مصنوعي ځیرکتیا؛ ډېرې کورنۍ د خپلو لوڼو بربنډو عکسونو جوړېدو اندېښمنې کړي

د عکس سرچینه، Guy Hedgecoe/BBC
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د یو شمېر نجونو د بربنډو انځورونوجوړېډو ډېرې کورنۍ اندېښمې کړي دي.
د دغې پېښې د یوې قرباني نجلۍ مور چې نځوریې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته بربنډ جوړ شوی و وايي، ډېرو کورنیو ورته ویلي چې لوڼه یې د ورته کار قرباني شوي.
د مریم الادیب لور چې د هسپانیا اوسېدونکې ده، څه موده وړاندې یې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ له یوه نځور څخه چې بدن یی پکې بشپړ پټ و بربنډ عکس جوړ شوی و.
هغه وايي، ډېرې کورنۍ ادعا کوي چې لوڼو سره یې ورته کار شوی دی.
ویلز کې یوه ښوونکي ویلي، اړتیا ده چې په ښوونځيو کې ماشومانو ته د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هر اړخیر مالومات ورکړل شي او د عامه پوهاوي کچه یې لوړه کړل شي.
د ( انټرنټ واچ) په نامه یوه بنسټ په دې تړاو غبرګون کې ویلي، دا د "حیرانتیا خبره نه ده" دا ډول کړنې په خورا پراخه کچه ترسره کېږي.
هسپانیا کې د المیندرلیجو کلی په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغې د خبرونو سرټکی شو، چې له شلو ډېرې نجونې چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۷ کلونو تر منځ و د ورته پېښې ښکار شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوی بربنډ نځورونه جوړ شوي و او پر خواله رسنیو خپاره شوي و.
آغلې الادیب له دغو والدینو یوه وه، چې د اغېزمنو شویو خلکو لپاره یې د ملاتړ یو ګروپ جوړ کړ.
هغې ویلي، د دغه ګروپ له لارې به نورې کورنۍ ورسره اړیکه نیسی او خپلی اندېښنې به ورسره شریکوي.
هغې د بریتانیاوېلز یوې ژوندۍ خپرونې ته ویلي:"په سلګونه خلکو راته لیکلي، ته څومره نیکمرغه یې چې ملاتړ دې ترلاسه کړی، دا مونږ سره پېښ شوي، زما لور سره شوي او یا ماسره ورته کار شوی خو ما هېڅ ډول ملاتړ نه دی ترلاسه کړی."
نوموړې دې خپرونې ته ویلي:"که کومه نجلۍ اغېزمنه شوې وي نو لطفا خپل مور او پلار دې خبر کړي."
آغلې الادیب زیاته کړې:"د ګروپ جوړولو له ډېرو نجونو سره مرسته وکړه، چې په دې اړه غږ پورته کړي او ووايي چې څه ورسره شوي. دا ډېره مهمه ده چې پوه شو. ځکه ډېرې نجونې د دې جرات نه کوي چې خپلو پلرونو سره په دې اړه خبرې وکړي."

د عکس سرچینه، IWF
هغه وايي، خواله رسنیو ته لاسرسی، مصنوعي ځیرکتیا او پورنوګرافي تر ډېره "د تخریب په وسیلو" بدل شوي دي.
بریتانیاکې له مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب ناسته تېره اوونۍ ترسره شوه. د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمن ژمنه وکړه چې، د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ له ماشومانو ناوړه ګټې اخیستو مخه به ونیول شي.
د بریتانیا حکومت ویلي:"هغه څه چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړېږي او له ماشومانو ناوړه ګټه اخلي ناقانونه دي، پرته له هغې چې د یو ماشوم واقعي انځور پکې وکښل شي."
د (انټرنټ واچ) بنسټ اجرایوي مشرې سوزی هارگریوز هم ټینګار کړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه باید په "بېړني ډول" ودرول شي.
نوموړې ویلي، که د دې کار مخنیوی و نه شي ښايي "ناورینوونکی" وي.
دغه بنسټ د اکتوبر په میاشت کې یوه خپور شوي رپوټ کې موندلې چې، یوازې یوه میاشت کې له ۲۰ زرو ډېر تصویرونه چې پر ماشومانو د جنسي تیري محتوا لري، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي دي.









