د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر له خوشي کېدو وروسته بیا نيول شوی

علي وزير

د عکس سرچینه، Getty Images

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مشر او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزير د راولپنډۍ له اډياله جيل څخه له خوشي کېدو وروسته سملاسي بيا نيول شوى دى.

ويل کېږي علي وزير چې له نژدې دوه میاشتني بند وروسته د اډياله له زندانه بېګاه خوشی شو د پنجاب پوليسو او په ملکي جامو کې خلکو بيا نيولی او نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون پر خپله اېکس پاڼه د علي وزير د بيا نېول کېدو د خبر تر څنګ ليکلي چې "د پنجاب حکومت د مريم نواز [د پنجاب اعلی وزيره] په حکم په درېيم ځل علي وزير د زندان له دروازې نيولی دی."

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې نوموړی د يو شمېر کسانو له خوا له نيول کېدو وروسته موټر ته خېژول کېږي. هلته موجود کسان چې د ده د خوشي کېدو هرکلي ته ورغلي وو له نيول کېدو وروسته يې د احتجاج په ډول د خوشي کېدو نارې وهې.

علي وزير د روان ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېيمه نېټه د اسلام اباد پر لويه لار له يوې ترافيکې پېښې وروسته د پمز روغتون له بېړنۍ څانګې نيول شوی وو.

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځله د پوليسو او امنيتي کسانو له خوا نيول شوی او زندان ته اچول شوی دی.

منظور پښتين

د عکس سرچینه، @MONI_KAKAR

علي وزير په داسې حال کې يو ځل بيا نيول کېږي چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر مياشتې پر ۱۱ نېټه د "پښتنو قامي عدالت" په نامه جرګه په خيبر کې جوړه شي.

دغه جرګه د منظور پښتون له خوا رابلل شوې چې په وينا يې د کوزې پښتونخوا پښتانه ولسونه به پکې د ورپېښو مسایلو د حل پر لارو چارو بحث او پرېکړه کوي.

په ورته مهال د خيبرپښتونخوا د ايالت حکومتي چارواکو په وینا، اعلی وزير علي امين ګنډاپور د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتون سره د دوشنبې په ورځ (۳۰ سپټمبر) ليدلي او د اکټوبر ۱۱ مې غونډې په اړه ورسره غږېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر له هغه وروسته له ښاغلي پښتین سره کتلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو پر منظور پښتین د یوه ناکام برید د هڅې ادعا کړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، ښاغلی پښتین د قامي جرګې غونډې لپاره د میدان پرانیستې له مراسمو بېرته ستنېده، چې پېښور کې پرې ځینې کسانو د برید ناکامه هڅه وکړه.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند محمد علي سیف رسنیو سره مرکه کې ويلي، علي امين ګنډاپور له ښاغلي پښتین سره لیدنه کې د امنیت په ګډون پر بېلابېلو مسئلو غږېدلی دی. حکومتي ویاند زیاته کړه، منظور احمد پښتین اعلی وزیر ته د خپل غورځنګ لخوا د رابلل شوې غونډې په هکله معلومات ورکړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، اعلی وزیر ښاغلي پښتین ته د قامي جرګې غونډې د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې که کومه ستونزه وي په حل کې به یې مرسته کوي.