پر اېکس د اېلون ماسک او ډونلډ ټرمپ مرکه میليونونه ځله کتل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اېکس یا پخوانۍ ټویټر ټولنیزه شبکه وايي، د دغه شبکې مالک اېلون ماسک او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ پر دغه شبکه ژوندۍ غیر رسمي مرکه او په اړه یې نور پوسټونه په درې ساعتونو کې نژدې یو میلیارد ځله کتل شوي یا اورېدل شوي دي.
د دغه مرکې دومره لاس په لاس کېدو په انټرنېټ کې ریکارډ جوړ کړی دی.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اېلون ماسک ترمنځ مرکه چې ټاکل شوې وه د سې شنبې په شپه ځايي وخت اته بجې پیل شي. د تخنیکي ستونزو له کبله څلوېښت دقیقې وځنډېدله.
د مرکې په پیل کې د اېکس ټولنیزې شبکې مالک او امریکايي میلیاردر اېلون ماسک وویل، د دغه ځنډ لامل د دوی پر شبکه سایبري بريد له کبله و.
خو تخنیکي ماهرین بیا وايي چې دا سایبري برید نه و او په خپله اېکس شبکه کې تخنیکي ستونزه وه.
پر اېکس شبکه دغه سپېس په مخامخ ډول څه باندې ۲۶ میلیونه کسانو اورېدلی یا کتلی دی.
خو د اېکس شبکه وايي، د دغه ژوندي سپېس په اړه د ډونلډ ټرمپ لخوا خپور شوی مطلب یا پوست په درې ساعتونو کې شاوخوا ۷۰ میلیونه کسانو کتلی. همدغه موده کې بیا د ټرمپ او اېلون ماسک ترمنځ سپیس یا مرکې په تړاو څلور میلیونه ټویټونه یا پوسټونه شوي چې ټولټال ۹۷۸ میلیونه وارې کتل شوې دي.
په دغه دوستانه مرکه کې د اېکس شبکې مالک د امریکا له پخواني ولسمشر او د را روانو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرامپ څخه د کډوالو، انفلاسیون او نورو موضوعګانو په تړاو پوښتنې کړې.
په دغه مرکه کې ډونلډ ټرمپ ځینې بې بنسټه ادعاګانې هم کړي، خو په اړه یې ننګول شوی نه دی. په مرکه کې دواړو د یوه بل ډېر صفتونه هم کړي دي.
اېلون ماسک چې د نوموړي ملاتړی دی، د امریکا د را روانې نومبر مياشتې د ولسمشریزو ټاکنو له دغه نوماند یې یوځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
وړاندې رپوټونو ویلي وو چې د اېکس شبکې مالک د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته ۴۵ میلیونه ډالره د مرستې په توګه ورکړي دي.
اېلون ماسک په اېکس شبکه کې څه باندې یوسل او څلور نوي میلیونه تعقیبوونکي یا فالورز او ډونلډ ټرمپ بیا نهه اتیا اعشاریه دوه میلیونه فالورز لري.
له دغه شبکې چې پخوا یې نوم ټویټر و، د ډونلډ ټرمپ اکونټ له هغه وروسته لرې کړای شو چې د نوموړي ملاتړو په ټاکنو کې د هغه د ناکامي په غبرګون کې د اعتراضونو پرمهال د امریکا د کانګریس پر ودانۍ یرغل وکړ.
خو کله چې اېلون ماسک دغه شبکه وپېرله د ټرمپ اکونټ یې بېرته فعال کړ او ورسره هغه دې شبکې ته راستون شو.











