د اسپانیا کناري ټاپوګانو ته نږدې د ۲۰۰ کډوالو لېږدونکې بېړۍ ورکه شوې

اسپآنیا

د عکس سرچینه، SALVAMENTO MARITIMO/FACEBOOK

د عکس تشریح، د اسپانیا سمندري مرستندویانو له څو ورځو راهیسې د ورکې شوې بېړۍ لټون کوي

اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي‌، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.‌

د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.‌

د واکېنګ بورډرز په نوم مرستندویه ډلې ویلي، د کب نیوونکې دې بېړۍ د سنیګال سویل کې له کافونټاین ساحلي ښاره حرکت کړی و.

د اسپانیا د افې خبري اژانس د رپوټ له مخې د دې بېړۍ په مساپرو کې ګڼ شمېر ماشومان هم دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې دوه نورې ورته بېړۍ هم چې لسګونه کسان پکې سپاره دي، بې درکه شوې دي.

د اسپانیا سمندري مرستندویانو افې خبري اژانس ته ویلي چې د لټون دغو عملیاتو کې چورلکې هم مرسته کوي.

د دوو نورو بې درکه بېړیو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

خو رویټرز خبري اژانس د واکېنګ بورډرز ډلې د یوې غړې 'هلېنا مالېنو' په حواله لیکلي چې له دوی په یوه بېړۍ کې ۶۰ او په بله کې ۶۵ کسان سپاره دي.

په دې توګه د دغو درېواړو ورکو شویو بېړیو د مساپرو ټول شمېر پر ۳۰۰ کسانو اوړي.‌

د مدیترانې سمندر کې د کډوالو د مړینې یوه ډېره مرګونې پېښه څو اوونۍ وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د یونان سواحلو ته نږدې یې لېږدونکې بېړۍ ډوبه شوه.‌

اسپآنیا

د عکس سرچینه، HELLENIC COAST GUARD

د عکس تشریح، د یونان سمندري ځواکونو تر اوښتلو وړاندې د بېړۍ دا عکس خپور کړی

د رپوټونو له مخې په هغې بېړۍ کې سلګونه کسان سپاره وو.‌

له دوی د ۷۸ کډوالو مړي موندل شوي، خو له ۵۰۰ ډېر نور یې لا هم تری تم دي.

دغه بېړۍ له لوېدیزې افریقا د اروپا په تکل خوځېدلې وه.

ناقانونه کډوال پر دې مرګونې لار ډېر وخت د کب نیوونې په کوچنیو بېړیو کې انتقالېږي.

دغه بېړۍ ډېرې خوندي نه وي او له سمندري څپو سره یې د اوښتلو امکان ډېر دی، خو قاچاقچیان بیا هم پکې تر ټاکلې اندازې څو برابره ډېر کسان پورته کوي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال نږدې ۵۶۰ کسان د اسپانیا ټاپوګانو ته د رسېدو د هڅو په لړ کې مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې خونړۍ لارې د قربانیانو شمېر ۱۱۲۶ کسانو ته رسېده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۵ زره ۵۰۰ ډېر کسان کناري ټاپوګانو ته رسېدلې دي.