له پراخو انټرنېټي ستونزو وروسته نړۍ کې د بانکونو او هوايي ډګرونو چارې ځنډ سره مخ شوې

د عکس سرچینه، @SELLWITHDEAN/PA
په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ یوه خورا پراخه پرچاوي د دې لامل شوې، چې د ګڼ شمېر بانکونو، هوايي شرکتونو او خپرنیزو ادارو ورځنۍ چارې په ټپه ودرېږي.
د نړۍ په ګڼ شمېر هوايي ډګرونو کې د مسافرو کتارونه ځکه په ډېرېدو دي، چې د هوايي شرکتونو کمپیوټري چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي. امریکن ائرلاینز له هغو هوايي شرکتونو یو دی، چې الوتنې یې درولې دي او مسوولین یې وايي، لامل یې د انټرنېټي امنیت ستونزه ده.
د انټرنېټي خدمتونو شرکت مایکرو سافټ مسوولین وايي، د ستونزې کنټرول لپاره یې فعالیت پیل کړی دی، خو د پرچاوۍ لامل نه دی په ګوته شوی.
په بریتانیا کې بیا د عامې روغتیا اداره این ایچ اېس وايي، د انټرنېټ همدې پرچاوۍ له کبله کلینیکونه، دوکانونه، درملتونونه او د ریل ګاډو خدمتونه هم اغېزمن شوي دي. لږ مخکې له همدې کبله د سکای نیوز په نامه خبري شبکه له فعالیته غورځېدلې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
د بریتانیا په وخت د ګهیځ تر لسو بجو پورې د ملکي هوايي چلن څار ادارې سیریوم د رپوټ له مخې، په ټوله نړۍ کې د نژدې ۱۰۰۰ الوتنو لغو کېدو رپوټونه ورکړل شوي.
ماهرین وايي، د انټرنېټي خدمتونو د ستونزو له ډېرېدو سره به دا شمېر لا نور زیات شي. د دې شرکت مسوولینو په وینا دا په داسې حال کې ده، چې په پام کې وه، بریتانیا کې به نن جمعه د الوتنو له پلوه تر ټولو ډېره بوخته ورځ وي.
په پام کې وه، نن به دې هېواد کې ۳۲۰۰ الوتنې وشي، چې د ۲۰۱۹ له اکتوبر وروسته په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې الوتنې دي. د فرانسې په پاریس کې د اولمپیک لوبو تنظیمونکې کمېټه وايي، د دوی انټرنېټي چارې هم اغېزمنې شوې دي.
خو په داسې حال کې چې د لوبو پیلېدو ته ایله دوه اوونۍ وخت پاتې دی، د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د منتظیمینو له قوله ویل شوي، دوی بدیل پلانونه لري.
د جرمني په شمالي لیویبیک او کېیل ښارونو کې هغه جراحي عملیات لغو کړي، چې بېړنیزه اړتیا ورته نه وه. د شلیزویګ-هولستین ادارې مسوولینو ویلي، د ناروغانو عادي درملنې او بېړنیو طبي مرستو چارې به یې له معمول سره سم روانې وي.

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم تر اوسه د دې پرچاوۍ کره لاملونه نه دي په ګوته شوي، خو امریکن ائرلاین هوايي شرکت په انټرنېټي خدمتونو کې د خنډ لامل له ''له کراوډ سټرائیک'' سوفټوئر یا پوستکالي سره ''تخنیکي ستونزه'' یاده کړې وه.
د بي بي سي خبریال ټام ګیرکین په خپل تازه رپوټ کې وايي، اوس د سویټزرلنډ سائبر خوندیتوب ادارې هم دغه سوفټوئر ته اشاره کړې. کراوډسټرائیک د انټرنېټي خوندیتوب یو شرکت دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې په دې موخه رامنځته شوی و، چې د نړۍ لوی شرکتونه او تنصیبات له سائبر امنیتي ګواښونو وژغوري او انټرنېټي خوندیتوب یې تامین کړي.











