تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلو پر تل ابیب د ډرون د برید په ځواب کې د یمن حدیده بندر بمبار کړ
پر تل ابیب د بېپیلوټه الوتکې له برید یوه ورځ وروسته، اسرائیلو ویلي چې د سره سمندر په ساحل کې یې د یمن پر حدیده بندر – چې د حوثي ملېشو په لاس کې دی، برید کړی دی.
د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي، "هغه اور چې اوس مهال په حدیده کې دی، په ټول منځني ختیځ کې لیدل کېدای شي او معنا یې روښانه ده. حوثیانو تر ۲۰۰ زیات ځله پر موږ بریدونه کړي دي. لومړی ځل چې دوی یو اسرائیلي تبعه ته زیان ورساوه، موږ پرې برید وکړ او موږ به دا هر چېرې چې اړتیا وي ترسره کړو."
حوثي چارواکو ویلي، اسرائیلو د تېلو پر زېرمه کولو او د برېښنا پر یوه فابریکه بریدونه کړي. د حوثیانو د روغتیا وزارت وايي چې د تېلو پر ډېپو په برید کې ولسي وګړو ته زیان اوښتی دی.
د معلوماتو پر بنسټ "دې برېد کې لږ تر لږه درې ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي."
المسیره ټلویزیون، چې د دې ډلې اصلي ټلویزیون دی، په پیل کې راپور ورکړ چې بریدونه د امریکا او بریتانوي ځواکونو له خوا ترسره شوي، خو وروسته یې د امریکايي او برېتانوي ځواکونو پر حواله دا ادعا له خبر څخه وایستله.
حوثي چارواكي محمد عبدالسلام دا بريد پر يمن يو ظالمانه بريد بللى او زياته كړې يې ده، چې د دې بريدونو موخه پر دوى فشار راوړل دي، چې په غزه كې د فلسطينيانو له ملاتړه لاس واخلي، خو ويې ويل، چې داسې به ونه شي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام له بریدونو وروسته وویل چې هېواد به یې د "هر ډول اړتیا" له مخې له ځانه دفاع وکړي.
په یوه ټلویزیوني وینا کې، هغه وویل "هر هغه څوک چې موږ ته زیان رسوي د خپل تېري لپاره به سخته بیه پرې کړي" او ادعا یې وکړه چې بمبار شوی بندر د ایراني وسلو سرچینه وه.
پرون هم حوثي ملېشو د تل ابیب ښار پر مرکز د بېپېلوټه الوتکې د برید مسوولیت منلی و، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي وو. دا سړی له بیلاروس څخه اسرائیلو ته کډوال شوی و.
د اسرائیلو پوځي چارواکو ویلي، ایران کې یوه جوړه بېپیلوټه الوتکه چې د اوږده واټن الوتنې لپاره ترمیم شوې وه، د جمعې په ورځ په یوه اپارتمان کمپلکس کې په برید کې کارول شوې وه. دوی دا هم وویل چې پوځي ځواکونو بېپیلوټه الوتکه لیدلې وه، خو دا د "بشري تېروتنې" له امله نه وه ویشتل شوې.
په تېرو وختونو کې، نژدې ټول حوثي توغندي او بېپیلوټه الوتکې چې په اسرائیلو ویشتل شوي او توغول شوي، د دې هېواد د دفاعي سیسټم په مټ دفع شول او داسې فکر نه کېږي چې د دوی هېڅ یو مخکې تل ابیب ته رسېدلی وي.
یمن له اسرائیلو ۱۶۰۰ کیلومتره لیرې دی او حوثیان چې ځینې برخې یې کنټرولوي، د ایران اسلامي جمهوریت یې ملاتړ کوي.
د حوثيانو د پوځ ویاند یحیی سريع ویلي د جمعې د ورځې برید د یوې نوې ډرون په مرسته شوی چې د څارنې د سیستمونو د تېر ایستلو وړتیا لري. هغه تل ابیب، چې د اسرائیلو سوداګریز مرکز ګڼل کېږي، یوه "ناامنه سیمه" اعلان کړه.
د یمن حوثيان په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې په بېړیو هم بریدونه کوي، چې په هغو کې له اسرائیلو سره تړلې بېړۍ هم شاملې دي، چې تر اوسه یې څو تېرېدونکي کښتۍ زیانمنې کړي او دوه یې ډوبه کړي دي. د بېړیو ډېری مهم سوداګریز تګلوري د برید د مخنیوي لپاره بدل شوي دي.
که څه هم اسرائیلو تر دې مخکې پر حوثيانو بریدونه نه دي کړي، خو امریکا او بریتانیا له میاشتو راهیسې د دوی پر ضد عملیات کوي، چې د دې ډلې د بېړیو پر تګلوریو د بریدونو مخه ونیسي.