امریکا د سرتېرو د وژلو په غچ کې سوریه کې د داعش ۷۰ هدفونه ویشتلي

د ویډیو تشریح، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: "موږ پر هر ځای بې عیبه برید وکړ"

په سوریه کې پر ځینو سیمو د امریکا د شپنیو بریدونو په لومړني غبرګون کې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل، سوریه د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې پر ضد مبارزې ته ژمنه ده.

دغه وزارت ټینګار وکړ چې هڅه کوي د دې ډلې لپاره د سوریې په خاوره کې هېڅ خوندي پټنځای پاتې نه شي او له امریکا او د نړیوال ائتلاف له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هڅو کې ورسره یوځای شي.

د سوریې د بشري حقونو د څار مرکز د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د امریکا د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه د داعش پنځه غړي وژل شوي دي.

د یاد مرکز مشر رامي عبدالرحمان فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، په وژل شویو کې "هغه کس هم دی چې په دیرالزور کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو د یوې ډلې مشري کوله".

امریکا وايي دا په سوریه کې د داعش پر هدفونو "پراخ برید" دي، چې هلته یې پر امریکايي ځواکونو د هغه پخواني برید په غچ کې کړي چې دوه امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وویل جنګي الوتکو، بریدګرو چورلکو او توپخانې د سوریې د مرکزي سیمو په بېلابېلو ځایونو کې "تر ۷۰ ډېر هدفونه وویشتل". سنټکام زیاته کړه چې د اردن ځواکونو هم د جنګي الوتکو له لارې ملاتړ کړی دی.

سنټکام همداراز وویل، په دې عملیاتو کې "له ۱۰۰ ډېر زیات دقیق مهمات" کارول شوي چې د داعش "پېژندل شوې" بنسټیزې زېربناوې او د وسلو ځایونه یې په نښه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې هکله وویل: "موږ د داعش پر مرکزونو په ډېر قوت برید کوو"، دا څرګندونې یې د دسمبر پر ۱۳مه په تدمر ښار کې د داعش له هغه کمین وروسته وکړې چې پکې دوه امریکایي سرتېري او یو امریکایي ملکي ژباړن ووژل شول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر اېکس یوه بیان کې وویل چې د "عین الصقر" عملیات د جمعې په ورځ پیل شول.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان امیر البحر براډ کوپر وویل، امریکا به "له ستړیا پرته د هغو ترهګرو تعقیب ته دوام ورکړي چې غواړي په ټوله سیمه کې امریکایانو او د هغوی شریکانو ته زیان ورسوي".

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هیګسېت وویل، دا عملیات "د جګړې پیل نه دی، بلکې د غچ اعلان دی".

هغه زیاته کړه: "که تاسې امریکایان په هر ځای کې په نښه کړئ، نو د خپل لنډ او له وېرې ډک ژوند پاتې برخه به په دې پوهېدو تېروئ چې امریکا به مو پل درپسې واخلي، پیدا به مو کړي او بې‌رحمانه به مو ووژني".

د امریکا د دفاع وزیر وویل: "نن مو خپل دوښمنان تعقیب او ووژل. ډېر یې او موږ به دې کار ته دوام ورکړو".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ولسمشر ټرمپ په تروت سوشال کې لیکلي چې امریکا "په سختۍ سره، لکه څنګه چې مې ژمنه کړې وه، د وژونکو ترهګرو څخه غچ اخلي".

هغه وویل چې سوریایي حکومت "په بشپړ ډول د دې ملاتړ کوي".

په ورته وخت کې، بریتانیا مېشت د سوریې د بشري حقونو څار مرکز تایید کړی چې د داعش ځینې ځایونه د الرقه او دیرالزور ښارونو ته نژدې په نښه شوي دي.

داعش لا تر اوسه پر دې بریدونو څه تبصره نه ده کړې او بي بي سي هم ونه توانېده چې د دغو هدفونو تصدیق وکړي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ مخکې ویلي وو هغه برید چې په تدمر کې د امریکایانو د وژلو سبب شو، د داعش یوه وسله‌وال کړی و چې "شخړه وشوه او ووژل شو".

په دې کمین کې درې نور امریکایي سرتېري ټپیان شول او د پنټاګون یوه چارواکي وویل دا پېښه "په هغه سیمه کې رامنځته شوه چې د سوریې ولسمشر پرې واک نه لري".

په ورته وخت کې، د سوریې د بشري حقونو څار مرکز وویل بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و.

یو امریکایی عسکر د GBU-31 مهماتو په سیسټمونو کې د وژل شویو امریکایی سرتېرو نومونه لیکي مخکې له دې چې امریکایی پوځ په سوریه کې د داعش په لسګونو اهدافو باند په غچ کې لوی بریدونه پیل کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یو امریکایی عسکر د GBU-31 مهماتو په سیسټمونو کې د وژل شویو امریکایی سرتېرو نومونه لیکي مخکې له دې چې امریکایی پوځ په سوریه کې د داعش په لسګونو اهدافو باند په غچ کې لوی بریدونه پیل کړي.

هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی او د وسله‌وال هویت لا نه دی څرګند شوی.

په ۲۰۱۹ کال کې، د امریکا په ملاتړ د سوریې د مبارزو ځینو ډلو اعلان وکړ چې داعش د سوریې په خاوره کې خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، خو له هغې راهیسې دغه ډله ځینې بریدونه کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دا ډله لا هم په سوریه او عراق کې شاوخوا ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ پورې وسله‌وال لري.

امریکایي ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په سوریه کې حضور لري چې د نورو ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي او دا د داعش پر ضد د مبارزې د کمپاین برخه ده.

سوریه هم په دې وروستیو کې د "اسلامي دولت" پر ضد له نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوې او له امریکا سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په تېره نومبر میاشت کې د سوریې د لنډمهالې ادارې مشر احمد الشرع له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل او خپله لیدنه یې د دواړو هېوادونو د "نوي پړاو" برخه وبلله.