افغانستان کې استخراجېدونکي تېل چېرته او څنګه چاڼېږي؟

د عکس سرچینه، North Noble
- Author, سید انور
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د نفتو د چاڼ کورني شرکتونه، چې کلونه کلونه یې د امو سیند له حوزې د تېلو استخراج ته شیبې شمېرلې، اوس عملآ دغلته د استخراج شویو تېلو د چاڼ چاره مخته وړي.
دمګړۍ د دغو چاڼځایونو شمېر دولسو ته رسېږي.
د نفتو د چاڼ دغه شرکتونه وايي، هره ورځ د څلور نیم زره ټنه تېلو د چاڼولو وړتیا لري خو هڅه کوي چې دغه ظرفیت او د چاڼ معیار نور هم لوړ کړي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د تېلو له ۱۸ څاګانو هره ورځ شاوخوا ۱۱ سوه ټنه تېل استخراجوي او د چاڼ چاره یې کورني خصوصي شرکتونه پر مخ وړي.
د امو دریا په حوزه کې د نفتو د استخراج له پیل سره، چې اوس مهال په ځانګړې توګه د سرپل ولایت په قشقري سیمه کې ترسره کیږي، د هغو کورنیو شرکتونو فعالیتونه هم غوړېدلي، چې د نفتو د چاڼ چارې مخ ته وړي.
په افغانستان کې د نفتو د چاڼ په برخه کې پانګونه شاوخوا یوه لسیزه وړاندې هغه مهال پیل شوه چې د وخت افغان حکومت په ۲۰۱۲ کال کې د چین د نفتو له ملي شرکت سره د امو دریا حوزې د تېلو د استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ، خو د امو دریا حوزې د تېلو استخراج د ناامنیو له امله دوام پیدا نه کړ.
د افغانستان په شمال کې د نفتي توکو د ټولنې مشر او په بلخ کې د نارت نوبل د نفتو د چاڼ خصوصي شرکت رییس عبدالمومن ضیايي بي بي سي ته وویل، د خصوصي سکتور له خوا د نفتو د چاڼ خونو په برخه کې پراخه پانګونې د هېواد د اقتصاد په غوړېدو او پر ځان د بسیاینې هیلو ته د رسېدو برخه کې مهم رول لوبولی دی.
دی وايي "په شمالي حوزه کې لس د تېلو خصوصي چاڼځایونه شته، چې ځینې یې ستر او د چاڼولو وړتیا یې لوړه ده، همداراز د پانګوني کچه یې هم توپیر کوي. د تېلو پر دغو چاڼخونو له لس میلیون ډالره نیولې بیا تر ۲۰ میلیون ډالرو پوري پانګونه شوې او ان ځینو ۳۰ میلیون ډالره پانګونه کړې ده."

د عکس سرچینه، North Noble
ښاغلی ضیایي زیاتوي: "دمګړی له انګوت او قشقري نه د ورځې ۱۳ سوه ټنه تېل استخراجیږي او د نفتو د چاڼخونو د چاڼ وړتیا په ورځ کې له ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ ټنه پورې ده. نو په ټوله کې ویلی شو، چې د نفتو د خصوصي چاڼخونو وړتیا په ورځ کې تر څلور زره او پنځه سوه ټنه پورې رسېږي."
شاوخوا اوه میاشتې وړاندې د قشقري د نفتو له څاګانو په ورځنۍ کچه د ۷۰ ټنه تېلو استخراج پیل شو.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، اوس په دې حوزه کې د ورځني استخراج کچه یوولس سوه ټنو ته رسېدلې ده.
نوموړي وايي "اوس مهال په آمو دریا نفتي حوزه کې د تېلو ۱۸ فعالې څاه ګانې لرو او هره ورځ شاوخوا ۱۱ سوه ټنه تېل استخراجوو. د امو سیند د نفتي حوزې قرارداد کې ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت چې درې ولایتونه، سرپل، جوزجان او فاریاب په کې شامل دي، رانغښتل شوي.
اوس لپاره په قشقري، انګوت او آق دریا سیمو کې نفت استخراجېږي. خو تر ټولو زیات استخراج په قشقري سیمه کې کیږي او استخراج شوي تېل د پروسس او تصفیې لپاره د نفتو پر خصوصي شرکتونو پلورل کیږي."
نوموړی زیاتوي "په افغانستان کې، موږ د نفتو د تصفیې شاوخوا ۱۲ خصوصي شرکتونه لرو. استخراج شوي تېل د داوطلبۍ له مخې پر دغو شرکتونو پلورل کېږي او له تصفیې وروسته بازار ته وړاندې کېږي."
په کور دننه د تېلو چاڼ څومره معیاري دی؟

د عکس سرچینه، North Noble
د کورنیو شرکتونو لخوا د تېلو د چاڼ د کیفیت څرنګوالی هم د بحث یوه مهمه موضوع ده.
د نفتو او ګازو په سوداګرۍ کې ښکېلو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د امو سیند د حوزې تېل چې په هېواد کې دننه چاڼېږي، له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي.
د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي اداره چې د کیفیت د تضمین مسوولیت لري او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت چې د کیفیت لرونکو تېلو او ګازو واردولو چاری اداره کوي، په افغانستان کې د تصفیه شویو تېلو د کیفیت په اړه څه ویلو ته نه حاضرېږي.
خو د حیرتان په ازاد بازار کې د تېلو د نرخونو لېست چې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له خوا خپور شوی او بي بي سي ته هم په واک کې ورکړل شوی، ښيي چې د هېواد په کچه د تولید شوو ډيزلو د هر ټن بیه د وارداتي ډیزلو پرتله ۳۰ ډالره ټیټه ده.
همداراز په کور دننه د استخراج شویو پټرولو بیه هم د ورته وارداتي هغو پرتله ۱۲۵ ډالره کښته ده. د نفتو په سوداګرۍ کې ښکېل کسان وايي چې د نرخونو د توپیر لامل د کورنیو تولیداتو ټیټ کیفیت دی.

د عکس سرچینه، North Noble
خو د افغانستان په شمال کې د نارت نوبل د نفتو د چاڼخوني مشر عبدالمومن ضيايي په هېواد کې د چاڼ شويو نفتو د ټیټ کيفيت د ادعاو په غبرګون کې وايي د کورنیو شرکتونو د چان معيار د افغانستان له معیارونو او اړتیاوو سره برابر دی.
ښاغلی ضیایي زیاتوي چې د نفتو معیاري چاڼ د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.
دی وایي "که څه هم پر نړیوالو معیارونو برابر نه دي خو بیا هم چاڼخوني د دې وړتیا لري، چې صفر پنځه ډیزل بازار ته وړاندي کړي، چې د افغانستان له معیارونو سره سمون لري. اوسمهال د شمالي حوزې د نفتو ورځنۍ اړتیا شاوخوا اته سوه ټنه ده. دغه اړتیا په کور دننه له چاڼ شویو تېلو پوره کیږي او یوه برخه یې کابل ته هم لېږدول کیږي."
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، افغانستان په کال کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ټنه تېلو ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له ایران او ترکمنستانه واردېږي.

د عکس سرچینه، North Noble
د امو سیند په حوزه کې د تېلو د استخراج او په هېواد کې دننه د هغې د چاڼ له پیل سره، د بې کیفیته تېلو د کارونې د ناوړه پایلو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په بې کیفیته تېلو کې د سلفر ، سرپ او ځینو نورو عناصرو کچه لوړه وي، چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او ورسره د انسانانو روغتیا هم ګواښي.
د دې ادارې د اغیزناکه پرمختیا د برخي مشر نقیب الله صدیقي وايي د بي کیفیته تېل سوځول د ښارونو د هوا په ککړتیا کې ۳۰ سلنه ونډه لري.
نوموړی دا هم وايي چې په لویو ښارونو کې یې د بې کیفیته تېلو د کارېدو او د زړو ګاډو چې لوګي تولیدوي، د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.











