د طالبانو غبرګون؛ نړیوال بانک دې افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي

د عکس سرچینه، dpmea
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د مالي او اقتصادي وضعیت د ښه والي په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی.
د ملاعبدالغني برادر دفتر یوه اعلامیه کې وايي چې د نړیوال بانک رپوټ کې "مثبتو او پر واقعیتونو" ولاړو ټکو ته اشاره شوې او دا چې ګواکې د افغانستان د "حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت واضح انځور یې نړۍ ته وړاندې کړی دی."
د نړیوال بانک وروستي رپوټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال د افغانستان د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، د نفتي، خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په نسبي ډول ټیټې شوې، افغانیو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ثبات ساتلی او د دولتي کارکوونکو تنخواګانې په وخت ورکړې شوې دي.
اوس د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي که "د افغانستان پر بانکي سکتور شته بندیزونه لېرې او د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، د هېواد اقتصادي وضعیت" به نور هم ښه" او د طالبانو د اعلامیې له مخې "بار به د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي."
د طالبانو حکومت همدا راز له نړیوال بانک د هغو نیمګړو پروژو د چارو د بېرته پیلولو غوښتنه هم کړې، چې د دغه سازمان لخوا تمویلېدې خو واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې درېدلې دي.
دوی له نورو نړیوالو ادارو هم غوښتي چې افغانستان سره د پرمختیايي پروژو تمویل ته اوږه ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او مرستندویه سازمانونو مرستې اوس یوازې پر بشردوستانه مرستو متمرکزې دي.
خو د دغو مرستو بهیر هم په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په غیر دولتي ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله ټکنې شوی.
مرستندویه سازمانونه وايي د افغان ښځو له همکارۍ پرته یې افغانستان کې فعالیت او اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسول ناشوني دي.
دوی دا خبرداری هم ورکوي چې د دغو مرستو له رسېدو پرته به میلیونه افغانان له لوږې سره مخ شي.
نړیواله ټولنه د همدې لپاره له طالبانو غواړي چې غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار لګولی بندیز لغوه کړي.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد او د دغه سازمان د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېتس په دې وروستیو کې افغانستان ته سفرونه هم وکړل.
دوی له طالب مشرانو سره تر لیدنو کتنو وروسته ویلي چې ښځو ته لږ تر لږه د بشري مرستو رسولو برخه د کار د اجازې ژمنه ورکړ شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې دوی له ټولو سازمانونو غواړي چې افغانستان کې شوي پرمختګونه منعکس او نړۍ پرې خبره کړي.
هغه غوښتنه چې د طالبانو حکومت چارواکي یې په بېلابېلو غونډو کې او له بهرنیو استازو سره لیدنو کې هم مطرح کوي.
دوی د امنیت ټینګښت، له بهرنۍ مرستې او تمویل پرته د ځینو سترو او کوچنیو پروژو پیلول، دولتي اډانه کې سلګونه زره مامورینو ته د معاشونو ورکړه او نور خپلې مهمې لاسته راوړنې یادوي.
خو ګڼ شمېر افغانان او نړیواله ټولنه بیا د دې ترڅنګ نورې غوښتنې او لومړیتوبه هم لري.
دوی د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړي چې بشري حقونو ته درناوي ولري، افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون د نړیوالو ترهګرو د حضور په اړه اندېښنې ځواب کړي، د ښځو په کار او زدکړو لګولي بندیزونه پورته کړي او تر ټولو مهمه دا چې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو لپاره ګامونه واخلي.











