که د ځمکې پر مخ ونې ورکې شي، نو څه به پېښ شي؟

د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۹مه نېټه د پولنډ د وارسا پر سر د شپې اسمان، چې په کې د "برشاوي شهابونو" (Perseids) برخه په ليدل کېدای شي، او دا د شهابونو د اورښت (Meteor Shower) يوه برخه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ریچل نوير
    • دنده, بي بي سي نيوز

په "مېډ مېکس: فيوري روډ" فلم کې، فيوريوزا هلې ځلې کوي چې د "زرغون ځای" په نوم سمسور بڼ ته چې ونې په کې دي، بېرته ورشي، هغه بڼ چې د نړۍ له ويجاړۍ وروسته وروسته روغ پاتې دی. خو کله چې فيوريوزا د هیلو دغې ځای ته ورسېده، يوازې شګلنې غونډۍ او د وچو ونو پاتې شوني يې وموندل، او له سختې ناهيلۍ يې يوه فریادي چیغه وکړه.

د فلوريډا د ونو د نادولتي مؤسسې مشره مېګ لومان وايي "ځنګلونه د ژوند بنسټ دی. فوق العاده او اړینې دندې ترسره کوي چې موږ سره د ځمکې پر مخ په ژوندي پاتې کېدو کې مرسته کوي."

د ځمکې پر مخ د ونو دندې د کاربن ذخيره کولو او د خاورې له ساتنې نيولې، د اوبو د دوران تنظيمولو، غذايي سيستمونو ملاتړ، د بې شمېره حيواناتو او مرغانو لپاره د سرپناه برابرولو، او انسانانو ته د ودانيزو توکو تر برابرولو مهم کارونه کوي.

خو انسانان ډېر وخت له ونو سره بې پروايي کوي، د اقتصادي ګټو لپاره يې پرې کوي، يا دا چې د ښاري پراختيا په لاره کې خنډ ګرځي. د "نېچر" په نوم خپرې شوې يوې څېړنې له مخې، انسانانو له ۱۲ زره کاله راهيسې د نړۍ نږدې نيمې ونې چې شمېر يې ۵.۸ ټريليونه ته رسېږي، پرې کړې دي.

په کال کې نږدې ۱۵ ميليارده ونه پرې کيږي، په تېره بيا په استوايي سيمو کې، ځکه خو د صنعتي انقلاب راهيسې د ځنګلونو سیمه ۳۲ سلنه راکمه شوې ده.

د اسپانيې د آويلا په ولایت کې، د لاس ناواس دېل مارکېز (Las Navas del Marqués) ښارګوټي ته څېرمه، د يوې سختې اورلګېدنې وروسته د صنوبر (څېړۍ) ځنګل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انسانانو له ۱۲ زره کلونو راهيسې د نړۍ نږدې نيمې ونې چې شمېر يې ۵.۸ تریلیونه (پنځه اعشاريه اته تریلیونه) ونو ته رسېږي، پرې کړې دي.

تېر اګسټ مياشت کې د برازيل په امازون ځنګلونو کې د اور لګېدنې شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۴ سلنه زيات شوی و، او په اندونيزيا او ماداګاسکر کې هم د کرنيزو ځمکو لپاره د ونو پرې کولو او سوځولو عمليات زيات شوي وو.

انسانانو له ۱۲ زره کاله راهيسې د نړۍ نږدې نيمې ونې چې شمېر يې ۵.۸ تريليونه ونو ته رسېږي، پرې کړې دي.

سره له دې چې دا نږدې ناشونې ده چې ټولې ونې په يو ځل د ځمکې پر مخ ختمې شي، پرته له دې چې داسې ناورين رامنځته شي چې په زموږ په تصور کې نه راځي، خو له ونو پرته د نړۍ د دې تريخ انځور تصور، لکه په "مېډ مېکس" فلم کې، موږ سره د ونو له لاسه ورکولو د ناورين په کچه پوهېدو کې مرسته کولی شي.

په پيل کې، که ونې ناڅاپه ورکې شي، نو پر ځمکه به د ژونديو موجوداتو د تنوع ډېرې نښې له منځه لاړې شي، ځکه چې د طبيعي چاپېريال له لاسه ورکول په ټوله نړۍ کې د حيواناتو د انقراض اصلي محرک دی.

د برازيل د ريو ډي جنيرو پوهنتون چاپېريال پوه جېمي برېوډېلو وايي، چې د ټولو ځنګلونو ويجاړول به پر نباتاتو، حيواناتو او فنګسونو فاجعه لرونکې پايلې ولري، او په سيمه ييزه او نړيواله کچه به د ټولو ژونديو موجوداتو ډله ييز انقراض پېښ شي.

په ۲۰۱۸ کال کې، برېوډېلو او همکارانو يې وموندله چې د ژونديو ډولونو د بډايني کچه په عمومي ډول په هغو سيمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړه وه چې ونې په کې وې، د هغو سيمو په پرتله چې ونې يې نه درلودې.

په ترکیه کې، د ۲۰۲۵م کال د اګست په ۱۷مه نېټه په چناق قلعه کې د اور وژنې عملیاتو په دویمه ورځ، يو رو هوسۍ (Roe Deer) د سوځېدلو ونو تر منځ منډې وهلې، په داسې حال کې چې د اور وژنې او د ترکيې د ځنګلونو عمومي مديريت ټيمونو خپلو هڅو ته دوام ورکاوه چې د جېلي بولو (Gelibolu) په ځنګلي سيمه کې پيل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ونو د ورکېدو په صورت کې به په لنډ او اوږد مهال کې د ځمکې پر مخ اقليم په بشپړه توګه بدل شي.

برېوډېلو وايي چې تيتې پرکې او خورې ورې ونې د يو مقناطيس په څېر بيالوژيکي تنوع راجلبوي، ځکه چې دا د بېلابېلو حيواناتو او نباتاتو د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړينې سرچينې برابروي.

د ونو د ورکېدو په صورت کې به په لنډ او اوږد مهال کې د ځمکې پر مخ اقليم په بشپړه توګه بدل شي، ځکه چې ونې د اوبو په دوره کې د بيولوژيکي پمپونو رول لوبوي. ونې اوبه له خاورې وباسي او د اوبو د بخار په توګه يې فضا ته خوشې کوي، په دې توګه ځنګلونه د ورېځو په جوړېدو او د باران په ورېدو کې مرسته کوي.

ونې د اوبو په زېرمه کولو سره سېلابونه درولی شي، او په سمندغاړو او ساحلي ټولنو کې د طوفانونو او بادونو پر وړاندې دفاع کوي. د ونو ريښې په خپل ځای کې د خاورې په ټينګولو کې مرسته کوي او د باران له امله يې به انګرافه ساتي او ميکروبي موجوداتو ته سرپناه برابروي.

هغه ځمکې چې ونې يې پرې کړي، له سختو وچکاليو به ډېرې اغېزمنې شي، سېلابونه به زیات شي، او د خاورې ویجاړي به پر سمندرونو او سمندري ژويو اغېز وکړي، او ښايي ډېر ټاپوګان وروسته له هغه چې ونې ترې لرې شي،تر اوبو لاندې کېږي.

د زيوريخ د سویس فدرالي ټیکنالوژۍ انستيتوت چاپېريال پوه توماس کراوټر وايي "د ونو پرې کول به د ځمکو پراخې سيمې په سمندرونو کې د ډوبېدو لامل شي."

ونې په هغو سيمو کې چې وده کوي، د هوا تودوخه کموي، ځکه چې ونې خاورې ته سيوری ورکوي او تودوخه يې ساتي. د دې له امله، هغه ځایونه چې ونې ترې لرې شوي او سپېرې دي، سم لاسي به ډېرې ګرمې شي. په يوه بله څېړنه کې، برېوډېلو او همکارانو یې وليدل چې د ۲۵ کيلومتره مربع سیمې د ونو لرې کولو په پايله کې، په هغې سيمې کې تودوخه لږ تر لږه دوه (۲) درجې سانتيګراډه لوړه شوه.

ونې د اقليم د بدلون له امله رامنځته شوي د احتباس حرارتي اغېزې کموي، ځکه چې کاربن په خپلو تنه کې ذخيره کوي او کاربن ډای اکسايډ له فضا لرې کوي.

د مادريد شمال ته، د ترس کانتوس (Tres Cantos) ناحيې ته نږدې په يو ځنګل کې د اورلګېدنې له امله لوګی او ايرې ليدل شوي، چې له امله يې سلګونه اوسېدونکي تخليه شوي، او يو اوسېدونکی چې په سختو سوځېدنو اخته و، په روغتون کې مړ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه ځایونه چې ونې ترې پرې شوې، ډېر ژر به ګرم شي.

د اقليم د بدلون په اړه د نړيوال حکومتي هيئت لخوا خپاره شوي راپور کې دې ته اشاره شوې چې د ځنګلونو له منځه وړل لا دمخه د نړيوال کاربن خپرولو (انبعاثاتو) په ټوله کچه ۱۳ سلنه برخه لري، په داسې حال کې چې د ځمکې د کارولو د نمونو بدلون په کې ۲۳ سلنه برخه لري.

د کلیفورنيا پوهنتون د چاپېريالي علومو پروفيسر پاولو ډوډوريکو وايي چې هغه ايکوسيستمونه چې ونې ترې پرې شوې، په فضا کې به د کاربن ډای اکسايډ د خپرولو سرچينه شي.

د وخت په تېرېدو سره به په فضا کې د کاربن کچه دوه چنده شي، او په تېرو څو لسيزو کې به پاتې واړه بوټي د احتباسي حرارت د اغېزو پر وړاندې مقاومت ونشي کولی.

کله چې نباتات تجزيه شي، نو پراخ مقدار کاربن به فضا ته خوشې کړي، او د ځمکې تودوخه به په بې سارې کچه لوړه شي. پراخ مقدار کاربن به سمندرونو ته هم ننوځي او د تېزابيت کچه به يې لوړه کړي تر دې چې ښايي ټول سمندري ژوي (پرته له ځينو کبانو) له منځه يوسي.

د تودوخې لوړوالی، د اوبو دورې ګډوډي، او د سيوري له لاسه ورکول به د ميلياردونو انسانانو او مالدارۍ ژوند وتروړي، او د ځنګلونو په سکتور کې ډېر کارکوونکي به د خپلې روزۍ او ګټې وټې سرچينه له لاسه ورکړي. هغه لرګي به ورک شي چې ډېر خلک پرې د پخلي او کورونو ګرمولو لپاره تکيه کوي.

د لرګيو پرې کوونکي، د کاغذ جوړونکي، د مېوو راټولونکي، او ترکاڼان او نور کسان چې خپله روزي له ونو ګټي، بې کاره به شي. دا به پر نړيوال اقتصاد ناوړه اغېز وکړي، ځکه چې د لرګيو سکتور ۱۳.۲ ميليونه کارکوونکي لري او په کال کې ۶۰۰ ميليارده ډالر عايد لري.

کرنيز نظامونه به ګډوډ شي، ځکه چې هغه حاصلات به کم شي چې د ونو سيوري پورې تړلي دي (لکه قهوه)، او همدارنګه هغه حاصلات چې د مرغانو او حشراتو لخوا د ګردې اچونې پورې تړلي دي ورکېدلی شي.

په ۲۰۲۵م کال د اګست په ۴مه نېټه، د ورمونټ په مونکټن (Monkton, Vermont) کې، لرګي پرې کوونکی (حطّاب) کال بېلېنډ د يوې ګرافي (جرافې) په کارولو سره د ونو سختې تنې راټولوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په کال کې نږدې ۱۵ ميليارده ونې پرې کيږي، په ځانګړي ډول په استوايي سيمو کې.

د تودوخې لوړوالي او د باراني موسم د بدلون له امله به په ځينو سيمو کې حاصلخېزه ځمکې بې حاصله شي، په داسې حال کې چې په نورو سيمو کې به حاصلات وده وکړي چې د کرنې لپاره مناسبې نه وې، او خاوره به د وخت په تېرېدو سره بې ګټې شي، او نباتات به يوازې د پراخ مقدار سرې په کارولو سره حاصل ورکړي. د تودوخې درجه به دومره لوړه شي چې د ځمکې په ډېرو سيمو کې به ژوند او کرنه ناشوني شي.

روغتیايي پایلې

ونې هوا پاکوي، ککړونکي مواد جذبوي او کوچني ذرات په خپلو پاڼو، څانګو او تنه کې ساتي. د امريکا د ځنګلونو ادارې څېړونکو اټکل کړی چې يوازې په متحده ايالاتو کې ونې په کال کې نږدې ۱۷.۴ ميليونه ټنه ککړونکي مواد له هوا لرې کوي.

ډوډوريکو وايي چې موږ به د نادر يا نويو ناروغيو د خپرېدو شاهدان واوسو چې له هغو حيواناتو لېږدول کيږي چې موږ يې له پخوا نه پېژنو. هغه او کاري ډلې يې وليدل چې د ايبولا ناروغي په هغو سيمو کې انسانانو ته ولېږدېده چې د ځنګلونو سیمه يې کمه شوې وه.

که ونې ناڅاپه ورکې شي، نو موږ به د حيواني ناروغیو لکه ايبولا، نېپاه وایرس، او لويديځ نيل وایرس ته ډېر حساس شو، او همدارنګه هغه ناروغۍ به ډېرې شي چې د مچيو په واسطه لېږدول کيږي لکه ملاريا او د ډينګي تبه.

ډېرو څېړنو زموږ رواني روغتيا لپاره د ونو او طبيعت ګټې په ډاګه کړې دي. په جاپان کې ځينې ډاکټران اوس ناروغانو ته مشوره ورکوي چې د روغتيايي ګټو له امله په ځنګلونو کې وخت تېر کړي.

ونې د بې شمېره انسانانو د ماشومتوب د يادونو يوه بنسټيزه برخه ده، او د تاريخ له پيله راهيسې د ډېرو شعرونو، ادبي ناولونو، او هنري انځورونو مرکز، او په ډېرو دينونو کې يې مهم رول لوبولی دی.

پایله دا چې، د انسانانو ژوند به په داسې نړۍ کې دوزخ شي چې ونې نه لري. تمدن او د ښه ژوند بېلګې به له منځه لاړې شي، او ډېر خلک به د لوږې، تودوخې، وچکالۍ او سېلابونو له امله مړه شي. ښايي يوازې هغه قبيلې پر ځمکه پاتې شي چې د ونو پرته چاپېريال کې د دوديز ژوند پټ رازونه پېژني، لکه د اسټراليا ايبورجين خلک.

کراوټر په دې اند دی چې پاتې ټولنې به د مريخ پر مستعمرو پسې شي، چې په ټیکنالوژۍ به اداره کيږي او له هغه ژوند سره به هيڅ تړاو ونه لري چې موږ يې پرې عادت شوي يو. کراوټر وايي چې د ځمکې سياره په نړۍ کې د ژوند له ډولونو سره خورا ځانګړې ده چې پوهان یې تر اوسه په تفسير او روښانولو کې پاتې راغلي، خو که ونې ورکې شي، نو د ژوند ډېرې نښې به هم ورسره ورکې شي.