غزه: "د ساړه او سېلابونو له کبله ۱۷ تنه مړه شوي دي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطین ملکي دفاع اداره وايي چې په غزه تړانګه کې د سخت ساړه له کبله تر اوسه ۱۷ تنه مړه شوي دي چې څلور پکې ماشومان دي.
د دې ادارې په وینا، هلته د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له کبله د بېځایه شوو لپاره جوړ شوي ۹۰ سلنه لنډمهاله پنډغالي هم اوبو لاندې کړي دي.
تر جګړې وروسته اوس طبعي پېښو غزهوال له کړاو سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د سخت باران او ساړه له کبله هغو کورنیو ته د خپلو ماشومانو ګرم او وچ ساتل سخت شوي چې د جګړې له امله بېکوره شوي دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې هلته توندو بادونو او ورښتونو له مخکې خلکو ته ستونزې ډېرې او د ژوند شرايط یې نور هم ور خراب کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ همداراز ویلي چې په غزه کې هغه میلیونونه ماشومان چې په لنډمهاله کېږدیو کې ژوند کوي، اوس د ژوندګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخامخ دي.
د یونیسف په وینا، هلته شاوخوا یو میلیون خلک په داسې خیمو کې ژوند کوي چې د سختې هوا او پرلهپسې ورښتونو پر وړاندې مقاومت نه لري او خوندي نه دي.
تر جګړې وروسته یو بل "انساني کړاو"

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي چې سختو بارانونو ځینې هغه کورونه هم ویجاړ کړي چې جګړې زیانمن کړي وو. په وینا یې، د دغو ځینو ودانیو د نړېدو له امله هم یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
په غزه کې د طبعي پېښو له کبله د رامنځته شوي دغه ناوړه حالت پرمهال د غزې د ملکي دفاع ادارې له نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. ویلي یې دي چې، "سېلابونو کېږدۍ په اوبو کې ډوبې کړې دي. دغه خیمې د زرګونو کورنیو لنډمهاله سرپناه وې. د خلکو ټول کالي، توشک او کمپلې لمدې شوې دي او په دې سیمه کې انساني کړاو نور هم ډېر شوی دی."
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو رپوټ ورکړی و چې د غزې نږدې ۸۰۰ اوسېدونکي پر سیمه د راغلو سېلابونو او سختو توپانونو له ګواښ سره مخ دي.
د اوربند دوهم پړاو
له بلې خوا مصر چې په غزه کې د اوربند تړون ضمانت کوونکی دی، اعلان کړی چې "د دې تړون دوهم پړاو باید سمدلاسه پلی شي."
په سیمه کې د اوربند پر اعلان څه باندې دوه میاشتې تېرې شوې دي خو بیا هم غزه د ډونلډ ټرمپ د سولې د پلان په لومړۍ مرحله کې ده؛ هغه ځای چې په سیمه کې د جګړې د دواړو خواوو ترمنځ وېشلی پاتې دی.
د غزې ګڼ اوسېدونکي لا هم بې کوره دي او هرې خوا ته ترې چارچاپېره ورانې ویجاړې ودانۍ دي.
نوي کورونه د جوړېدو په پلان کې دي او نوې اداره باید رامنځ ته شي خو دا ټول د ډونلډ ټرمپ د سولې د هوکړې په دوهم پړاو کې بند پاتې دي.











