نایجېریا کې وسله‌والو خونړي برید کې د "کوچي" کلي ۱۶۰ کلیوال نیولي

بوکو حارم ډله

د عکس سرچینه، BOKO HARAM

چارواکي وايي، د نایجېریا په مرکزي نیجر ولایت کې لس تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶۰ نور کلیوال له یوې لیرې پرتې ټولنې تښتول شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي امینو عبدالحمید نجومي د بي‌بي‌سي نړیوال سروېس ته وویل، یو لوی شمېر وسله‌والو چې شک کېږي د نایجېریا د افراطي اسلامپالې ډلې 'بوکو حرام' غړي دي، د جمعې په شپه د "کوچي" پر کلي برید وکړ.

هغه وويل، په تښتول شويو کې زياتره ښځې او ماشومان دي، په داسې حال کې چې په وژل شويو کسانو کې هغه ځايي ښکاریان هم دي چې د سيمې امنيت ته ګومارل شوي وو.

د راپورونو له مخې، وسله‌وال په موټرسایکلونو "کوچي" کلي ته ننوتل او ان د ډوډۍ پخولو، چای جوړولو او د کورونو په لوټ کولو کې یې وخت تېر کړ او دوه ساعته وروسته له کلي ووتل.

ښاغلی نجومي، چې د منیا د سیمه‌ییز حکومت د شورا مشري کوي، وویل چې د کوچي ټولنه د نیول شویو کسانو د خبرونو په اورېدو سره وبوږنېدله او اندېښمنه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې لیکل شوي، د بخښنې نړیوال سازمان د ډله‌يیزې تښتونې په اړه خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه.

دې ادارې وویل: "د وسله والو لخوا پر کلي برید د عامو خلکو ساتنه کې د نایجېریايي چارواکو د پاتې راتلو یوه بله نښه ده. "

"له ۲۰۲۱ راهیسې ټوپکسالارانو په دوامداره توګه پر "کوچي" کلي بریدونه کړي او د دوی د واده په کورونو کې پر ښځو او نجونو جنسي تېری کوي.

" وخت په وخت، وسله وال له خلکو د میلیونونو نیرا د تاوان غوښتنه کوي چې د تښتونې مخه ونیسي.

"د بخښنې نړیوال سازمان د نایجېریا په چارواکو غږ کوي چې د تښتونې دا لړۍ پای ته ورسوي او مشکوک عاملین عدالت ته راکاږي. پرله پسې ډله ییزې تښتونې او وژنې د خلکو په ساتنه کې د چارواکو د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی. "

د نایجېر په ایالت کې بریدونه په زیاتېدونکي توګه معمول شوي، که څه هم ډېری وختونه دا روښانه نه ده چې ایا وسله‌وال له جهادي ډلو سره کوم تړاو لري.

تېره میاشت څو کلي د وسله والو ډلو له خوا په نښه شول چې خلک یې د پیسو په بدل کې تښتولي وو.