یونیسف د جګړو په سیمو کې د ګوزڼ د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق خبرداری ورکړی، چې د جګړو په سیمو کې د خوندیتوب او د واکسین د کمښت له امله ماشومان د فلج کېدو یا ګوزڼ له ګواښ سره مخامخ دي.
یونیسف وايي، د تېرو پنځو کلونو په لړ کې جګړه ځپلو سیمو کې د پولیو د واکسین کولو کچه شاوخوا ۷۰ سلنې ته راښکته شوې ده او دا هغه د ۹۵ سلنې څخه چې معیار دی ډېره ټیټه ده.
د ماشومانو د واکسین پروګرامونه په ځانګړې توګه په غزه او سوډان کې له ستونزو سره مخامخ دي.
نن پنجشنبه (د اکتوبر ۲۴مه) د ګوزڼ یا پولیو نړیواله ورځ ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا ورځ د دې لپاره لمانځي چې د ګوزڼ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه او په دې توګه هر ماشوم له دې وژونکې ناروغۍ وژغوري.
ګوزڼ یا پولیو د ټول عمر لپاره د فلج کېدو لامل کېدای شي.
ملګري ملتونه وايي، له دې ناروغۍ سره مبارزه باید نړیوال لومړیتوب وي.
یونیسف د جګړې په سیمو کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې وکولی شي ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
همدارنګه یاد سازمان د جګړې په سیمو کې د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه هم کړې ده.
سږکال د دوبي په پای کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د غزې په تړانګه کې ۶۰۰،۰۰۰ ماشومان واکسین کړل.
دا چاره یې وروسته له هغه ترسره کړلی شوه، چې حماس او اسرائیل د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین سره همغږي شوو.
هغه مهال یوه ماشومه د ګوزڼ ویروس په دویم ډول اخته شوې وه، چې له کبله یې اسرائیل په غزه کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین درې ورځني کمپاین پر مهال په جګړې کې وقفه تائید کړه.
د ډبلیو ایچ او مسوولینو ویلي و، اسرائیل منلې چې په دې دریو ورځو کې به د ګهیځ له شپږو تر ماسپښین درې بجو پورې په جګړه کې وقفه کوي.
د ډبلیو ایچ او مسوولینو زیاته کړې وه، چې په درې ځانګړو پړاونو کې به د غزې تړانګې په مرکزي، سویلي او شمالي برخو کې ماشومانو ته واکسین ورکړي.
دوی غوښتل د ټولې سیمې لږ تر لږه نوې سلنې برخې ته واکسین ورسېږي، چې په غزه کې د ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره مهمه ده.

د عکس سرچینه، REUTERS/Ramadan Abed
د ګوزڼ یاده پېښه په غزه کې له ۲۵ کلونو وروسته د پولیو لومړنۍ پېښه وه، چې ثبت شوه.
په ماشومانو کې د ګوزڼ ویروس خورا په چټکۍ سره خپرېدای شی او تر ډېره بریده یې د ککړو اوبو له لارې د خپرېدو احتمال وي.
ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې تر ډېره پرې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي، معمولا معلول کېږي او په ځینو قضیو کې د ماشومانو د مړینې لامل هم کېدای شي.











