ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې له هغو افغان کروندګرو سره مرسته وکړي چې کوکنار نه کري

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر چارواکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له هغو افغان بزګرانو سره مرسته وکړي چې د کوکنارو پر ځای یې د نورو کښتونو کرلو ته مخه کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګول شو.
په ورته مهال کې له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې "یو این او ډي سي" ویلي چې د افغانستان نژدي لس سلنه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي او غواړي چې له بزګرانو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي خو په دې چاره کې له نړیوالې ټولنې نه مالي ملاتړ غواړي.
"یو این او ډي سی" ویلي په افغانستان کې نژدي څلور میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي.
د دې ادارې په وینا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه په ناوړه وضعیت کې دي او هغسې چې ښايي فعالیت نه شي کولای، ځکه چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نړیوالې مرستې ورسره بندې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو په کابل او ولایتونو کې لسګونه زره روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي او وايي داسې درملنه یې کوي چې بیا نشه يي توکو ته مخه ونه کړي.
د چارواکو وینا دې کسانو ته یې په بېلا بېلو برخو کې د حرفوي زدکړو پروګرامونه هم په پام کې نیولي چې د دندو موندلو کې ورسره مرسته وشي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د نړۍ اتیا سلنه تاریاک په افغانستان کې تولېد او نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو این او ډي سي ویلي هغو بزګرانو ته چې مخکې به یې کوکنار کرل یو بدیل پروګرام پیل کړی چې په ترڅ کې یې له پنځه اتیا زرکو بزګرو کورنیو سره په بېلا بېلو بڼو مرسته کوي، خو وايي دا د هغو بزګرانو چې لاسنوي ته اړتیا لري، څه کم پنځلس سلنه برخه جوړوي.
دې ادارې ویلي ښځو د کوکنارو له کر نه د خپلو نارینه وو په ګرځولو کې مهم رول لرلی دی.
افغانستان کې د دې ادارې یوې چارواکې انوبا سود ویلي "ښځې دي چې تر ډېره د کوکنارو له کښت سره مخالفت کوي، نه غواړي چې د خپلې کورنۍ غړي یې په نشو روږدي شي."
هغه زیاته کړې "نو بزګران نورو غوراویو ته اړتیا لري، چې پر مټ یې وکولای شي ځان ته خواړه برابر کړي، خپل روغتیايي او نورو لګښتونه پرې پوره کړي او هغه پورونه بېرته ورکړي چې دوی د نورو فصلونو د کرلو لپاره کړي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
یو این او ډي سي ویلي د بزګرانو د لاسنوي په لړ کې یې له ځینو بزګرانو سره د هغوی په کروندو او باغونو کې د اوبخور د ډراپ سیستم په جوړولو کې مرسته کړې ده.
ویل شوي چې دا سیستم تر اویا سلنې پورې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي.
د ډراپ سیستم له مخې باغونو کې د ونو له بیخونو سره نللیکي تېرېږي او داسې کوچني سوري په کې شوې وي چې یو یو څاڅکی اوبه ترې توېږي.








