ژوند ګټلو لپاره د غره لارښود کار غوره کړی دی. زه ورته وایم: 'زه په ښوونځي کې ډېر لټ وم، او پر دې کار سزاوار شوم چې د خپل ژوند د ګټلو لپاره یې وکړم.' بیا په خندا شو.

د فلمونو لکه د موسیقۍ غږ یا بل هنري کار ته تر ټولو نږدې شی دا دی چې تاسو په ستانغلویرت (Stanglwirt)کې څو ورځې تېرې کړئ. دا د اتریش د تیرول ایالت یو ځانګړی الپي تفریحځای دی، چیرې چې د لارښود – لوییس مانزل – سره د چکر او خوند اخیستو یوه شېبه ده.

زه د سفر د لیکوال په توګه، دې ته لېواله یم چې هوټلونه د هغه څه لپاره وکاروم چې په اصل کې د هغې لپاره جوړ شوي وو: لکه د خوب ځای. خو هرڅومره چې ما په ستانغلویرت کې ډېر وخت تېر کړ، هومره مې د پاتې کېدو لیوالتیا زیاته شوه. په حقیقت کې، پرته له پلي ګرځېدا او قدم وهلو ما په خپل څلور ورځني سفر کې هوټل پرېنښود.

د هوټل تاریخ

ستانغلویرت هوټل په ۱۵۶۷ کال کې د کان کیندونکو د میخانې او چای خونې په توګه جوړ شو، او بیا په ۱۷۲۰ کال کې په یو بشپړ مجهز میلمستون بدل شو. دوه کاله وروسته، دا د هاوزر (Hauser) کورنۍ لخوا وپېرل شو، چې له هغه وخت راهیسې یې اداره کوي.

ستانغلویرت، چې ۱۷۰ خونې لري یوازې د"هوټل" په نوم یادول یو ناسم نوم دی. کله چې ما په یوه دهلیز کې د ځای له څښتن او د ۸۰ کلونو مشر بالتازار هاوزر سره ولیدل، هغه خپله ګوته زما پر لور ونیوله او راته یې وویل: "ستانغلویرت یو داسې هوټل نه دی چې عضوي فارم ولري. دا یو عضوي بڼ دی چې یو هوټل لري."

هغه په خپله خبره کې سم و. ستانغلویرت پر ۱۳۲ هکټاره کرنیزې ځمکې او څړځایونو کې ودان شوی، او خپل پنیر، شیدې، مستې او د غوښې تولیدات لري.

د هوټل یوه خونه چې له لرګیو جوړه ده

د عکس سرچینه، Stanglwirt

د عکس تشریح، د میلمنو خونې له ځايي لرګیو جوړې شوې دي، او هوټل د خپل ځانګړي انرژۍ پر مټ چلېږي چې له لرګیو تولید شوي ګاز باندې تکیه کوي.

د پنیر جوړولو په یو ګودام کې د ګرځېدو پرمهال، د هوټل د پنیر جوړوونکې انا ایتشینغر وویل: "څومره چې پنیر غوړ وي، هومره یې د کارونې موده کمه وي. خو له دې امله چې زه یوازې د هوټل لپاره پنیر تولیدوم، دا ډېر ژر مصرفېږي." هغې راته د "برګکاس" (Bergkäse) پنیر یوه غټه ټوټه راکړه، چې د اول وارو غواګانو له شیدو جوړ شوی یو نیمه نرم غرنی پنیر و او چې په بوټو او وښو کې اېښودل شوی و. دا زما په ژوند کې تر ټولو غوړ پنیر و چې ما خوړلی دی.

د ونو پر مټ تولید شوې برېښنا

د ستانغلویرت له اوږدې مودې راهیسې د "پر ځان بسیاینې" پلوی دی، ان مخکې له دې چې دا کلمه د سفر په برخه کې عامه شي. پر خپل مټ پایدو ته د دوی ژمنتیا د خوړو تولید له میتودونو هاخوا ده: په ۱۹۸۰ مو کلونو کې، هوټل د ونې له پوستکي د تولید شوي بایوماس پر مټ د انرژۍ تولید یو مرکز کارول پیل کړل، چې دا یې په نړۍ کې یو له لومړنیو هوټلونو وشمېره چې په خپل ځای کې نوې بڼه انرژي تولیدوي. بایوماس له هغو ژوندیو موجوداتو راوتلې مادې ته ویل کیږي چې د بایوانرژۍ په تولید کې کارول کیږي.

د ۲۰۲۴ کال په مني کې، د هاوزر کورنۍ د "ستانغلویرت بایو-انرژي" په نوم یو پرمختللی د انرژۍ مرکز جوړ کړ، چې د تیرول ایالت د سېنکرافت (SynCraft) شرکت لخوا اختراع شوی دی.

 په تفریحي ځای کې د لامبو طبیعي حوض د نباتي تصفیې (فلټر کولو) سیسټم لخوا پاکیږي، او د خپل ځانګړي چینې (ینبوع) لخوا تغذیه کیږي.

د عکس سرچینه، Stanglwirt

د عکس تشریح، په تفریحي ځای کې د لامبو طبیعي حوض د نباتي تصفیې (فلټر کولو) سیسټم پر مټ پاکیږي، او د خپلې ځانګړي چینې اوبه ورته ورځي.

دا ټیکنالوژي په طبیعي توګه له راغورځېدلو لرګیو ټوټې د لرګیو پر ګاز (Wood gas) بدلوي، چې بریښنا او تودوخه تولیدوي، او ان بایوچار، چې د خوراکي توکو بډایه خاوره سموي، هم تولیدوي.

دا هوټل په نړۍ کې لومړنی ځای دی چې دا ټیکنالوژي کاروي، او له یو کال ازموینې وروسته، د ستانغلویرت مشرتابه اعلان وکړ چې دا بریښنايي اډانه هوټل ته په بشپړه توګه انرژي ورکوي.

ماریا، چې د بالتازار لور او د هوټل د مدیرانو له اتلسم نسل ده، وايي: "دا د کاربن له خپراوي پاک دی او پر اقلیم مثبته اغېزه لري."

لرګي یوازې د هوټل سونګ توکي نه دي، ټول هوټل له لرګیو ودان دی. د سویسي کاج (Swiss Pine) لرګي، چې یو کلک لرګی دی او یوازې په هسکو غرینو سیمو کې وده کوي، د سپینې پلستر (جپسم) تر څنګ د ودانۍ اصلي مواد دي.

ماریا وایي: "په ۱۹۷۰ مو کلونو کې، زما پلار له کروندګرو غوښتنه کوله چې د خپلو لرګیو پاتې شوني راوړي. دوی فکر کاوه چې دی لیونی دی، ځکه د هغوی لپاره لرګی یوازې کثافات وو. خو زما پلار ته، دا د بیا کارونې (ریسایکل)کېدو لرګی و او دا هغه څه دي چې موږ د هوټل پراخولو ته دوام ورکولو لپاره کارولي."

اسانۍ

ان که د پردې تر شا پر خپلو مټو تکیه لیدل ستاسو ستانغلویرت ته د ورتګ لپاره یو دلیل نه وي، دلته د ستاینې لپاره ډیر نور څه هم شته.

په هوټل کې وړو وړو خبرو ته پام دې حیرانوي. کارکوونکي "ډیرنډل" (Dirndl) او "لیدرهاوزن" (Lederhosen) اغوندي چې د اتریش تیرول ایالت او د جرمني د ځینو سیمو دودیزې جامې او هره کوټه د تیرول په توکو سینګار شوې، له اوبدل شويو بالښتونو نیولې تر لویو کړکیو چې د الپ غرونو ته مخامخ دي.

ستانغلویرت داسې بڼه جوړ شوی چې تاسو به یې هیڅکله هم هیر نه کړئ چې په هوټل کې چیرته یاست، ستاسو سترګې باید پر هر څه ولګیږي.

په نړۍ کې یو له هغو لږو هوټلونو څخه دی چې د "لیپیزانر" (Lipizzaner) نسل آسونو د روزنې او سپرېدو (Horse Riding) ښوونځی لري.

د عکس سرچینه، Stanglwirt

د عکس تشریح، دا په نړۍ کې یو له هغو لږو هوټلونو دی چې د "لیپیزانر" (Lipizzaner) نسل آسونو د روزنې او سپرېدو (Horse Riding) ښوونځی لري.

تفریحي ځای د لیپیزانر (Lipizzaner) اسونو لویه پاده ( کتار) او د اسونو د چلولو ځانګړی ښوونځی هم لري، هلته چې د هوټل له کړکۍ لرونکي تالاره په مخامخ ډول لیدل کیدلی شي. مېلمانه کولی شي د دې قیمتي سپین نسل اسونو سواري زده کړي.

دا هوټل درې د لامبو ډنډونه (حوضونه) هم لري. یو طبیعي حوض چې یوازې د "بالغو" ساحه کې د حوض په څیر دی، چیرې چې میلمانه په طبیعي ډول لامبي او په ځانګړي "اوفغوس" (Aufguss) الماني او اتریشي سونا بڼه کې ګډون کوي. دا د بخار حمام چارې د ګیري په نوم یو سونا کارپوه سمبالوي، څوک چې پر تودو ډبرو عطري تېل شیندي، او یوه لوی پکه کاروي چې توده هوا د ۱۵ دقیقو ناسته کې پر میلمنو وګرځي.

په ستانغلویرت کې د خوړو خوړلو غوراوي له یوه ارایشي خوړنځی نیولې تر یوې دودیزې میخانې (د ملکیت تر ټولو پخوانۍ برخه)، او "کوهستال سټوب" (Kuhstall Stube) رستورانته توپیر لري. دا یو ځانګړی رستورانت دی چې ۱۲ مېزونه لري او کړکۍ یې د یوې غوجل خولې ته پرانیستل کیږي، چیرې چې غواګانې د رستورانت خوړونکو ته ګوري، په داسې حال کې چې دوی د غوښې غولاش او ښوروا خوري.

د بالتازار زوی یوهانس وویل: "اوسنیو دودونو د یو ډېر پایښت لرونکي چلند غوره کول اسانه کړي دي. په دې ورځو کې، ډیر خلک سیمه ییز بیر (د وربشو اوبه) یا نور خوراکي توکي غواړي، کوم چې ښه دي ځکه چې موږ یې حتماً چمتو کولی شو."

شاوخوا ۷۵ سلنه خواړه له سیمې راځي. "موږ کولی شو نور څه، لکه شناپس (د شرابو یوه بڼه)، هم جوړ کړو. خو ولې داسې وکړو چې یوازې څو کیلومتره لیرې د شناپس دومره ښه تولیدونکي شته؟" ستانغلویرت خپل یو سپک او پاک ستانغل (Stangl) بیر تولیدوي.

شاید په هوټل کې تر ټولو لږ په زړه پوري څه هغه مشهور خلک وي چې له دې ځایه یې لیدنه کړې ده. دهلیزونه د هغو مشهورو شخصیتونو په چوکاټي شويو عکسونو سینګار شوي چې له ستانغلویرت ته ورغلي: ارنولډ شوارزنیګر، هیلري کلینټن، محمد علي کلې، بینګ کروسبي، او آډري هیپبورن، د نورو اوږدو نوملړونو په منځ کې لیدلی شئ.

ماریا وایي: "پخوا خبریالانو تل له ما د هغو مشهورو شخصیتونو په اړه پوښتل چې دلته پاتې شوي وو. خو اوس ، دوی زموږ پر ځان بسیاینې چارو په اړه پوښتي."

کله چې موږ غره ته راستانه شو، زه او زما لارښود، لوییس مانزل، د "وایلډر کایزر" د غرونو پر نرو څوکو او کږلېچونو په سختۍ سره خپل مزل ته دوام ورکړ چې ستانغلویرت ته ورسېږو. هلته زموږ په غوړ غرني پنیر لوښو، لاندیاګر لوګي لرونکو ساسجونو، سړې ستانغل د وربشو ډوډۍ، او پودینې شناپس سره هرکلی وشو، چې دا ټول دې هوټل یا ورڅېرمه سیمو کې تولید شوي وو.

ماته داسې ښکاره شوه چې زما د دې سفر د خوند خبره یوازې ځینې تر ټولو ښه پنیر نه و چې ما په خپل ژوند کې خوړلی، دا درس هم و چې یو زوړ الپي هوټل څنګه کولی شي د ښېرازه راتلونکي پر لور لارې ته د خلکو پام ورواړي.