تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس: په غزه کې اوربند بايد د بايډن د پلان له مخې وشي
حماس ويلي، په غزه کې د اوربند لپاره خبرې بايد د امريکا د ولسمشر جوبايډن د پخواني پلان له مخې ترسره شي او د خبرو د نوي پړاو له کبله بايد اسرائیلو ته د نورو بريدونو لپاره وخت ورنکړل شي.
حماس ويلي، منځګړي هېوادونه بايد پر اسرائيلو فشار راوړي چې دغه پلان عملي کړي.
تېره اوونۍ نړيوالو منځګړو، قطر، مصر او امريکا له اسرائيلو او حماس وغوښتل چې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه خبرو کې ګډون وکړي.
اسرائیلو د پنجشنبې په ورځ په ځواب کې وويل، د خبرو اترو لپاره به د منځګړيتوب يوه ډله واستوي.
د اوربند په تړاو خبرې تېره اوونۍ وروسته له هغه پای ته ورسېدې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د خبرو اترو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړل.
تېره اوونۍ په يوه ګډه اعلاميه کې منځګړو هېوادونو ويلي وو، د اوربند په تړاو خبرې به د اګست پر ۱۵ په دوحه او يا قاهره کې وشي.
دغو هېوادونو له اسرائیلو او حماس دواړو غوښتي چې اختلافونه کم کړي او له ځنډ پرته د اوربند هوکړه وکړي.
د جو بايډن د پلان له مخې په غزه کې د بشپړ اوربند او د حماس له خوا د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون شرايط وضع شوي دي.
حماس په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اوربند دغه موافقه باید د ولسمشر بایډن له پلان سره سمه وي. حماس وايي، د خبرو اترو نوي پړاو ته د ننوتو پر ځای غواړي مذاکرات د تېرو پړاونو له ځايه پيل کړي.
حماس وايي، منځګړي هېوادونه باید د خبرو اترو په نوم اسرائیلو ته د لا زياتو بريدونو وخت ور نه کړي، بلکې هغه پلان عملي کړي چې مخکې وړاندې شوې دی.
د حماس ځینو وسله والو تېر کال په یوه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیل ووژل او ۲۵۱ له ځانه سره یرغمل ونېول، له دې پېښې وروسته اسرائیلو په غزه د جګړې اوسنۍ لړۍ پیل کړه چې تر اوسه پکې لسګونه زره فلسطېنیان وژل شوي.
غزه کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه له ۳۹ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي.