ټیک ټاک: د امریکا کانګرس کمېټې یوه لایحه تایید کړې چې کیدای شي ټیک‌ټاک بند یا پلورلو ته اړ کړي

ټېک ټاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د متحدو ایالتو کانګرس یوې کمېټې هغه لایحه تایید کړې چې کیدای شي چین میشته ټیک ټاک شرکت اړ کړي چې په شپږومیاشتو کې خپل اپ وپلوري یا به له بندېدو سره مخ شي.

دا اقدام، چې د استازو د جرګې یوې بلې کمېټې او سپینې ماڼۍ یې ملاتړکړی، وايي دا کار یې د امنیتي اندېښنو له امله کړی.

خو ټیک ټاک وايي دا وړاندیز شوې لایحه به د بیان ازادۍ او وړو سوداګرو ته زیان ورسوي چې پر دې اپ باندې متکي دي.

ټیک ټاک خپلو کارونکو ته ویلي چې د کانګرس له غړو وغواړي چې د دې لایحې مخالفت وکړي.

ټیک ټاک شرکت بي بي سي ته تایید کړه چې خپلو کارونکو ته یې خبرتیا استولې چې "همدا اوس خپلو استازو ته زنګ ووهئ" او سپارښتنه وکړئ چې د دې لایحې پرضد رایه ورکړي.

د کانګرس یو کارکونکي بي بي سي ته وویل دفتر ته یې په لسګونو ټلېفونونه شوي. نیویارک ټایمز ورځپانې راپور وايي د ټلېفون ځینو لیکو ته ډیر زنګونه وهل شوي، او داسې ښکاري چې ځینې زنګ وهونکي ځوانان دي.

تمه کیږي چې دا لایحه به راتلونکې اونۍ کې د کانګرس عمومي غونډې ته وړاندې شي.

دا لایحه د دواړو ګوندونو د ۲۰ کسیزه ګډې کمېټې لخوا وړاندیز شوې چې د چین د کمونېست ګوند په اړه یوه ځانګړې کمېټه ده.

د کانګرس د انرژۍ او سوداګرۍ کمېټې هم دا لایحه د پنجشنبې پر ورځ د رایو په اتفاق تایید کړه.

د امریکا د سنا جرګې له تصویب وروسته به دا لایحه په قانون بدله شي.

د کمېټې مشرې د ټیک ټاک پر دې کار نیوکه کړې چې خپل کاروونکې یې لایحې سره د مخالفت لپاره هڅولي دي. ټیک ټاک پرخپل پلټفورم په ځواب کې لیکلي "د کانګرس غړي ولې له خپلو موکلینو څخه د اورېدو په اړه شکایت کوي؟ په درناوۍ، ایا دا د دوی دنده نه ده؟"

کانګرس
د عکس تشریح، تېره میاشت کانګرس کې د ټیک ټاک له مشر د چین کمونېست ګوند سره د اړیکو په اړه ډیرې پوښتنې وشوې

په لایحه کې ژمنه شوې چې "د هغو اپلیکېشنونو پر وړاندې به چې د بهرنیو رقیبانو لخوا کنټرولیږي د متحدو ایالتونو ملي امنیت ساتنه وکړي".

د پارلمان غړي وايي د ټیک ټاک خاوند شرکت بایټ ډانس د چین له کمونېست ګوند سره اړیکي لري- خو ټیک ټاک او بایټ ډانس دا تور رد کړی.

په لایحه کې په خاص ډول بایټ ډانس ته اشاره شوې چې د لایحې له مخې به اړ کړل شي ټیک ټاک وپلورې، یا به په امریکا کې د موبایل اپ له زیرمو (موبایل اپ سټورز) لیرې کړای شي.

په لایحه کې دا نه دي ویل شوي چې د دغه اپ انفرادي کاروونکې به له قانوني اقدام سره مخ شي.

د کمېټې مشر او د وېسکانسېن ایالت جمهوري پالي مایک ګالاهر وویل: "د امریکا یو سخت رقیب له دې سره هیڅ کار نه لري چې په متحدو ایالتونو کې د رسنیو یو مسلط پلټفورم کنټرول کړي."

د اېلینوېز ایالت دموکرات استازي، راجا کرشنا مورتي وویل ټیک ټاک "زموږ ملي امنیت ته جدي ګواښ جوړوي" ځکه چې د هغې خاوند شرکت "اړ دی" چې د چین له سیاسي مشرتابه سره "همکاري ولري".

د لایحې پلویان دا خبره نه مني چې دا اقدام په څرګنده د ټیک ټاک د بندولو په معنا دی.

هغوی استدلال کوي چې بایټ ډانس شرکت ته شپږمیاشتې وخت ورکړل شوی چې د لایحې غوښتنه عملي کړي.

خو پر ايکس یوې خپرې شوې وینا کې ټیک ټاک دا قدام "په نېغه بندول" بللي... او وايي "سره له دې چې [د لایحې] جوړونکو هڅه کړې دا خبره پټه کړي".

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټیک ټاک خپلو کارنو ته ویلي، د کانګرس له غړو وغواړي چې د دې لایحې مخالفت وکړي

ټیک ټاک ویلي "دا قانون به د ۱۷۰ میلیونو امریکایانو قانوني حقونه تر پښو لاندې او ۵ میلیونه واړه سوداګر به له دې پلټفورمه محرومه کړي چې د خپلې ودې او دندو رامنځته کولو لپاره ورته اړتیا لري".

د امریکا د مدني ازادیو ټولنه هم دا خبره تاییدوي او وايي دا لایحه د دې لپاره ده چې "د ټاکنو په کال کې ارزانه سیاسي ګټه ترلاسه کړي".

دا ټولنه وايي ډیر امریکایان د معلوماتو ترلاسه کولو او اړیکو لپاره دغه اپ کاروي.

دا لایحه د ټیک ټاک د مخنیوي لپاره د امریکايي قانون جوړونکو یوه وروستۍ هڅه ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو په دولتي وسایلو کې د ټیک ټاک اپ کارولو ته اجازه نشته - خو د ولسمشر بایډن ټاکنیز کمپاین د ټیک ټاک یو اکونټ لري.

د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا هم د ټیک ټاک او چینايي شرکت ويچاټ د مخنیوی هڅې شوې وې خو له قانوني ستونزو سره مخ شوې او کومې نتیجې ته ونه رسېدې.