د ماشومانو نړیواله ورځ او افغانستان کې یې پر وړاندې د جرمونو ډېرېدو ادعا

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

نن د نوامبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ ده. سږ کال د دې ورځ شعار 'هر ماشوم ته ټول حقونه' دی.‌

دا ورځ په نړیواله کچه د ماشومانو د پوهاوي لوړولو، د دوی د ژوند ښه کولو او هوساینې د ډېرولو په موخه نمانځل کېږي.

په ۱۹۵۹ کال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو اعلامیه چمتو کړه.

په ۱۹۸۹ کال پر همدې ورځ عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو کنوانسیون هم برابر کړ.

د نومبر شلمه له ۱۹۹۰ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د ماشومانو د حقونو د اعلامیې او کنوانسیون په مناسبت د ماشومانو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.

دا ورځ سږ کال داسې حال کې نمانځل کېږي چې د بشري حقونو یو بنسټ وايي، د طالبانو حکومت داسې قانون نه لري چې په رسمي توګه د ماشومانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه منع او جرم وبولي.

د رواداري په نوم دغه بنسټ وايي همدا قانوني تشه افغانستان کې د ماشومانو خلاف د جرمونو د ډېرېدو لامل شوې ده.

د دغه بنسټ‌ مسوولان وايي، تېر دوه کاله په افغانستان کې د کم عمره او اجباري ودونو شمېر هم لوړ شوی دی.

دغه بنسټ وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ماشومانو د اجباري ودونو په تور ان یو کس هم د طالبانو په محکمو کې نه دی مجازات شوی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د ماشوم د حقونو اړوندو قوانینو ته ژمن دي.

هغه د کم عمره نجونو او اجباري ودونو اړوند رپوټونه هم تبلیغات ګڼي.

نوموړی وايي "دا پروپاګند کېږي، دا موږ ردوو. هېڅکله، په ټیټ سن کې ودونه نه دي زیات شوي. البته که چېرته وي هم قانون چلن کېږي او مخنیوی یې کېږي. او بله دا ده چې د هغوی روزنې او پالنې ټولو ته توجه شته."

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی مجاهد زیاتوي "موږ د ماشومانو د خوندیتوب په اړه قوانینو ته درناوی لرو او کوشش کوو چې د ماشومانو خوندیتوب یقیني شي. ماشومانو خوندیتوب ته د پاملرنې ترڅنګ د هغوی ژوند هم خوندی شوی دی. پخوا به موږ په بېلابېلو امنیتي پېښو، بمباریو کې، په چاپو کې د ماشومانو تلفات لیدل، ځورل، تکلیفول دا هر څه مو پخوا لیدلي. اوس وضعیت د ماشومانو پخیر تغییر کړی."

د رواداري بنسټ مشري شهرزاد اکبر کوي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د راګرځېدو پر مهال د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

هغې بي بي سي ته ویلي طالبانو له واک ته رسېدو سره د ماشومانو او ښځو د ځورولو د منعې قانون په څېر ګڼ پخواني قوانین لغوه کړي.‌

هغه ادعا کوي چې له ماشومانو د جنسي ناوړې استفادې موارد یې هم دغه راپور کې مستند کړي او دا ادعا هم کوي چې طالبان کم عمره هلکان هم استخداموي چې هغه وروسته له جنسي تاوتريخوالي سره هم مخ کېږي.

په راپور کې ادعا شوې چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې داسې پېښې هم ثبت کړې چې پکې د څوارلسو او پنځلسو کلونو عمر لرونکې نجونې له پنځوس کلونو لوړ عمره کسانو ته واده شوې دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

رواداري بنسټ وايي، دا معلومات يې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر شپاړسمې موده کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له ۱۸۱ مدافع وکیلانو، عدلي قضايي کارکوونکو، قربانیانو او نورو سرچينو راټول کړي.

میندې پلرونه، ښوونکي، نرسان، ډاکتران، حکومتي چارواکي، د مدني ټولنې فعالان، مذهبي او قومي مشران او رسنۍ ټول په اړوندو ټولنو کې د ماشومانو د حقونو اړوند پوهاوي او ننګه کې مهم ګڼل کېږي او د ماشومانو د یوې ښې راتلونکې لپاره يې د دوی بحثونه او اقدامات مهم ګڼل کېږي.