د مرکزي اسیا د فوټبال پياوړو لوبډلو تر منځ د افغان تنکیو ځوانانو اتلولي په پراخه کچه ستایل شوې

فوټبال

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د عکس تشریح، افغان لوبډلې تېر کال په دې سیالیو کې دریم مقام ګټلی و او په لومړي ځل یې سږ کال اتلولي خپله کړه.

د افغانستان له ۱۷ کالونو څخه کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې پرون (شنبې) ازبکستان ته د صفر په مقابل کې پر یوه ګول ماتې ورکولو سره د مرکزي اسیا (کافا) اتلولي وګټله.

تر دې مخکې افغانستان او ازبکستان د شپږو پیاوړو سیالانو تر منځ پای لوبې ته لار موندلې وه.

په دې کچه د افغانستان دا بې سارې بری په پراخه کچه ستایل شوی او ګڼو افغانانو دا د ویاړ شېبه بللې ده.

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په خپلو ټولنیزو رسنیو د مبارکۍ تر څنګ هیله کړې چې افغانستان په هره برخه کې د ویاړ داسې شېبو ته ورسېږي.

ښاغلي غني لیکلي، " د دغو سیالیو اتلولۍ ته دا زموږ لومړنۍ رسېدنه ده چې د ازبکستان د سیالې ډلې په ماتولو شونې شوه. د لوبو ډګر په هره برخه کې خپلو لوبغاړو ته د دغه ډول ډېرو بریو هیله لرم."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ تر لوبې وروسته له اتلې لوبډلې سره د تیلفوني خبرو پر مهال دا د فوټبال له غوره برایاو یوه بللې. د ده په وینا، په هېواد کې خلک د خپلې اتلې لوبډلې بدرګې ته سترګې پر لاره دي.

تر ۱۷ کلنۍ د کم عمره افغان ځوانانو فوټبال ملي لوبډله سبا (دوشنبه) کابل ته ستنېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د دوشنبې په ورځ یې مازدېګر څلور بجې د اتلې لوبډلې په ویاړ ځانګړي مراسم هم په پام کې نیولي او په خبره یې، خلک کولی شي لوبډله له نږدې وګوري.

پر همدې مهال د افغانستان د کرېکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو له ډلې یې راشد خان، محمد نبي او ځينو نورو پر دې اتلولۍ خوښي ښودلې.

دا څنګه سیالۍ وې؟

فوټبال

د عکس سرچینه، Afghanistan Football Federation

د مرکزي اسیا (کافا) فوټبال دا لوبې د ۱۷ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو تر منځ د تاجکستان په کوربتوب تر سره شوې.

د ۲۰۲۴م کال دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغېزستان لوبډلو برخه اخېستې وه.

سیالۍ د الف او ب په دوه ګروپونو وېشل شوې وې او افغانستان په ګروپي سیالیو کې له تاجکستان او قرغزستان سره مخ و.

افغان لوبډلې په ګروپي سیالیو کې قرغېزستان او کوربه تاجکستان ته ماته ورکړه او په اسانه پایلوبې ته ورسېده؛ د پایلوبې سیاله لوبډله ازبکستان هم ایران او ترکمنستان ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته رسېدلې وه.

پایلوبه کې د افغانستان په ګټه عظم الدین حاجي زاده په ۲۸مه دقیقه کې ګول وکړ او افغان لوبډلې له همدې یوه ګول سره د اتلولۍ جام خپل کړ.

افغان لوبډلې تېر کال په دې سیالیو کې دریم مقام ګټلی و او په لومړي ځل یې سږ کال اتلولي خپله کړه.