د نايجريا په ځينو برخو کې ولې ميندې او پلرونه خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي؟

د عکس سرچینه، Gift Ufuoma/BBC
مریم غواړي وکیله شي خو د ناامنۍ له کبله له ښوونځي ایستل شوې ده. ۱۴ کلنه مريم چې يوازې د يوې خونې په کور کې ژوند کوي ښوونځي ته د بيا تګ خوب ویني.
نوموړې وايي، "زه ډېره خواشينې کېږم چې له ښوونځي بهر وخت تېروم خو زه هيله لرم چې یوه ورځ به خپلې زدکړې بيا پيل کړم."
مريم د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې له لږ ترلږه ۲۷۹ نورو زده کوونکو سره د نايجريا د شمال لوېديځ کادونا په کوریګا سيمه کې له ښوونځي وتښتول شوه. دوی تر ۱۷ ورځو پورې يرغمل نيول شوي وو.
مريم له هغه راهيسې بېرته ښوونځي ته نه ده تللې.

د عکس سرچینه، Gift Ufuoma/BBC
د سیمې يو اوسېدونکی ادريس الحسن مخکې له دې چې لور يې ایرغمل شي د وسله والو له خوا تښتول شوی و.
نايجريا په نړۍ کې د هغو هېوادونو په سر کې ده چې ډېری شمېر ماشومان يې له ښوونځي پاتې دي خو ناامنۍ او ډله ييزې تښتونې دا ستونزه په شمالي نايجريا کې لا نور کړکېچنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، یونیسف په وینا، په نایجریا کې لږترلږه ۱۸.۳ میلیونه ماشومان له زدکړو پاتې دي. د دغو ماشومانو ډېری یې په شمال کې دي، چې ناامني او بېوزلي یې د ځينو عواملو په توګه يادېږي.
يادې ادارې د تېر کال په یوه راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې د زده کوونکو تښتونې ۱۹ مستندې پیښې رامنځته شوې، چې یوازې په شمالي ایالتونو بورنو، اداماوا او یوبي کې د ناامنۍ له کبله د "۱۱۳ ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوې" دي.
په کوریګا کې ډله ييزه تښتونه په تېرو لسو کلونو کې د چيبوک ښوونځي د نجونو له تښتنونې وروسته په نايجريا کې تر ټولو لويه پېښه وه.
بي بي سي کوریګا ته د دغه ښوونځي او تښتول شویو ماشومانو ليدو ته ورغلې. دغه سفر له خطرونو ډک وو، موږ د نژدې دوه ساعته سفر پر مهال له لږترلږه نهه امنیتي پوستې تېر شوو. په پر لاره یا کوریګا کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته، او پولیسو موږ ته وویل چې دا د ایالت یوه له خطرناکو سیمو څخه ده.
د لارې په اوږدو کې ډېر کلي د جنايي ډلو د پرله پسې بریدونو له امله خالي شوي دي.
د مریم پلار، ادریس الحسن، پرېکړه وکړه چې خپله کورنۍ له کوریګا وباسي او بيا هېڅکله خپل ټاټوبي ته رانشي.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، "د ښوونځي د ماشومانو له تښتونې دمخه زه له خپل کلي اختطاف شوم. څلور ورځې هلته وم، مګر له نېکمرغه، په تېښته بريالی شوم. څو ورځې وروسته خپل کلي ته له راستنېدو وروسته، وسله وال راغلل چې زما لور او نور ماشومان وتښتوي."
دی وايي"دا زما لپاره یوه نښه وه چې له دې ځايه ولاړ او خپله کورنۍ خوندي ځای ته بوځم. موږ د زده کوونکو د تښتونې له پېښې یوه اونۍ وروسته کوریګا پریښود. زه یوازې هغه وخت بېرته راغلم چې دوی مريم خوشي کړه. زه فکر نه کوم چې بیا به هېڅکله هلته بېرته ستون شم".
مریم او د هغې کورنۍ اوس د کادونا ایالت د مرکز په ريګاسا کې له هغو نورو کورنيو سره ژوند کوي چې د پراخې ناامنۍ له کبله دې سيمې ته تښتېدلي دي.
دوی د اوسېدو يا کرنې لپاره ځمکه نه لري، له دې کبله د خپلو لومړنيو اړتياوو د پور کولو لپاره له ستونزو سره مخامخ وي. همدا ډول مريم او وروڼه يې هم له هغه راهيسې بېرته ښوونځي ته نه دي تللي.
د مریم پلار وايي، "په ریګاسا کې ژوند ډېر سخت دی. کار نشته، خواړه نشته. زموږ د ماشومانو لپاره تعلیم نشته، روغتیا پاملرنې ته لاسرسی خو لا پرېږدئ. نژدې ښوونځی نشته، موږ نشو کولی چې ماشومان لرې واستوو ځکه چې لا هم ډارېږو او په صدمه کې يوو."

د عکس سرچینه، Gift Ufuoma/BBC
په داسې حال کې چې لوی ماشومان د کثافاتو راټولولو لپاره بهر ته ځي، د مریم په څېر واړه، اسلامي زدکړو کې د ګډون لپاره په کورونو کې پاتې کېږي.
د کادونا ایالت حکومت وايي، د ناامنۍ له امله یې له ۳۰۰ ډېر ښوونځي نورو ځايونو ته لېږدولي دي.
د کادونا ايالت مشر اوبا ساني بي بي سي ته وويل، "کله چې په ۲۰۲۳ کال کې مې چارې په لاس کې واخيستې هغه مهال د نا امنۍ له کبله په ايالت کې له ۸۰۰ ډېر ښوونځي تړل شوي وو."
نوموړی زياتوي، "موږ ته شاوخوا ۷۳۶ زره داسې ماشومان چې ښوونځي ته نه تلل په میراث پاتې وو. تر اوسه موږ توانېدلي يوو چې شاوخوا ۳۰۰ زره بېرته ښوونځيو کې شامل کړو."
په کوریګا کې تړل شوی ښوونځی بالاخره په ډسمبر مياشت کې بیا پرانیستل شو او ځینو زده کونکو خپلې زده کړې بیا پیل کړې خو ډېری نور لا بېرته نه دي ستانه شوي، دوي يا له سیمې وتلي او يا له وېري ښوونځي ته نه ورځي.
د دغه ښوونځي يو ۱۶ کلن زده کوونکی اوول ادمو وايي، "زه نه غواړم بېرته ښوونځي ته ولاړ شم، زه اوس هم وېرېږم."
دی وايي، "زه ډارېږم چې وسله وال به بيا راشي او موږ به وتښتوي، زما هغه ننګونې چې موږ ورسره مخ شوي يوو او په بند کې وم په ياد دي. زه ډېر وځورېدم. موږ له خوړو او استراحت پرته ډېر مزل وکړ. زه د دې پر ځای چې بېرته ښوونځي ته ولاړم شم دا غوره ګڼم چې بزګر شم."
د اوول مور حسینه ادمو د خپل زوی د پرېکړې ملاتړ کوي او چمتو نه ده چې د خپل يوزايني زوی خونديتوب په خطر کې واچوي.
نوموړې وايي، "که څه هم حکومت ښوونځی بېرته پرانیستی دی، زه غوره ګڼم چې زوی مې زما سره په کور کې وي ځکه زه وېرېږم چې وسله وال به بيا راشي او ماشومان به وتښتوي".

د عکس سرچینه، Gift Ufuoma/BBC
په نايجريا کې د يونيسف ادارې استازی کریسټین مونډویټ، غواړي چې حکومت د مریم او اوول په څېر ماشومان لپاره بېرته ښوونځي ته د راوستلو لپاره نور جوت ګامونه پورته کړي.
نوموړی وايي، "چارواکي بايد له بېلابېلو لارو مور او پلار وهڅوي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي."
د کادونا ایات والي ساني وايي، ښوونځيو کې د اغېزمنو ماشومانو بېرته شاملول د هغه "لومړی لومړيتوب" دی.
نوموړی زياتوي، "موږ د خوندي ښوونځي نوښت پيل کړی، ټېکنالوژي مو کارولې او د سیمه ییزې څارنې ادارې سره په همکارۍ غواړو دا يقیني کړو چې زموږ ټول ماشومان په خوندي ډول ښوونځي ته ستانه شي."
مریم او د هغې په څېر میلیونونو نور ماشومان چې غواړي خپلې زده کړې بیا پیل کړي، له چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره په ښوونځي کې د دوی د بیا شاملولو لپاره يوه لار ومومي.
مریم وايي، "زما هیله دا ده چې په راتلونکي کې وکیله یا ډاکټره شم، له همدې امله زه غواړم بېرته ښوونځي ته لاړه شم ترڅو خپل خوب ريښتينی کړم."











