د سمندر څپو کې پر تخته مزل؛ اسټرالیایئ ښځې په کې ریکارډ جوړ کړ

د عکس سرچینه، WORLD SURF LEAGUE
د اسټرالیا لورا اینور چې د سمندرونو د څپو پر سر د سپورت لوبغاړې ده دا ځل یې اړونده سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړی.
دې ۳۱ کلنې اتلې په جنورۍ میاشت کې د څه باندې دیارلس مترو (۴۳.۶ فټ) لوړو څپو تېر اووه کلن ریکارډ هم مات کړی و.
د لورا دا نوی ریکارډ تر پځواني هغه یو فټ لوړی دی.
د نوموړې دا شاهکار یو لړ مراسمو په لړ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د سېډني په نارابین سواحل کې تصدیق او د ریکارډونو نړیوال کتاب ګینېس کې ثبت شو.
دا هغه ځای دی، چې نوموړې په کې را لویه شوې او له یولس کلنۍ یې د همدې سپورت اوخپل مسلک پیل له همدې ځایه کړی دی.
ښاغلې لورا ډیرې نورې سیالۍ هم ګټلې دي، چې هغه د تنکیو ځوانانو د سیالیو لړۍ وه او له هغه وروسته یې بیا پورته یاد شوی اووکلن ریکارډ مات کړی.
له دې سره په دغه سپورت کې تر نړیوالې کچې ورسیده او د نړیوالو سرف لیګ (WSL) کې یې خپل سفر پیل کړ.
دا وايي، ښکاره ده چې ما د څپو لوړو ژورو کې خپل ډار حس کړی خو هیڅ یو یې تر دې کچې نه وه.
"زه پوهیدم چې له دې لوړو څپو سره لوبې کول لویه خبره ده. کله چې زه څپو پورته کولم او کښته مې کتل ما ته معلومیده چې دا تر ټولو لویې څپې دي."
"زه پوهیدم چې دا زما د ژوند څپې دي."
د سمندر د څپو پر سر د نوموړې دا سپورټي حرکتونه په ویډیو کې ثبت شوي دي، چې له مخې یې د څپو لوړوالی تصدیق شوی او د ریکارډونو نړیوال کتاب ګینېس کې یې د ثبت له بهیر سره مرسته کړې ده.
د سرف یا له څپو سره د لوبیدو (WSL) نړیوالې ادارې مشرې جېسي میلي وايي، دا یوه لویه لاسته راوړنه وه.
نوموړې وویل: "لورا زړوره، ژمنه او الهام بخښونکې ده، او زه پر دې ویاړم چې لمانځنه یې کوو."
لاین بیچلي د سرف بلې اتلې چې اوو ځلې یې دا تلولي ګټلې د لورا ستاینه او درناوی وکړ.
میرمن بیچلي په کراتو د ۵۰ فټ لوړو څپو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده خو هیڅ کله یې له ۱۵ فټ لوړ ریکارډ نه دی جوړ کړی.
نوموړې وویل: "هر لوبغاړی چې وکولی شي دې ډول سختو څپو ته لاره ومومي هغه غیر معمولي انسان دی."











