هند کې پر لاريون کوونکو د انټرنېټ بنديز
هند کې کروندګر له میاشتو راهېسې لاریونونه کوي. په زرګونو یې د دغه هېواد لر او بر لارې بندې کړې وې او له حکومته یې د کرهنې قانون کې د رامنځ ته شوو اصلاحاتو د لغو کولو غوښتنه کوله.
د ډیلي شاوخوا تر پنځوس زرو ډېر امنیتي سرتېري ګومارل شوي وو.
کروند ګر د حکومت د هغه پلان خلاف دي چې لویو کاروبارونو ته د خوړو د تولید حق ورکوي.
دوی ویره لري چې که لوی کاروبارونو بازار ته دننه شي د دوی د حاصلاتو د بیو تضمین به ورسره له منځ لاړ شي.