ډونلډ ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو په قضیه کې "بې ګناه" دی

ټرمپ

د عکس سرچینه، BILL HENNESSY

د امریکا مخکېني ولسمشر د واشنګټن ډي سي په یوه محکمه کې پر هغو تورونو اعتراف نه دی کړی چې ګواکې هغه دې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې په خپله ګټه درغلي کړې او یا د خپل واک غځېدو ته دسیسه جوړه کړې وي.

ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د امریکا په وخت پرون ماسپښين داسې مهال وکړې چې په محکمه کې د خپل نوم او عمر د تايید لپاره یوې لنډې محاکمې ته حاضر شو او ویې ویل چې "بې ګناه" دی.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې درېیم وار دی چې ښاغلی ټرمپ د جنايي تورونو په قضیه کې محکمې ته حاضرېږي.

وروسته یې خبریالانو ته وویل چې ګواکې دا دوسیه د یوه سیاسي مخالف د ځپلو لپاره د ده پر ضد رامنځ ته کړای شوې ده.

د یادولو ده چې د امریکا دغه مخکېنی ولسمشر په دې تکل دی چې د جمهوري غوښتونکو ګوند له لوري د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې برخه واخلي.

ښاغلی ټرمپ‌ پرون پنجشنبې په واشنګټن کې محکمې ته د شا له دروازې ورننوت؛ هغې سیمې ته څېرمه چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د نارامیو شاهده وه.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د ده قهرېدلو پلویانو په کانګرېس ماڼۍ باندې هجوم ورووړ او هڅه یې کوله چې د ټاکنو د پایلو اعلان مخه ونیسي.

په هماغه قضیه کې د ښکېلتیا په تور شاوخوا زر کسان هم په همدغه محکمه کې محاکمه شوي دي.

څلور تورونه

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا دغه ۷۷ کلن مخکېنی ولسمشر تر محاکمې مخکې له خپلو وکیلانو سره په خبرو لیدل شوی. همدا راز داسې ښکاري چې ډونلډ‌ ټرمپ د دې قضیې له ځانګړي قاضي جېک سمېت سره هم خبرې کړې دي.

ښاغلی ټرمپ محکمې ته په خپله ځانګړې الوتکه "ټرمپ فورس وېن" کې لاړ چې وروسته د پټو پولیسو په ګډون د یوه لوی کاروان له لوري بدرګه شو.

د "بې ګناهۍ" په دې تازه قضیه کې څلور تورونه شامل دي

  • د داسې دسیسې جوړول چې امریکا/امریکایان تېر ایستل شي
  • د یوه رسمي بهیر (د ټاکنو د پایلو اعلان) پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو لپاره دسیسه جوړول
  • د یوه رسمي بهیر د ترسراوي مخه نیول
  • د خلکو د حقونو پر ضد دسیسه جوړول

د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې ښاغلي ټرمپ د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن ته په لوړ توپیر ټاکنې وبایللې خو د ده ټاکنیزې ډلې د ټاکنو پر پایلو نیوکې کولې او نه یې منلې.

اوس قاضۍ ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې د دې قضیې د حقایقو په اړه له چا سره خبرې ونه کړي.

همدا راز یې خبرداری ورکړی چې که داسې ونه کړي نو ښايي د نیولو امر یې وشي، د خوشي کېدو شرايط یې لغوه شي او محکمې ته د سپکاوي تور هم پرې ولګېږي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې دوسیې څارنوالانو وویل چې دوی به له دې "ګړندۍ محکمې" ګټه پورته کړي خو د ښاغلي ټرمپ حقوقي ډلې او وکیلانو ویلي چې یوې "عادلانه او منصفانه" محاکمې ته د چمتوالي لپاره وخت ته اړتیا لري.

ډونلډ ټرمپ تر محاکمې وروسته او الوتکې ته تر ختلو مخکې خبریالانو ته په خبرو کې د تازه دوسیې په اړه وویل چې "دا د امریکا لپاره یوه ډېره غموونکې ورځ ده"

هغه د واشنګټن دیوالونو او ودانیو ته په کتو وویل چې "دا هغه ځای نه دی چې ما پرېښی و، د دې هر څه لیدل په ریښتیا هم خواشينوونکي دي" او د ټاکنو اړوند قضیې په اړه یې زیاته کړه چې ګواکې دا هر څه "د یوه سیاسي مخالف د ځپلو" لپاره طرحه شوي دي‌ او "امریکا کې داسې څه باید نه وای پېښ شوي"

د امریکا دغه مخکېنی ولسمشر د امریکا په وخت پرون پنجشنبې ماسپښين د قاضۍ موکسیله اوپادیا په مخکې محاکمه شو او وروسته به د تانیا چتکان په نوم یوه بله قاضۍ د دې قضیې نظارت کوي.