متقي وايي د بریتانوۍ جوړې د خوشې کولو هڅې روانې دی: کورنۍ یې' وېریږي چې هغوی به زندان کې مړه شي '

پېټر او باربي رېنولډس په تېره فبرورۍ میاشت کې نیول شوي وو.

د عکس سرچینه، Handout

د عکس تشریح، پېټر او باربي رېنولډس په تېره فبرورۍ میاشت کې نیول شوي وو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د هغې بریتانوۍ جوړې د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي چې د دې کال په پیل کې د افغانستان په بامیانو ولایت کې د طالبانو حکومت له لوري نیول شوي دي.

امیرخان متقي وویل " دوه تنه اتباع د بریتانیې چې بندیان دي، هغوی وخت پر وخت له خپلې کورنۍ سره په تماس کې وي، هغوی ته قونسلي خدمات رسېږي د هغوی د خلاصون لپاره هم کوششونه روان دي خو ولې هغه پړاونه یې تر اوسه پورې لا نه دي طی شوي."

ښاغلي متقي وویل " د هغوی چې کوم بشري حقوق دي کاملا په نظر کې نیول کېږي. د علاج لپاره، د تماس لپاره، همدارنګه د استوګنې د ځای لپاره ټولو ته یې رسیدګي شوې ده."

د دغه جوړې زوی بي بي سي ته ویلي، " وېره لري چې مور او پلار به یې د طالبانو په زندان کې مړه شي."

اتیا کلن پېټر او شپږ اویا کلنه باربي رېنولډس په تېره فبرورۍ میاشت کې نیول شوي وو.

دغه جوړه له رسمي تورونو پرته په زندان او توقیف کې ساتل شوې ده. ویل کېږي دا مېړه او ښځه دواړه روغتیايي ستونزې لري او لویان اولادونه یې وايي، په توقیف کې یې د مړینې خطر موجود دی.

دې جوړې په افغانستان کې ۱۸ کاله تېر کړي او په تعلیمي پروژو کې یې همکاري کړې.

د ګارډین ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د ملګرو ملتونو ماهرینو یوې ډلې له قوله ویل شوي، چې دوی د پاخه عمر دې جوړې د نیول کېدو په دلیل نه پوهېږي او په دې هکله یې د سملاسي بیاارزونې غوښتنه کړې ده.

د ګارډین په رپوټ کې د ماهرینو دې ډلې له قوله چې د تشدد په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټره الیس جیل اډوارډز هم پکې شامله ده ویل شوۍ: ''په داسې ناوړه وضعیت کې د دوی توقیف کې ساتل غیر انساني (چاره) ده او دا ځکه د ډېرې اندېښنې وړ ده، چې د دوی روغتیايي وضعیت خورا نازک دی. زموږ لومړنۍ غوښتنه دا ده، چې دوی باید د درملنې لپاره یوه ملکي روغتون ته ولېږدول شي.''

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د فبرورۍ پر ۲۴مه بي‌بي‌سي ته ویلي وو: "یوه لړ ارزونې روانې دي او وروسته به هڅه وکړو، چې دوی ژر تر ژره خوشي کړو." خو دا دی د څومیاشتو په تېرېدو لا هم د هغوی د خوشې کېدو په اړه کوم خبر نشته. دا هم نه ده روښانه چې د دغه بریتانوۍ جوړې د نیولو دلایل څه دي.

له هغه وروسته چې په تېره مارچ میاشت کې له دې جوړې سره نیول شوې امریکایۍ پايهال خوشې شوه، د دې برېتانوۍ جوړې زوی جوناتن په تېره اپریل میاشت کې له سپینې ماڼۍ هم غوښتي وو، چې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

جوناتن رېنولډس ویلي و، مور، پلار یې په ۱۹۷۰ کال کې کابل کې واده کړی او وروسته د افغانستان تابعیت ورکړل شوی.

طالب چارواکو هغه مهال کابل کې د نوموړې د خوشي کېدو پرمهال دا د ټرمپ ادارې لپاره د ''نېک نیتۍ'' یوه چاره بللې وه.

له هغه وروسته رېنولډس هم وهڅېد، چې د سپینې ماڼۍ مخې ته تېره اوونۍ په یوه ثبت شوي ویډیويي پیغام کې له ولسمشر ټرمپ نه د پیټر او باربي د خلاصون لړ کې د مرستې غوښتنه وکړي.

رېنولډس چې د امریکا تابعیت لري، له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، پلار، مور یې رسماً په هېڅ جرم نه دي تورن شوي.

د یادونې ده، چې طالبانو په فبرورۍ کې بي بي سي ته ویلي و، چې هوډ لري هر څومره ژر چې کېږي، دا جوړه خوشې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا په کابل کې خپل سفارت بند کړ.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه مهال ویلي و، د دې معنا دا ده، چې په افغانستان کې له بریتانوي وګړو سره د مرستې په لړ کې د دوی وړتیا ''خورا محدوده ده.''