اسرائیل په داسې حال کې پر غزه ښار بمبارۍ کړې، چې یو شمېر هېوادونه وايي، ''قحطي په خپرېدو ده''

غزه

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

په غزه ښار کې د حماس تر کنټرول لاندې مدني دفاع اداره وايي، اسرائیلي ځواکونو په داسې حال پر دې ښار سختې هوايي بمبارۍ کړې، چې د دې ښار کنټرول ترلاسه کولو ته چمتووالی کوي.

د دې ادارې یوه ویاند محمد باصل وویل، د زیتون او صابره سیمې له تېرو دریو ورځو راهیسې پرلپسې په نښه شوې دي، چې په وینا یې له کبله یې ''په پراخه کچه د ملکي خلکو کورونه وران شوي'' او اوسېدونکي یې نه شي کولای د وژل شویو کسانو مړي او ټپيان له ورانو-ویجاړو ودانیو راوباسي.

د غزې ښار اوسېدونکي وايي، چې پر ښار سخته بمباري شوې. د غزې ښار زیتون سیمې یوه اوسېدونکي، مجید الحصري، اې ایف پي خبري اژانس ته وویل چې"له دوو ورځو راهیسې خورا سخت بریدونه کېږي.''

ده وویل: "له هر برید سره، ځمکه لړزیږي. تر کنډوالو لاندې شهیدان پراته دي، چې هیڅوک نه شي وررسېدلای، ځکه چې بمباري لا هم روانه ده."

په ورته مهال برېتانیا، اروپايي ټولنې، اسټرالیا، کاناډا او جاپان په یوه اعلامیه کې ویلي: ''قحطي زموږ د سترګو پر وړاندې خپرېږي'' او د ''لوږې مخنیوي'' لپاره یې د سملاسي کار غوښتنه کړې.

په اعلامیه کې غزې ته د مرستو رسېدلو لپاره د ''سملاسي، دائمي، او رغنده'' اقداماتو غوښتنه شوې.

دوی ويلي چې د مرستو د وېش ځايونو او د لاريو کاروانونو ته څېرمه د وژونکي ځواک کارول باید ودرول شي.

ملګري ملتونه وايي د مرستو ترلاسه کولو په تمه له ۱۳۰۰ ډېر فلسطينيان د اسرائيلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

اسرائیل په غزه کې د قحطۍ خبره ردوي.

غزه

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

بل پلو د روغتيا نړیوالې ادارې د سې شنبې (۱۲ اګست) له اسرائيلو غوښتي چې غزه کې د پوځي عملياتو له پراخولو مخکې دوی ته اجازه ورکړي چې د "روغتيايي کړکېچ" لپاره اړين طبي توکې زېرمه کړي.

د يادې ادارې استازي ريک پيپرکورن ويلي، "موږ ټول د بشري توکو د لېږد اجازې په اړه ډېر څه اورو خو دا لا نه دي شوي يا ډېر ورو روان دي."

"موږ غواړو چې په روغتونو کې توکي زېرمه کړو. اوس مهال دا کار نشو کولی. موږ بايد دا ټول اړين درمل او روغتيايي توکي وارد کړو".

د اسرائیلو جنګي کابینې د غزې د نيولو لپاره رايه ورکړې ده. دا کار په نړيواله توګه د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا غندل شوی دی.

د اسرائيلو حکومت لا په غزه کې د پوځي عملياتو د پراخولو کره مهالوېش نه دی په ډاګه کړی.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو بیا وايي، مخکې له دې چې خپل پوځي عمليات پراخ کړي فلسطينيانو ته به د غزې له ښاره د وتلو اجازه ورکړل شي.

په کور دننه او نړيوالو کچه له نيوکو سربېره د اسرائيلو پوځ په شمالي او مرکزي غزه کې د پراخو پوځي عملياتو لپاره تياری نیسي.

له دغې ويجاړې شوې سیمې بهر د فلسطينیانو د بيا مېشتولو مخکينۍ غوښتنې په نړیواله کچه د قومي تصفيې په توګه غندل شوې وې. اسرائيل د غزې پولې کنټرولوي او له اوږدې مودې راهیسې يې د فلسطينيانو د وتلو مخه نيولې ده.

د اسرائیل امنیتي کابینې د دوشنبې پر ورځ د غزې ښار د نیولو لپاره رایې ورکړې او دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې وغندل شو. د سې شنبې پر ورځ د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) وویل چې دوی "د جګړې د نوي حالت په پیل کې دی".

تر اوسه د اسرائیل حکومت کره نېټه نه ده یاده کړې، چې ځواکونه به یې کله سیمې ته ننوځي. د یکشنبې پر ورځ، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې اسرائیلي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې په غزه ښار کې "د حماس دوه پاتې مرکزونه" او د المواسي شاوخوا یو مرکز له منځه یوسي.

هغه غزې ته د مرستو زیاتوالي لپاره درې پړاویز پلان هم طرحه کړ، چې د مرستو وېش لپاره د خوندي دهلیزونو ټاکل، او د اسرائیلي ځواکونو او نورو شریکانو لخوا د هوا له لارې د مرستو توکو غورځولو زیاتوالی هم پکې شامل دي.